د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي په لکي مروت کې یې د قومندان په ګډون ۶ وسلوال وژلي دي


د خیبر پښتونخوا په بنو ډیوژن کې وسلوال او امنیتي ځواکونه وخت ناوخته پر یو بل بریدونه کوي. (انځور: ارشیف)
د خیبر پښتونخوا په بنو ډیوژن کې وسلوال او امنیتي ځواکونه وخت ناوخته پر یو بل بریدونه کوي. (انځور: ارشیف)

د بنو پولیس وايي، په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال د یو قومندان په ګډون شپږ مشکوک وسلوال وژلي دي.

د بنو ډیوژن د پولیسو مشر سجاد خان د ډېسېمبر پر ۲۶مه ماښام مهال مشال راډیو ته وویل چې دا عملیات د لکي مروت په تختي خېلو کې د پولیسو ترهګرۍ ضد څانګې او ځايي امن لښکر په ګډه ترسره کړي دي.

د ده په وینا، په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان د جانیخېلو یو مشهور قومندان نصرت الله وزیر او پینځه نور وسلوال وژل شوي دي.

سجاد خان وویل چې په دې ترڅ کې یو پولیس او یو ولسي وګړی وژل شوی او د دوو پولیسو په ګډون ۱۸ تنه ټپي شوي هم دي.

د شاکر الله په نامه د سیمې یو اوسېدونکي هلته د نښتو په اړه مشال راډیو ته وویل، "دلته پرون د پولیسو او نامعلومو کسانو ترمنځ نښتې شوې دي او ډرون الوتکې هم استعمال شوې دي، یو پولیس او یو عام وګړی وژل شوي، د ۱۱۲۲ په نامه ژغورونکې ادارې ۱۶ تنه ټپیان د سرای نورنګ روغتون ته راوړي دي."

د بنو ډویژن د پوليسو سجاد خان دا هم وویل چې د وژل شوي وسلوال قومندان نصرت الله وزیر پر سر حکومت ۲۵ لاکه روپۍ انعام هم اعلان کړی وو.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني مشال راډیو ته په لېږلي بیان کې د نصرت الله وزیر وژل کېده تایید کړي دي او لیکلي یې دي چې هغه له خپلو دوو نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

په خیبر پښتونخوا کې لکي مروت یو له هغو سیمو ده چې له تېرې اودږې مودې پکې امنیتي حالات دومره خراب دي چې ځايي خلکو یې پرضد په وار وار احتجاجونه او پرلتونه وهلي دي.

هغوی تور پورې کوي چې انتظامیه او امنیتي چارواکي هلته د وسلوالو پر فعالیتونو سترګې پټوي خو حکومتي او امنیتي چارواکي بیا دا تورونه ردوي او وايي چې دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي او د وسلولو پرضد یې هدفي عملیات روان دي.

د لکي مروتو پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۶مه نېټه رسنيو ته په لېږدولو معلوماتو کې ویلي وو چې وسلوالو هلته يو پولیس او د هغه ورور وژلي دي.

د دوی په وینا، هغه پولیس سرتېری د پولیو واکسني ډلې د امنيت ساتنې تر دندې وروسته له خپل ورور سره کور ته روان وو چې موټرسايکل سپرو وسلوالو ورباندې ډزې وکړې.

په بیان کې د سرتېري نوم امیر نواز او د هغه د ورور نوم امیر محمد مشهور په خانه ګل یاد شوی دی. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په بنو ډیوژن کې د ناامنۍ پېښې

د خیبر پښتونخوا د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر د ډېسېمبر پر ۲۴مه ویلي وو چې په ۲۰۲۵ز کال کې په بنو ضلع کې د "ترهګرۍ په ۱۳۴" پېښو کې "۲۷ پولیس ووژل" شول.

سجاد خان په بنو کې خبري غونډې ته وویل، هغه سرتېري پر تاڼو، امنیتي پوستو او د پولیسو پر ګاډو په بریدونو کې وژل شوي او پکې ۷۹ سرتېري ژوبل هم شول.

نوموړي دعوه وکړه چې تر بریدونو وروسته په ځوابي کارروایو، له وسلوالو سره په نښتو او د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۱۴۰ مشکوک وسلوال وژل شوي او ۱۶۳ ژوبل شول.

د پولیسو سیمه ییز مشر وویل، روان کال یې په بنو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس ټول "۱۶۳ عملیات" کړي دي چې پکې یې ۱۰۵ مشکوک وسلوال نیولي هم دي.

ده زیاته کړه، په ۲۰۲۵ز کال کې یې د "ترهګرۍ پرضد د ګډو اقداماتو" په موخه له ولسي مشرانو سره جرګو مثبتې نتیجې لرلې او په ترڅ کې یې امن کمېټۍ او لښکرې جوړې شوې چې پولیس یې ملاتړ کوي.

په ډېوېژن کې دوه نورې ضلعې لکي مروت او شمالي وزیرستان هم شاملې دي خو د پولیسو سیمه ییز مشر سجاد خان په خبري غونډه کې یوازې د بنو ضلعې په اړه کلني ارقام په ډاګه کړل.

مشال راډيو په خپلواکه توګه هغه شمېرې نه شي تاییدولای.

له تېرو څلورو کلونو راهیسې د بنو په ګډون په خیبر پښتونخوا کې ناامني، وسلوال بریدونه، له امنیتي ځواکونو او پولیسو سره د وسلوالو نښتې، چاودنې او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې پولیس او د پاکستان پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی چې پکې وخت په وخت ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

امنیتي چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۱مه په بنو کې د يو قومندان په ګډون یې د پینځو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.

XS
SM
MD
LG