وسیم سجاد په پېښور کې د مشال راډيو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو راډیويي او ویډيويي رپورټونه جوړوي.
د ټیکنالوجۍ د ترقۍ باوجود د پېښور په موسازۍ سیمه کې له پېړیو راهیسې د کلالۍ کسب لا هم روان دی. ځايي خلک وايي، دا کسب ورته د پلار نیکه نه پاتې دی. په یاده سیمه کې مېرمنې او ماشومان هم د خټو نه د لوښو جوړولو په هنر پوهېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې:
په پېښور کې که يو خوا د کتاب لوست کمېدو له کبله د کتابونو يوشمېر دوکانونه بند شوي، نو بل خوا په هغه ښار کې د ځوانانو يوه ډله د کتابونو لوستلو ته د ودې ورکولو او د خلکو پام د کتاب ارزښت ته د اړولو لپاره هره مياشت غونډې کوي.
د پېښور په ګډون د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې د زړو کتابونو واړه دوکانونه هم وي او یا هم د سړک پر سر ځینې خلک زاړه کتابونه خرڅوي. داراز، په ځینو ښارونو کې په اوونۍ کې یو ځل د زړو کتابونو بازارونه هم لګېږي چې ډېری خلک ورته د ارزانه کتابونو اخیستو لپاره ورځي.
د پاکستان په قبایلي ضلعو کې که څه خلک وخت په وخت د انټرنیټ له نشتوالی شکایتونه کوي خو په په ښاري سیمو کې میشت خلک وایي انټرنېټ یې د ژوند مهمه برخه ګرځیدلی او د بندش سره یې د دوی پر ژوند او کار مستقیم اغېز پریوزي
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پارېدلو مظاهرچیانو د دولتي راډیو ودانۍ سوځولې ده. د راډیو چارواکي وايي، د تحریک انصاف پلویان په ودانۍ ورننوتل او ورته یې اور واچاوه. د هغه ګوند پلویان د خپل مشر عمران خان د ګرفتارۍ پرضد په احتجاج دي. په دې اړه رپورټ وګورئ.
په کورمه کې د وسلوالو په ډزو د استادانو په ګډون داووه کسانو د وژل کېدو پېښې ضد د مې پر پنځمه په پېښور کې مظاهره وشوه. مظاهره کوونکي چې د کورمې اوسیدونکي وو، په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله. تفصیل د وسیم سجاد په وېډیو کې
په پېښور کې د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت مظاهره شوې ده چې پکې یوشمېر خبریالانو د مطبوعاتو پر ستونزو خبرې وکړې. د پاکستان حکومت په تېرو وختونو کې په بیا بیا ټینګار کړی دی د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی. ویډیويي رپورټ.
د مزدور نړيواله ورځ او پښتنو مزدورانو حال
په پېښور کې يو خيريه بنسټ د اپرېل پر ۱۷مه له بې وزله هنرمندانو او نرښځيانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. نرښځيان او هنرمندان وايي چې په روژو کې د هغوی کارونه بند وي نو ځکه له مالي ستونزو سره مخامخ وي.
په پاکستان کې روان اقتصادي بحران او ګرانۍ د عامو خلکو سربېره کاریګره طبقه اغېزمنه کړې ده. د پېښورمعراج ماما له تېرو ۱۸کلونو راهیسې د ګاډو مینځلو مزدوري کوي. هغه وایي، وروستۍ ګرانۍ یې ژوند له زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی.
د پېښور په فواره څلور لاره کې بېلابېل ډول خواړه پخېږي او هغه بازار تر پېشلمي (پېشنمي) پورې خلاص وي. د پېښور ښار يوشمېر خلک فواره څلور لارې ته د خوړو لپاره ځي او بيا تر ناوخته مجلسونه کوي. د مشال راډيو خبريال وسيم سجاد دغه چوک ته ورغلی او له خلکو سره يې خبرې کړې دي.
د پوهنتون ویاند نعمان خان د اپرېل پر نهمه مشال راډیو ته وویل، د زده کړو بهیر په مکمله توګه ځکه نه دی پېل شوی چې لا هم نزدې ۵۰۰ استادان په احتجاج دي او صنفونو ته نه ورځي
د مظاهرې يو ګډونوال او د هنري ټولنې مشر راشد خان مشال راډيو ته وويل چې د ديال سېنګ کورنۍ لپاره انصاف غواړي. "حالات ډېر زيات خراب دي. موږ پر دې پېښه ډېر خفه يو. موږ له رياستي ادارو غوښتنه کوو چې د دې مخنيوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي. موږ دلته امن غواړو. دلته چې هر څوک ژوند کوي، حفاظت یې غواړو."
له مردان سره تعلق لرونکې دغه نجلۍ د موسمي بدلون په اړه د نقاشۍ او انځورګرۍ له لارې پوهاوی وړاندې کوي. نوموړې وايي، په پښتني ټولنه کې د تعلیم کمی دی نو ځکه یې غوره وګڼله چې د انځورګرۍ له لارې خپل پیغام خلکو ته ورسوي. تفصیل په ویډیويي راپور کې.
په پېښور پوهنتون کې استادانو مظاهره کړې ده
د مارچ په ۱۷مه په پېښور کې د پهلوانۍ (غېږې نیولو) د سيالۍ تابيا شوې وه چې پکې د پنجاب او خيبر پښتونخوا ګڼو پهلوانانو برخه واخیسته. د خیبر پښتونخوا د لوبو د ادارې په مرسته د جوړې شوې سیالۍ هدف د ځوانانو لوبو ته هڅول دي. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا سرکاري ملازمانو د مارچ په نهمه د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. احتجاج کوونکو د بندو تنخاګانو د ورکولو او د دندود د ترقۍ غوښتنه کوله۔ ملازمينو د اسمبلۍ د ودانۍ مخې ته خېبر روډ هم د څه وخت لپاره بند کړی وو. وسيم سجاد په دې اړه ويډيو راپور لري.
اختر حیات ګنډه پور د مارچ پر اوومه په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي حالاتو په اړه خبري غونډې ته وویل، تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ز کال وروسته په ۲۰۲۲ز کال کې د ناامنۍ تر ټولو زیاتې پېښې وشوې.