د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت او طالبان د سېپټېمبر پر ۱۲مه د سولې خبرې پیلوي


د سولې بین الافغاني خبرې د ټولو طالب بندیانو تر خوشې کېدو وروسته پیلېږي. (انځور: د کابل د څرخي پله له زندانه د طالبانو خوشې کېدو انځور)
د سولې بین الافغاني خبرې د ټولو طالب بندیانو تر خوشې کېدو وروسته پیلېږي. (انځور: د کابل د څرخي پله له زندانه د طالبانو خوشې کېدو انځور)

افغان حکومت، طالبانو، امریکا او قطر ویلي دي چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه په دوحې کې د سولې بین الافغاني خبرې پیلېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د سېپټېمبر ۱۰مې پر ماخوستن په یوه بیان کې د خبرو د پیل هرکلی کړی او پر دواړو خواوو یې ټینګار کړی چې "د افغانستان د څلور لسیزو د جګړې او وینې تویونې درولو لپاره دا تاریخي موقع" ضایع نه کړي.

تر دې نوموړي وروسته ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې پامپېو به د قطر پلازمېنې دوحې ته ورځي چې د بین الافغاني خبرو د پیل په غونډه کې ګډون وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د سېپټېمبر ۱۰مې پر ماښام په یوه بیان کې تایید کړه چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه د سولې د خبرو کوربه توب کوي او زیاته یې کړه چې دا په هېواد کې د "دوامداره سولې راوستو لوري ته یو جدي او مهم ګام دی."

د افغان ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي چې د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید منصور نادري به په خبرو کې ګډون کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم د سېپټېمبر ۱۰مې پر ماښام په یوه بیان کې ویلي چې بین الافغاني خبرو ته تیار دي.

بیان زیاتوي چې طالبان د خبرو د بهیر ښه پرمختګ او د "اسلامي ارزښتونو" او لوړو ګټو په چوکاټ کې په ټول هېواد کې د "سولې او سوچه اسلامي نظام" راوستو هوډ لري.

د افغان حکومت پلاوی د سېپټېمبر پر ۱۱مه قطر ته ځي.

دا خبرې د فبرورۍ پر ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له موافقې سره سم پیلېږي.

ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې د مارچ پر ۱۰مه پیل شي خو د بندیانو خوشې کولو ترڅنګ پر یو شمېر نورو موضوعاتو د دواړو خواوو د اختلاف له کبله وځنډېدې.

د روغې جوړې د ملي شورا مرستیال حاجي دین محمد مشال راډیو ته وویل چې د طالبانو وروستي شپږ زندانیان، چې د اسټرالیايي او فرانسویو پوځیانو په وژنه تورن ول، یې د سېپټېمبر پر ۱۰مه په یوه الوتکه کې قطر ته استولي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG