وسیم سجاد په پېښور کې د مشال راډيو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي، ټولنیزو او نورو چارو راډیويي او ویډيويي رپورټونه جوړوي.
فیض محمد سخي په کابل پوهنتون کې د موسیقۍ استاد وو خو چې په ۲۰۲۱ز کال کې طالبان پر افغانستان واکمن شول او پر موسیقۍ یې محدویتونه ولګول نو ده د پاکستان ویزه واخیسته او پېښور ته کډه شو. نوموړي اوس په هغه ښار کې د رباب زده کړې اکاډمي جوړه کړې. موږ د مهاجرو نړیوالې ورځې په مناسبت له سخي سره خبرې کړې دي.
د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شویو زده کوونکو ميندو پلرونو او فعالانو د هغوی نهم تلین لمانځلی دی. دوی د پېښور د ارشیفونو تالار (ارکایېفز هال) او په اسلام اباد کې د وژل شویو په یاد کې غونډې وکړې او شمعې يې بلې کړې. د برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه. ویډیویي راپور.
د خیبر پښتونخوا کوز دیر دلاور خان ۶۵ کلن دی خو اوس یې ښوونځي ته تګ پيل کړی دی او په لومړي ټولګي کې یې داخله اخیستې ده.
د خیبر پښتونخوا چترال په تېرو ۱۰ کلونو کې څو ځلې سېلابونو ځپلی دی چې پکې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې اغېزمنې شوې دي. ساینسپوهان وايي چې د پرله پسې سېلابونو لامل د نړیوالې تودوخې لوړېدل او د اب و هوا (اقلیم) بدلون دی. په دې اړه ویډیويي رپورټ.
د غیرقانوني کډوالو د نيولو دوام
د پاکستان حکومت ويلي چې کوم غیرقانوني افغان کډوال په خپله خوښه د اکتوبر تر ۳۱مې پورې، افغانستان ته نه ځي نو هغوی به په موقتي کمپونو کې ساتل کېږي او بیا به یې په تورخم اړوي. حکومت په پېښور، هرېپور او لواړګي کې دا کمپونه جوړ کړي دي. د پېښور له رېګي کمپه د وسيم سجاد ويډيو راپور وګورئ.
د پېښور ضلعي انتظامیي په بورډ بازار کې د افغان کډوالو تر ۳۵۰ زياتې هټۍ نړولې دي. انتظاميې دا اقدام د تجاوزاتو پرضد د کاروايي پر مهال کړی او په رېړيو کې د توکو پلورونکي يې هم له هلته له کار کولو منع کړي دي.
د ژمي له پیلېدو سره سم د وچې مېوې بازار تود شي، خو دا ځل د ژمي په شان دغه بازار هم سوړ دی او د دوکانونو شمېر هم د پخوانیو کلونو په شان نه دی. دا چې بازار ولې سوړ شوی او د دوکانونو د تل لپاره د تړل کېدو لاملونه څه دي؟ تفصيل يې په رپورټ کې وګورئ
د پېښور بورډ بازار له هغو ځایونو څخه دی چې ډېرې افغانان پکې کاروبار کوي. دغې ځای ته وړوکی کابل هم ویل کېږي او هغه ځکه چې په هغه بازار کې د لویو ریسټورانټونو څخه واخله تر لاس ګاډۍ پورې زیاتره کاروبارونه د افغانانو دي.
جماعت اسلامي د خیبر پښتونخوا ګورنر دفتر مخې ته د ګرانۍ پر ضد احتجاجي پرلت وهلی دا درې ورځنی پرلت دی چې د سيپتمبر تر شلمې به دوام کوي. احتجاج ته د وينا په وخت ته د دغه ګوند مشر، سراج الحق وويل که د خیبر پښتونخوا ګورنر د ورځني استعمال شيانو د نرخونو کنټرول په اړه څه پرېکړه ونک
د "خپلواک پښتونستان غورځنګ" په نوم د یو ناحکومتي تحریک مشرانو او غړو په پېښور کې د تورخم لارې تړل کېدو ضد مظاهره کړې ده. د سېپټېمبر ۱۳مې مظاهرې ویناوالو وویل چې د هغې لارې له تړلو سره د پاکستان او افغانستان پښتانه ځپل کېږي او ورته اقتصادي او مالي تاوان اوړي.
