نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې عدالت د علي وزیر د ضمانت اورېدنه تر سبا (د سېپټمبر دریمې) پورې وځنډوله. نوموړی وايي، کله چې په عدالت کې اورېدنه شروع شوه نو د پولیس فایل او متعلقه کس نه وو موجود.
د حکومتي شمېرو له مخې په سيلابونو کې شاوخوا ۱۲ سوه کسان مړه شوي دي او ۳۳ مليونه ورڅخه اغېزمن شوي دي. د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم ادارې (اين ډي اېم اې) د اګست په ۳۱مه د شپې وويل چې تر دغې نېټې پورې له سیلابونو د وژل شويو شمېر ۱۱۹۱ ته رسېدلی دی.
دا پېښه د اګست پر ۲۲مه، د سیند په حیدراباد سیمه کې مخې ته راغلې وه او پر ضد یې خلکو مظاهرې هم کړې وې. هغه مهال د رابي پلازې دوکاندارانو پر اشوک کمار تور پورې کړی وو چې ګینې د قران سپکاوی یې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې ویلي چې د اګست پر ۲۸مه په ټول ملک کې د سېلاب له کبله د مړو شمېر ۱۰۴۱ رسېدلی دی.
په پاکستان کې روانو سېلاوونو د سيند صوبې لکونه خلک بېکوره کړي دي. صوبايي حکومت يوشمېر سېلاو ځپلي د کراچۍ په سکولونو کې ځای پر ځای کړي دي. بلخوا هلته زياتو اورښتونو او سېلاوونو زياتره فصلونه هم تر اوبو لاندې کړي دي. نور حال د نياز علي خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په کراچۍ کې د سیند حکومت په مرسته د خر ګاډو د ځغاستې سیالي شوې ده چې د برېرا په نوم خره ګټلې ده. صوبايي حکومت وايي، په راتلونکې کې د خر ګاډو د لویې سیالۍ جوړولو پلان لري. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د چاپيريال ساتنې وزیرې، شېري رحمان پر ټوېټر په خپرو کړو معلوماتو کې ويلي چې له بارانونو او سېلابونو ۱،۲۹۳ کسان زخميان شوي هم دي. په وژل شويو کې ۳۲۶ ماشومان او ۱۹۱ ښځې شاملې دي.
له غیر سرکاري او غیر حتمي نتیجو سره سم، د پاکستان تحریک انصاف نوماند محمود مولوي د ۲۹،۴۷۵ رایو په ترلاسه کولو انتخابات وګټل. د متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) پاکستان نوماند معید انور ۱۳،۱۹۳ او د تحریک لبیک پاکستان محمد احمد رضا ۹،۸۳۶ ووټونه ترلاسه کړل.
د قامي اسمبلۍ د ۲۴۵مې حلقې څوکۍ په جون کې د تحریک انصاف د سیاستوال عامر لیاقت حسین د مړینې له وجې خالي شوې وه
چارواکي وايي، د کراچۍ په ملیره سیمه کې په تازه ورښتونو او سېلاوونو کې شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي دي. دوی وايي، د اګست د ۱۸مې تر بارانونو او سېلاوونو وروسته یې په دوو ورځو کې ۱۳ مړي موندلي دي. له دې پرته د پشکال بارانونو د ښار انفراسټرکچر ته زیان رسولی دی. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ کې د فیلانو يا هاتيانو د درملنې لپاره له جرمني څخه ډاکټران ورغلي دي. دوی په ژوبڼ کې د مدهو بالا او نورجهان په نوم هاتيانو د غاښونو عمليات کوي.
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۴مه په کراچۍ کې پر یوه ګاډي د لاسي بم په برید کې د یوې کورنۍ ۱۳ کسان وژل شوي ول چې ورڅخه یې شپږ ماشومان او اووه ښځې وې. د هغې کورنۍ مشر فرمان خان وايي، تر اوسه په برید کې ککړ کسان نه دي نیول شوي. ویډیويي رپورټ.
د پي ټي اېم د کراچۍ څانګې مشر نور الله ترین تر دې وړاندې د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي وو چې د هغوی د غورځنګ دوه مهم غړي لادرکه شوي دي. هغه زياته کړې وه چې محمد الله مسید او علاوالدین په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد تر مظاهرې وروسته ورک شوي ول.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د ناامنیو او هدفي وژنو ضد مظاهرې کړې دي. د غورځنګ مخکښه مشرانو او پلویانو د اګست پر ۱۰مه د پېښور، کراچۍ او ژوب په ګډون په یوشمېر سیمو کې احتجاجونه وکړل او پر حکومت یې غږ وکړ چې د ناامنیو مخه دې ونیسي. د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي
پولیسو د اګست پر نهمه په بیان کې وویل چې عماد یوسف یې د سې شنبې (نهې) شپې مهال د ښار په ډېفېنس سیمه کې له خپل کوره ګرفتار کړی دی.
په کراچۍ کې د سبزیو سوداګر وايي، د تېرې میاشتې بارانونو او سېلاوونو له وجې په منډیۍ کې د سبزیو کمښت دی چې له وجې یې په راتلونکې کې د بیو لوړېدو وېره ده. په سیند او بلوچستان کې سېلاوونو لویې لارې خرابې کړې دي او همداراز ځینې مهم پلونه یې وړي دي چې له وجې یې کراچۍ ته د سبزیو لېږد اغېزمن شوی.
عدالت د اګست پر څلورمه د ۲۰۲۰ز کال د سهراب ګوټ جلسې پر مهال په دایره شوې مقدمه کې پر علي وزیر د ریاست پرضد د ویناګانو او د خلکو پارولو تورونو جاج واخیست او خپله پرېکړه یې محفوظه کړه.
د بلوچستان په لسبېله ضلع کې تندو بارانونو يو شمېر پلونه او سړکونه نړولي دي. له کراچۍ سره د صوبې یوازينۍ لاره له تيرې يوې اوونۍ راهيسې بنده ده چې خلک يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي. بلخوا د بلوچستان حکومت وايي چې په سېلاب ځپلو سېمو کې يې د ژغورونکې او مرستندويه کارونه پیل کړي دي.
پي ډي اېم اې د جولای پر ۲۷مه نېټه په خپل تفصيلي رپورټ کې، چې مشال رېډيو هم ترلاسه کړی، ويلي چې په وژل شويو کې ۳۹ سړي، ۴۶ ماشومان او شپږ ښځې دي.
نور وښیئ