ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د نومبر اوومې پر ماخوستن پر ټوېټر بایډن او هیرس ته مبارکي وکړې او ویلي یې دي چې له دواړو سره یو ځای د کار کولو په تمه دی.
ټرمپ له ماتې منلو انکار کړی او وايي، انتخاباتي بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی او دا نتیجې به په عدالت کې چیلېنجوي. د نوموړي د کیمپېن ډلې وار له مخه په ځینو مهمو ایالتونو کې د ووټونو شمېر پر سر په عدالت کې غوښتنلیکونه دایر کړي.
په امريکا کې د نومبر پر درېمه د ولسمشرۍ انتخاباتو کې خلکو رايي واچولي خو تراوسه کامياب کانديد نه دی اعلان شوی. د امريکا په ځينو مهمو رياستونو کې د رايو شمېرنه روانه ده. په عين حال کې ولسمشر ډنلډ ټرمپ او د هغه سيال جو بايډن تازه څرګندونې کړي. ويډيو: اسوشيیېټېډ پرېس اژانس
په داسې حال کې چې لا هم د ډاک له لارې د ورکړل شويو د ملیونونو ووټونو شمېرل لا روان دي، تر اوسه يو کانديد هم د انتخاباتو د ګټلو لپاره د الیکټورل کالج یا ټاکنیز پلاوې ۲۷۰ ووټونه نه دي ترلاسه کړي.
د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو د ووټونو شمېر لا هم روان دی او په داسې حال کې چې وروستۍ نتیجې لا هم نه دي اعلان شوې، اوسنی ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د هغه ډېموکراټ سیال جوزف بایډن دواړه په خپلې بریا باوري دي. په مهمو رياستونو کې د ووټونو شمېرنې عمل روان دی.
په امریکا کې د ولسمشرۍ انتخاباتو د رایو شمېر روان دی. دواړو نوماندانو ولسمشر ډانلډ ټرمپ او پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن د بریا هیله ښوولې. خو د انتخاباتو وروستۍ نتیجې لا هم نه دي اعلان کړې. د مشال د خبرونو مرکزي څانګې د رویټرز اژانس ویډیو پر اساس دا رپورټ جوړ کړی.
د امریکا په ولسمشریزو انتخاباتو کې دا ځل لسګونه میلیونه ووټونه د ډاک له لارې اچول شوي. همدا لامل دی چې د انتخاباتو نتیجې ښايي د نومبر پر درېیمه روښانه نه وي. تر انتخاباتو وروسته ښايي تر ورځو، ورځو قانوني لانجې وي، ووټونه بیا وشمېرل شي او د درغلۍ دعوې هم وشي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان ګلګت بلتستان ته د عبوري صوبې حيثيت ورکولو پرېکړه کړې ده.
عبدالطيف اپرېدی چې نامتو وکیل او سياستوال هم دي، د اکتوبر پر ۲۹مه نېټه یې د سپريم کورټ بار اسوسییېشن انتخابات وګټل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د دې هېواد په راتلونکو ولسمشريزو انتخاباتو کې د هغه سيال او پخوانی مرستيال ولسمشر جو بايډن د اکتوبر پر ۲۲مه اخري مناظره وکړه. دواړو مشرانو په مناظره کې پر کورونا وايرس، ملي امنیت، نسلي ستونزو، د انتخاباتو پر امنیت، چین، شمالي کوريا، مهاجرت، د موسمياتي بدلون او توانایۍ ا
د پاکستان د سيند صوبې ترپارکر سيمه کې زيات شمېر هنداون اباد دي. دغه تاريخي سيمه که يو خوا ځان ته بېل کلتور لري نو بلخوا له يو شمېر ستونزو سره هم مخامخ ده.
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو د واکمن تحريک انصاف ګوند او د وزيراعظم عمران خان د لېري کولو لپاره احتجاجي تحريک پيل کړی. په دې ترڅ کې۱۱ حکومت مخالفه سياسي ګوندونو لومړۍ جلسه د اکتوبر پر ۱۶مه د پنجاب په ګوجرانواله کې وکړه. اپوزيشن مشرانو په خپلو ويناګانو کې پر پوځ او حکومت سختې نيوکې وکړې. دوی وويل پوځ دې
د پاکستان پنجاب صوبې فيصل اباد اوسېدونکي محمد اکرام د سنوکر لوبې غوره لوبغاړی دی. اکرام لاسونه نه لري خو د سنوکر لوبې مهارتونو له وجې يې په هېواد کې شهرت موندلی دی.
د نجونو د حقونو مبارزه او د امن نوبل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ وايي، د نجونو نړيواله ورځ د پښتنو سيمو لپاره ډير ارزښت لري.
نوموړي د اکتوبر پر اتمه د يوې مقدمې اورېدنې پرمهال وويل چې ايين او نه هم قانون ججانو او د پوځ لوړ پوړو افسرانو ته له حکومته په ارزانه بيه یا وړیا د پلاټ (ځمکې) اخېستو حق ورکوي.
د پاکستاني وزیراعظم د سياسي چارو سلاکار ډاکټر شهباز ګیل د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ پر رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شریف د غدارۍ تور پورې کړی دی.
د اکتوبر پر درېیمه په ننګرهار او پر لومړۍ نېټه په هلمند کې د وسله والو لخوا خونړي بریدونه ترسره شول. دا بریدونه چې څوک یې ذمه واري هم نه قبلوي، په داسې وخت کې ترسره کېږي چې هلته د قطر په مرکز دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره مخامخ خبرې هم روانې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیانی وایي چې تر موټر بم چاودنې وروسته بریدګرو غوښتل چې د ولسوالۍ ودانۍ ته ننوزي خو د امنیتي ځواکونو د مقاومت په نتیجه کې ټول برید ګر وژل شوي دي.
نور وښیئ