پاکستان کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف اولسي مظاهرې وشوې د سېپټېمبر په دویمه نېټه د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د ګرانۍ او د بجلۍ د بیې د لوړېدو خلاف مظاهرې وشوې. همدا رنګه تجارانو کاربندېز هم وکړ. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د اولس مسلې دې هوارې ګران حکومت ژمنه کړې چې د پیسو له نړیو
د باجوړ په چاودنه کې هغه ځوان هم ووژل شو چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې یې واده کړی وو. د اعجاز احمد کورنۍ وايي، د نوموړي ناوې له دود سره سم په اوومه کور ته تللې وه او د جولای پر ۳۰مه خسرګنۍ ته ستنه شوه او د مېړه په انتظار وه خو هغه په چاودنه کې ووژل شو.
چارواکي وايي، د جولای پر ۳۰مه په باجوړ کې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو شمېر ۶۳ ته رسېدلی او تر ۱۰۰ زیات ژوبل دي. د باجوړ په خار کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د غونډې پر مهال په برید کې یوشمېر ماشومانو ته هم مرګژوبله واوښته. د حملې ذمه واري اسلامي دولت (داعش) ډلې منلې ده. ویډیو وګورئ.
افشین جاوېد وايي چې د بنو لومړۍ سوکوهونکې (باکسره) ده. نوموړې وايي، پینځه کاله مخکې یې پر داسې مهال لوبې پیل کړې چې په بنو کې د نجونو سپورټي هلې ځلې نااشنا کار بلل کېده. افشین جاوېد اوس هم هره ورځ په برقعې کې کلب ته ځي او هلته له خپل روزونکي زده کړه کوي. نور په دې ویډیو کې.
په وروستیو کې د هنري ټولنې په نوم یوه ناحکومتي سازمان په پېښور کې د نومیالیو سندرغاړو احمد ګل استاد او قمرو جانې په ویاړ غونډه کړې چې ورته ګڼ هنرمندان او ولسي وګړي ورغلي ول. په غونډه کې هنرمندانو د دواړو سندرغاړو سندرې وویلې. په اړه یې ویډیويي رپورټ.
پہ سویډن کې د قران مجید د بی حرمتۍ پر ضد پہ پېښور کې وکیلانو احتجاج اوکړ د پاکستان پہ نورو برخو کې ھم د یادې پېښې پر ضد احتجاجونہ شوي دي او مظاھرچیانو له حکومته د سویډن د سفیر د بیرته استولو غوښتنه کړې ده. نور تفصیل په دې راپور کې.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنیدو وروسته پر موسیقۍ بندیز لګولی چې له امله یې یوشمېر هنرمندان نورو هېوادونه ته کډه شوي. په دوی کې ریحانه او مصطفی پاکستان ته کډه شوي او هنري فعالیتونه ته يې دوام ورکړی دی. تفصیل په ویډیو کې
په پېښور کې د قبایلي ضلعو د زده کونکو ترمینځ څلور ورځنۍ ورزشي سیالۍ وشوې چې پکې د مدرسوسلګونو زده کونکو برخه واخیسته. د خیبر پښتونخوا د لوبو اداره وایي د داسې سیالیو په جوړولو سره غواړي چې د مدرسو د زده کونکو ترمینځ فاصلې ختمې کړي او هغوی ورزشي هلو ځلو ته وهڅوي. تفصیل په دې ویډیويي راپور کې:
د ټیکنالوجۍ د ترقۍ باوجود د پېښور په موسازۍ سیمه کې له پېړیو راهیسې د کلالۍ کسب لا هم روان دی. ځايي خلک وايي، دا کسب ورته د پلار نیکه نه پاتې دی. په یاده سیمه کې مېرمنې او ماشومان هم د خټو نه د لوښو جوړولو په هنر پوهېږي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې:
نور وښیئ