ګل اياز د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. نوموړی "د مشال مرکه" خپرونې جوړوونکی دی چې پکې له بېلابېلو کسانو سره د هغوی پر ژوند او کار مفصلې خبرې کېږي. د خپرونې ټولې برخې دلته اورېدای شئ. له ګل ایاز سره پر اېکس او فېسبوک اړیکه نیولای شئ.
د سېپټېمبر پر نهمه د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګره د قطر په يوه چارټرډ شوې الوتکه کې شاوخوا ۲۰۰ مساپر دوحې ته رسېدلي دي. له افغانستانه د اګست پر ۳۰مه د امريکايي پوځيانو تر وتلو وروسته دا له کابله د مساپرو د لېږد لومړی پرواز و. سپينې ماڼۍ دغه پرواز د طالبانو له لورې لومړی مثبت ګام بللی دی. په د
د پاکستان نومیالی خبریال رحیم الله یوسفزی د ۶۷ کلونو په عمر کې ومړ. د نوموړي کورنۍ مشال راډیو ته وویل چې یوسفزی د سېپټېمبر پر نهمه د ورپېښې ناروغۍ له وجې مړ شو. د یوسفزي جنازه د سېپټېمبر پر ۱۰مه کېږي. نوموړی په پېښور کې د انګريزې ژبې ورځپاڼې دي نيوز مدير وو. ځانګړی رپورټ.
د کابل هوايي ډګر ته د اګست پر ۱۹مه هم زرګونه کسان ورغلي ول چې له افغانستانه ووځي. طالبانو هوايي ډګر ته پر ورتلونکو لارو پوستې جوړې کړې دي. ډېری افغانان د اسنادو لرلو باوجود د هوايي ډګر بهر انتظار کوي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
سیاسي شننونکي وايي چې اسلام اباد جهاني قدرتونو ته انتظار کوي چې هغوی د راتلونکې افغان حکومت په اړه څه پرېکړه کوی.
په سعودي عرب کې هر کال د خورما مېله جوړېږي چې ورته زرګونه خلک ورځي. تېر کال د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې د خورما برامدات کم شول خو چارواکي اټکل کوي چې سږ کال به یې برامد تر ۲۰،۰۰۰ ټنه زیات وي. مېلې ته ورغلي خلک د طلايي-نسواري رنګ خورما تر ټولو زیاته خوښوي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې تر هغو چې افغان ولسمشر اشرف غني واکمن وي، طالبان یې له حکومت سره خبرې نه کوي. نوموړي د اګست پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان پر طالبانو د سولې د جدي خبرو ټینګار کړی خو هغوی د ولسمشر غني له حکومت سره له مذاکراتو انکاري دي.
د اګست له شپږمې راهیسې چې طالبانو د سپین بولدک لاره تړلې، ګڼ افغانان په چمن کې بند پاتې دي. افغانان وايي، د لارې بندېدو له کړاو سره مخامخ کړي. طالبانو د اګست پر پینځمه په یوه بیان کې وویل چې تر هغو چې اسلام اباد د تګ راتګ لپاره د ویزې شرط ختم کړی نه وي، لاره نه پرانیزي.
نوموړی وايي، د کورونا وایرس د واکسینو د ورکولو لپاره یې ګرځنده ټیمونه جوړ کړي چې لرې پرتو سیمو ته ورځي او همدا رنګه د قبایلي ضلعو خلکو ته هم د واکسینو د ورکولو انتظامات یې کړي دي.
د ترکيې چارواکي وايي، په دې وروستيو کې د ايران له لارې د کډوالو داخليدل زيات شوي دي. په دې کې د افغان کډوالو شمېر د اندښنې وړ بلل شوي. ترکيې په لوېديځ صوبې وان کې د ۴۰ میله اوږده دېوال د جوړولو کار پیل کړی دی. ويډيو: رويټرز خبري اژانس
د جولای پر ۲۸مه په کراچۍ کې په یو وسله وال برید کې دوه چينایي وګړي ژوبل شوي. پولیس وايي، دواړه چينايان په دغه ښار کې د يوې کارخانې کارکوونکي ول. په کراچۍ کې د مشال خبريال نياز علي خان د بريد له ځايه دا ويډیو رالېږلې ده. راپور: نياز علي خان اېډېټ: ګل آياز
په پنجاب صوبه کې د نرښځيانو شکايتونو درجولو لپاره داسې ځانکړې څانګه پرانستل شوې ده چې افسره يې هم نرښځی ده. د شکایت اورېدو دې څانګې تر اوسه د څه باندې ۳۴۵ نرښځيانو مسلې هوارې کړې دي. ويډيو: اسوشي اېټېډ پرېس اژانس
د جولای پر ۱۸مه په مکه مکرمه کې د حج مناسک پیل شول. د سعودي عرب حکومت سږ کال یوازې ۶۰،۰۰۰ خلکو ته د حج ادا کولو اجازه ورکړې او د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې یې د تېر کال په څېر دا ځل هم حج محدود کړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
اژانس فرانس پرېس لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیژیان د جولای پر ۱۴مه په بیجنګ کې خبري غونډې ته په وینا کې پېښه د "برید" په نوم یاده کړه او د غندنې ترڅنګ یې له اسلام اباده یې "د چینايي وګړو د خوندیتوب" غوښتنه وکړه.
دليپ کمار چې خپل نوم يې يوسف خان وو په پېښور کې زیږېدلی وو. د دلیپ کمار وروستۍ فلم قلعه وو چې په ۱۹۹۸ز کال کې جوړ شوی وو.
په افغانستان کې د امريکا او ناټو ځواکونو تر ټولو سترې "بګرام" هوايي اډې چارې د جولايي پر دويمه افغان پوځ ته وسپارل شوې. دا په داسي حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان کړی و چې سږ کال د سېپټمبر تر ۱۱مې به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه باسي.
نوموړي دا خبره د جون پر ۲۵مه په اسلام اباد کې تر هغې وروسته وکړه چې پاريس مېشتې نړيوالې ادارې پاکستان په خړ لېسټ کې د ساتلو پريکړه وکړه.
نور وښیئ