هدایت سلطاني د مشال راډیو پر ووبپاڼه خبرونه او رپورټونه خپروي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه د هېواد پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، اسلام اباد د ترینګلتیا ختمول غواړي او د دې لپاره هندی پیلوټ ابېنندن د مارچ پر لومړی خوشې کوي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان او هند اړیکې په خطرناک حالت کې بللي دي او خبرداری یې ورکړی چې هند په لانجمن کشمیر سیمه کې پر خپلو عسکرو تر برید وروسته د یو سخت ځواب پر ورکولو غورکوي.
د فرانس پوځ وایي، هوایي ځواک يې د مالي په ټمبکټو کې په هوایې او ځمکنیو حملو کې د القاعده شبکې یو مشر قوماندان وژلی دی.
په داسې حال کې چې ټاکل شوې د طالبانو استازي او امریکايي چارواکي راتلونکې اوونۍ په قطر کې د خبرو نوی پړاو پیل کړي، د طالبانو ځینو مشرانو ویلي دي چې د دې ډلې د سیاسي دفتر نوی رئیس ملا عبدالغني برادر ښايي په دې خبرو کې ګډون ونه کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د فبرورۍ پر ۲۱مه د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال او همداراز د ترکیې د ولسمشر له لوی سلاکار ابراهیم کالین سره بېل بېل ملاقاتونه کړي دي.
د ایران د انقلابي ساتونکي ځواک خبري رسنۍ – سپاه – د فبرورۍ پر ۱۹مه د یاد ځواک د برېګېډیر جنرل محمد پاکپور له خولې لیکلي چې دا ځانمرګی حافظ محمد علي نومې دی او د پاکستان وو.
د پاکستان وزير اعظم عمران خان ويلي چې د روانې مياشتې تر پايه په هېواد کې د غربت ختمولو پروګرام پېلوي.
د ماشومانو د خونديتوب نړيواله اداره سیو د چلډرن وايي د وسله والو شخړو او اغیز له امله یې هر کال په نړۍ کې یو لک ماشومان مري.
د پاکستان د تجارتي کرکټ ټورنامنټ « پاکستان سپرلیګ » لوبې د فبرورۍ پر ۱۴مه په متحده عربي اماراتو کې پېلږي.
ولسمشر ولادمیر پوتین، د هغه ایراني سیال حسن روحاني او د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان له شامه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د خپلو پلانونو په اړه بحث وکړي.
د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتظامیې تر دې مخکې داسې اشارې ورکړې وې چې ښايي د کانګریس لخوا ټاکل شوي ضرب الاجل پورې دوی د سعودي خبریال د وژنې په اړه تحقیقاتي رپورټ ور نه کړي.
د ايران ستر روحاني مشر ويلي چې "مرګ پر امريکا" شعار امريکايي ملت ته نه بلکې ولسمشر ټرمپ او نورو امريکايي چارواکو ته منسوب دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فبرورۍ پر اتمه د کانګرس لخوا له هغه ټاکلي وروستۍ نېټې سره مخ دی چې ووايي، ایا سعودي ولیعهد په استنبول کې د جمال خاشقجي د وژلو امر کړی و که نه.
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ وايي، راتلونکې اونۍ به وکولای شي چې د داعش د وسله والې ډلې عملاً ماته اعلان کړي.
ولسمشر غني لیکلي دي: "باور لري چې دا د هر حکومت اخلاقي ذمه واري ده چې د سختدریځۍ او ترهګرۍ پرضد د ټولو ولسي فعالیتونو ملاتړ وکړي".
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې له طالبانو سره د جوړجاړي په صورت کې به په افغانستان کې خپل سرتيري کموي. نوموړي د فبروري پر پنځمه ناوخته امريکايي کانګرېس ته په خپله کلنۍ وينا کې زياته کړه چې نه غواړي اوږدې جګړې پرمخ يوسي.په دې اړه هدایت سلطاني د رویټرز ویډیو اېډیټ کړې ده
د وېنزوېلا سپریم کورټ د اپوزیشن پر مشر خوان ګواډو سفري بندیزونه لګولي او د هغه د بانک اکاونټونه يې کنګل کړي دي.
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای ای مشره وايي، په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشار ساتل مهم دي.
نور وښیئ