پامیر ساحل د مشال راډیو خبریال دی چې د سیمې پر امنیتي او سیاسي موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر درېیمه په یوه بیان کې حیدر د "بلوچستان پیاوړې ښځې" په نوم یاده کړې چې د ښځو او ماشومانو لپاره یوه ناحکومتي اداره چلوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید د مارچ پر دویمه مشال راډيو ته وویل، که دا ستونزه په اووه ورځو کې هواره شي بندر به بېرته پرانیستل شي.
د پاکستان په پنجاب کې د چولستان په بېدیا کې د دراوړو کلا د نړۍ د کلتوري میراث برخه ده. د کلا بهرني دېوالونه جوړ دي خو دننه ورانه، ویجاړه پرته ده چې اوس یې حکومت د بیارغونې چارې پیل کړي. د دراوړ کلا تاریخ په اړه ویډيويي رپورټ.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشې فاروقي د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې له ایران
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د فبرورۍ پر ۲۷مه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې
نوي کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په هوبې ولایت کې ګڼ کسان ناروغه کړل. له هغه وخت راهیسې دا وایرس د افغانستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپور شوی.
په عین وخت کې، امریکا، د شورای نګهبان د منشي او بانفوذه محافظه کاره مذهبي مشر احمد جنتي په ګډون پر پېنځو انتخاباتي چارواکو بندیزونه لګولي دي.
د بحري چارو د وفاقي وزیر ویاند محمد عمر فاران د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، له امریکا څخه د سویابینو ورغلې بېړۍ یې د کراچۍ له بندره، بل بندر پورټ قاسم ته لېږدولې
د بلوچستان د کورنیو چارو صوبايي وزیر ضیاالله لانګو د فبرورۍ ۱۹مې پر ماښام له مشال راډيو سره په خبرو کې د اپوزیشن د سیاستوالانو تورونه رد کړل
له ټرمپ څخه چې پوښتنه وشوه چې ایا امریکا او طالبان هوکړې ته رسېدلي او که څنګه؟ نو نوموړي وویل: "زه فکر کوم چې موږ ورته خورا نېږدې شوي یو.
۱. چینايي حکومت ووهان ته اضافي پوځي روغتیايي کارکوونکي واستول ۲. ناټو د روسیې د توغندیو پر نظام غږېږي ۳. یوه روسي سړي او ښځې د واده ۷۰ کاله ولمانځل
د ملاکنډ مهوش له شاوخوا یو نیم کال راهیسې په اسلام اباد کې بیډمېنټن کوي. نوموړې د خپلې اکادمۍ لومړۍ نجلۍ ده چې نقاب په مخ میدان ته وردانګي. مهوش وايي، مور یې ملاتړ کوي خو ځینې خپلوان یې د لوبې کولو خلاف دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) سیاستوال شاهد خاقان عباسي د مالي چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار عبدالحفیظ شیخ پر وینا انتقاد وکړ
اېف اې ټي اېف د پاکستان پر برخلیک پر داسې مهال غږېږي چې د فبرورۍ پر ۱۲مه، د لاهور یوه عدالت د جماعت الدعوه ډلې مشر حافظ سعید د ترهګرۍ تمویل
وحید مراد د خیبر پښتونخوا په نتیاګلۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کلنه پخوانۍ کلیسا ساتي. دی مسلمان دی او وايي، د کلیسا لومړی ساتونکی یې نیکه وو او بیا یې پلار پکې کار کاوه. د مراد تنخا کمه ده خو وايي، د خدای کور ساتي، هم هغه یې اړتیاوې پوره کوي. نور په ویډيويي رپورټ کې.
د فبرورۍ دویمه د محمد ابراهیم ارمان لوڼی لومړی تلین دی. دی په ۲۰۱۹ز کال کې پر همدې ورځ په لورالايي (بوري) کې د احتجاجي ناستې پر مهال وژل شوی وو. لوڼی څوک وو؟ تر وژنې یو کال وروسته یې کورنۍ په څځ حال ده او څه ورباندې تېرېږي؟ دا پوښتنې په ځانګړي ویډیويي رپورټ کې درځوابوو.
د جنورۍ پر ۳۰مه د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې د غورځنګ یوه مشر محسن داوړ پر پښتین له هېواد سره د غدارۍ او په مظاهرو کې پر ځینو
پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، ټول فعالیتونه له قانون سره سم کوي او دا چې ټولې هلې ځلې یې په پاکستان کې
د پوهنتون ویاند علي عمران د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل، په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د هغو کارکوونکو شمېر لوړ شوی چې تقاعد شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د لږکیو د حقونو فعال او سیاستوال رادېش سینګ ټوني مشال راډیو ته په استولې ویډیو کې ویلي چې د مرګ ګواښونو له وجې یې روانه میاشت (جنوري) له ښځې او درو زامنو سره یو ځای پاکستان پرېښود.
نور وښیئ