د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام د جوړجاړۍ په اړه، سوچي کې سرمشریزه روانه ده


د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل روسي سیال سره. پخوانی عکس
د ایران ولسمشر حسن روحاني له خپل روسي سیال سره. پخوانی عکس

پراګ - د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د فبرورۍ پر۱۴مه، په سوچي ښار کې د ایران او ترکي د ولسمشرانو کوربه دی.

ولسمشر ولادمیر پوتین، د هغه ایراني سیال حسن روحاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان له شامه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د خپلو پلانونو په اړه بحث وکړي.

د روسیې د ولسمشر ماڼۍ ویلي چې دا مشران به په شام کې د اوږد مهاله جوړجاړي په پام کې نیولو سره پر نورو ګډو اقداماتو غور وکړي.

د روس د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي، دا ۳ ولسمشران به د یو داسې کمېټۍ پر جوړولو بحث وکړي چې د شام لپاره تر جګړې وروسته نوی اساسي قانون تیار کړي.

روسیه، ترکي او ایران وايي، دوی غواړي چې په شام کې اووه کلنه کورنۍ جګړه د یو سیاسي حل له لارې پای ته ورسېږي.

روس او ایران د شام د ولسمشر بشارالاسد ملګري دي خو ترکي او امریکا بیا هلته د بېلا بېلو یاغي ډلو تر شا ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG