فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
په اوکراین کې د جګړې له وجې زیاتره سړي په پوځ کې برتي شوې دي، ځینو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځینې یې له هغه هېواده وتلي دي، نو ځکه اوکراینۍ ښځې اوس په هغو کارونو کولو هم مجبوره دي چې پخوا به زیاتره سړو کول.
په اوکراین کې د جګړې زیاتوالی ناټو هېوادونه دې ته اړ کړل چې په جګړه کې د پرمختللې ټېکنالوژۍ په کارولو خپلو عسکرو ته روزنه ورکړي.
په وروستیو کې د مرکزي اروپا په یوشمېر هېوادونو کې په سېلابونو کې د وژل شویو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی. څېړونکي وايي چې سږ کال د تودوخې درجې لوړېدو له وجې په هوا کې نمي زیاته شوه چې هغه بیا د سختو ورښتونو او د لویو سېلابونو لامل شوه. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په پاکستان کې د برقي ګاډو جوړولو یوې نوې چینایي کمپنۍ "بي وای ډي" کار پیل کړی دې. دغه شرکت وایي تر ۲۰۳۰ز کال پورې به په هغه هېواد کې تر ۵۰ فیصده پورې ګاډي په څه نا څه بڼه برقي وي او په برېښنا به چلېږي.
د غزې ۱۵ کلن اوسېدونکی یوسف سعد پر خپل ګيټار وزمه الې عود د مینې او هیلې سازونه غږوي. هغه د غزې په جګړه ځپلو سیمو کې کیمپونو ته ورځي او هلته د ماشومانو لپاره سازونه غږوي. نوموړی وايي جګړې د ماشومانو پر رواني صحت منفي اغېز کړی نو ځکه دی د هغوی د پام اړلو لپاره سندرې ورته زمزمه کوي.
په حلب کې د شام (سوريې) د حکومتي عسکرو او وسلوالو ترمینځ په جګړه کې د حدادین لرغونی بازار هم ړنګ شوی وو. دا د حلب یو تاریخي بازار ګڼل کیږي چې تر جنګونو وړاندې به ورته سيلانیان هم ورتلل. د بازار دوکانداران وایي چې هلته د بیارغونې کارونه لا هم روان دي. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د فرانسې په پاریس ښار کې د اګست پر ۲۸مه د پارالمپیک لوبو سیالۍ ترسره کېږي. په دې سیالیو کې هغه لوبغاړي/لوبغاړې برخه اخلي چې معذوره وي خو په خپل همت د میدان وړلو فکر ورسره مل وي.
د عمان د لوبانو خوشبو په عربي هېوادونو کې خورا لوی نوم لري. هلته د لوبانو سلګونه کلونه پخوانۍ ونې شته چې پوستکی یې هم د خوشبو لپاره کارېږي او ورته بخور ویل کېږي. له لوبانو څخه جوړ عطر په یو وخت کې له سرو زرو هم زیات ګران ول. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د نوبېل جایزې ګټونکي محمد یونس د بنګلادېش د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه د خپلې دندې لوړه کړې ده.۸۴ کلن یونس د اګست پر اتمه پلازمېنې ډاکې ته تر رسېدو وروسته وویل چې "بنګلادېش په دویم ځل خپلواکي واخیسته" خو زیاته یې کړه چې "خورا ډېر کار" ته اړتیا ده چې وشي.
د برتانیې د نخښې ويشتلو يوه لوبغاړې وايي چې د ماشوم زېږولو باوجود د اولمپېک سياليو لپاره چمتوالی نيسي. امبر رټر وایي دا په دې اقدام سره ټولو ښځو ته پیغام ورکوي چې د مور له جوړېدو وروسته هم خپل ارمانونه پوره کولی شي. په دې اړه فرخندې اسد د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور جوړ کړی دی.
په ۲۰۱۱ز کال کې جوړي شوي دې کمېشن د جولای په لومړۍ نیټه په خپاره کړي راپور کې ويلي چې له پيله تر اوسه یې د پاکستان له بېلابېلو برخو د ۱۰،۲۸۵ جبري لادرکيو قضیې ثبت کړي دي. د کمېشن تر مخه له دغو ۸،۰۱۵ هوارې شوي او نورې لا پاتې دي.
د انډونیشیا (انډونیزیا) هندوان د هېواد برومو غره ته درناوی لري. هندوان له سلګونو کلونو راهیسې د هغه غره په لمن کې اوسي. دوی د باران دوعا لپاره د غره څوکې ته خېژي. هندوان وايي چې سږ کال کم ورښتونه شوي ځکه یې د فصلونو پیداوار هم کم وو. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
یوګا په هند کې مېليونونه مینوال لري. سږ کال د جون پر ۲۱مه د یوګا د نړیوالې ورځې په مناسبت د هند په بېلا بېلو ښارونو کې په شويو دستورو کې سلګونو زرو خلکو برخه واخیسته چې د هند حکومتي چارواکي، سفارتکاران او فلمي ستوري هم پکې شامل ول. په دې اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د پاکستان تر واک لاندې په ګلګت بلتستان کې د قراقرم غره سپانټک څوکې ته د ختلو پر مهال له ورکو شویو دوو جاپانیانو څخه یې د یو مړی موندل شوی دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په مصر کې یوه ۶۲ کلنه ښځه د درنو وزنونو پورته کولو لوبغاړې ده. اماني ربیع وايي چې کله د کورنۍ او بچیو له مسوولیتونو اوزګاره شوه نو د دې شوق پوره کولو ته یې مخه کړه. هغې د وزن پورته کولو په کورنیو او بهرنیو سیالیو کې د سرو زرو ۸۹ مېډالونه ګټلي دي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د امریکا په کېلېفورنیا کې د ژویو د خوندي ساتلو یوه اداره د ماشومانو روغتون ته بېلابېل ژوي لېږدول کېږي چې مقصد یې د ناروغه ماشومانو ساعت تېری دی. هغه اداره وايي ماشومان چې کله ژوي وګوري، په غېږ کې یې ونیسي یا ورته خبرې وکړي نو ارامه احساسوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
نن سلګونه زره حاجيان د عرفات په ميدان کې راغونډ شوي
د نیپال د یو کلي اوسېدونکي وایي د ماحولیاتي بدلون اثراتو د هغوی د شاتو د مچیو کاروبار هم اغېزمن کړی. د دوی په خبره، د ځنګلونو له کمېدو، سېلابونو او ګرمۍ زیاتېدو سره اوس د هغوی کلي ته د شاتو مچۍ په کم شمېر کې ورځي. په دې اړه فرخندې اسد د رویټرز اژانس ویډیو راپور جوړ کړی دی.
دوی وایي ډېری پسونه (ګډې) بزې ترې مړې شوې دي او چې کومې پاتې دي نو هغه هم د خوراک د کمي له وجې کمزورې شوې دي او قیمتونه یې زیات شوي دي. په دې اړه فرخندې اسد د رویټرز اژانس له ويډيو راپور جړ کړی دی.
په دوبۍ کې به په لومړي ځل د روباټ په وسيله په ګاډو کې تېل اچول کېږي. د تېلو شرکت وایي چې ډېر ژر به پېټرول سټېشنونو روباټونه ته ورکړي چې هدف يې خلکو ته اسانتیا ورکول دي.
نور وښیئ