نیاز علي په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال دی او هلته پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو رپورټونه جوړوي.
پولیس وايي، وسله وال په یوه سپین موټر کې ورغلي، په دروازه کې یې ډزې کړي او د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو بریالي شوي دي. د بریدګرو شمېر د لسو په خواوشا کې ښودل کېږي.
په کراچۍ کې د پولیسو په یوه مرکز په وسله وال برید کې لږ تر لږه څلور سرتېري ژوبل شوي دي. د پولیسو ايډېشنل انسپکټرجنرل جاوید اوډو رسنیو ته تایید کړې ده چې د هغه پر دفتر "ترهګرو "حمله کړېده او د رېنجر ځواکونو او وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله روانه ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د څه باندې دوو کلونو تر زنداني کېدو وروسته د فبرورۍ پر ۱۴مه له کراچۍ زندانه خوشې شو. د نوموړي د هرکلي لپاره د هغه ښار په سهراب ګوټ سيمه کې سلګونه پښتانه راغونډ شوي ول.
د کراچۍ له مرکزي زندانه تر راوتلو وروسته علي وزير وويل چې اوس هم پر "خپلو خبرو" ولاړ دی او خپلې "مبارزې" ته به دوام ورکوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ او په پارليمان کې د جنوبي وزیرستان استازی علي وزیر په کراچۍ کې له زندانه خوشې شوی دی. هغه له نيږدې دوه نيمو کلونو راهیسې په جېل کې وو. پر نوموړي تور وو چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پر ضد یې د خبرو په کولو سره خلک پارولي وو.
له جنوبي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وایي چې د فبرورۍ له اتمې راهیسې په زندان کې د علي وزير پاتې کېدل یو "غيرقانوني" ګام دی.
د پاکستان ترڅنګ د امریکا، چین، ترکیې او د ناټو اېتلاف په ګډون د لسګونه هېوادونو د بحري ځواکونو تمرینونه روان دي. هغه مشقونه د فبرورۍ پر ۱۰مه له کراچۍ سره نېږدې په عرب سمندرګي کې پیل شول چې د فبرورۍ تر ۱۴مې به روان وي. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ کې د لنډې یا نیلام ځانګړي بازار دوکانداران وايي، د مالیو زیاتېدو او د ځینو شیانو پر درامد د بندیز له وجې یې کاروبار اغېزمن شوی دی. د پاکستان حکومت د اقتصادي ستونزو له وجې ځینې مالیې لوړې کړې دي او د بهرنیو پیسو د کمښت له وجې یې د یوشمېر شیانو پر درامد هم بندیز لګولی دی. ویډیويي رپورټ.
مصدق ملک د فبرورۍ پر اوومه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، په پاکستان کې تر راتلونکو ۲۰ یا ۲۵ ورځو پورې کافي پېټرول او ډیزل شته دي او د فبرورۍ تر ۱۵مې نېټې مخکې د تېلو د بیو لوړولو "هېڅ امکان نه شته."
اغا کليم په مېکسډ مارشل ارټس (د سوکوهنې او لغتو ګډه لوبه یا اېم اېم اې) کې د پاکستان دننه او بهر ګڼې جایزې ګټلې دي. خو هغه لوبغاړی وايي د مالي ملاتړ نه لرلو له امله، په یوشمېر بهرنيو هېوادونو کې په سیاليو کې له ګډونه پاتې شوی دی. د هغه د ژوند په اړه ویډیويي رپورټ.
شاهي سيد وويل چې په سيند کې له تېرې څه مودې راهسې هغه افغانان هم نیول کېږي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
ویکیپېډیا یو داسې انټرنېټي پوهنغونډ دی چې پکې هر کس خپل اکاونټ یا حساب پرانیستی شي او پکې لیکنې کولای او مطالب بدلولای شي. خو هر کس چې دا کار کوي او نوې لیکنه کوي یا یوې لیکنې ته نوي معلومات وراضافه کوي نو د باوري سرچینو لکه مقالو، کتابونو او رسنیو حوالې به ورکوي.
په کراچۍ کې د کالجونو پر کچ د نجونو د لوبو په سياليو کې يوشمېر پښتنې نجونې هم برخه اخلي. د لوبو دا سيالۍ د جنورۍ پر ۱۸مې پيل شوې چې د فبرورۍ تر ۱۴مې به روانې وي.
د جنورۍ پر ۲۹مه د بلوچستان په لسبېله کې له پله د مساپرو د بس پرېوتو او پکې د اور لګېدو په پېښه کې ۴۱ کسان وژل شوي ول. له هغوی څخه یې د ۳۸ تنو جسدونه تر اوسه د کراچۍ د اېدي په مرده خانه کې پراته دي. سرکاري چارواکي وايي، د سوځېدو له کبله د مړو پېژندګلوي نه کېږي. ویډیويي رپورټ.
د سيند پولیسو د ۲۰۲۲ز کال پر مهال د صوبې له بېلابېلو برخو کې څخه تر ۱،۵۰۰ زیات افغانان د پاسپورټونو او ویزو نه لرلو په تور نیولي دي. له هغوی څخه دوه افغانان تېر کال په دوو بېلابېلو زندانونو کې مړه شول.
په کراچۍ کې د تاوان لپاره د پښتنو ټرانسپورټرانو او نورو کاروبار کونکیو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي. د دغو پېښو پر ضد په کراچۍ کې د جنورۍ پر ۳۰مه هلته مېشتو پښتنو احتجاج هم کړی دی. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې تښتول شوي کسان دې خوشې او د غلو پر ضد دې عملیات وکړي.
د خیبر پښتونخوا او بلوچستان له بېلا بېلو پښتنو سیمو سره اړه لرونکو پښتنو د جنورۍ پر ۳۰مه د کراچۍ پریس کلب مخې ته په احتجاج کې غوښتنه وکړه چې حکومت دې د تښتول شویو پښتنو خلاصولو لپاره جدي او ګړندي ګامونه پورته کړي.
د ټټې ډېپټي کمېشنر وویل چې په پېښه کې د سوات اوسېدونکي درې کانکېدونکي مړه شوي دي. په پېښه کې د خيبر پښتونخوا د سوات ۲۷ کلن سيد قيوم ، ۱۸ کلن محمد اياز او ۱۷ کلن رحمان علي مړه شوي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د جنورۍ پر ۲۵مه د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید د وژنې قضیې فیصلې پرضد احتجاجونه وکړل. د پېښور، کراچۍ او اسلام اباد د احتجاجونو په اړه ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