عوامي نېشنل ګوند د سيند پر حکومت غږ کړی چې په سيند صوبه کې دې د افغانانو له نيولو لاس واخلي او بندي افغانان دې نور نه ځوروي.
دا خبره د عوامي نېشنل ګوند د سيند صوبايي مشر شاهي سيد د فبرورۍ پر پنځمه د کراچۍ په باچا خان مرکز کې د خبري غونډې پرمهال مشال راډیو ته وکړه.
شاهي سيد وويل چې په سيند کې له تېرې څه مودې راهسې هغه افغانان هم نیول کېږي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.
ده وویل په افغانستان کې اوس د ډيرو خلکو ژوند ته خطر نو پاکستانیو چارواکو ته په کار ده چې دلته ورسره انساني چلند وکړي.
ده وویل، "ځینې خلک د ناروغيو له کبله د علاج لپاره پاکستان ته راغلي دي خو پوليسو نيولي او په زندانونو کې یې اچولي دي."
شاهي سید زیاته کړه چې د سیند حکومت باید وار له مخه نیول شویو او په زندانونو کې د بندي افغانانو سزاګانې ختم او هغوي خوشي کړي.
د سیند حکومت د شاهي سيد د دې غوښتنې په ځواب کې د دې لیکنې تر خپرېدو څه نه وو ویلي خو تر دې وړاندې یې پر دې موضوع خپل دریځ روښانه کړی وو.
د سيند حکومت د اطلاعاتو وزير شير جيل انعام ميمن څو ځله ویلي وو چې په سيند کې پوليس يوازې هغه افغانان نیسي چې قانوني اسناد نه لري.
نوموړي د افغانانو نیول کېدو له کبله پر سیند حکومت د نیوکې په ځواب کې ویلي وو چې "په ناقانونه توګه د اوسېدونکو بهرنیو نیول د سیند د حکومت حق دی."
د عوامی نېشنل ګوند د سیند مشرانو دا غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې د سیند های کورټ دوې ورځې وړاندې له افغان کډوالو سره د نرم چلند په اړه ورکړل شوی درخواست رد کړ.
په کراچۍ کې د نيول شویو افغانانو وکيلې منیزې کاکړې په دې اړه مشال راډيو ته وويل، د سيند های کورټ چيف جسټس احمد علي شېخ او جسټس يوسف علي سيد دا در خواست د فبرورۍ پر درېمه رد کړی وو.
نوموړې وویل، " د سیند های کورټ چيف جسټس په خپلو څرګندونو کې وویل چې پاکستان څه نړيواله يتيم خانه نه ده چې افغانان به ساتي."
خو د سیند های کورټ له خوا په دې اړه پوره تفصیل مخې ته نه دی راغلی چې هغوی دا درخواست پر کوم اساس رد کړی دی.
په سيند کې د افغانانو د نيولو لړۍ د ۲۰۲۲م کال له جولای مياشتې راهيسې روانه ده. د دوی وکیلان او په فغانستان کې د واکمنو طالبانو د کراچۍکونسل جنرل په وينا، په تېرو ۸ میاشتو کې په سیند صوبه کې شاوخوا ۲۰۰۰ افغان کډوال نيول شوي دي.
د دوی په وینا، په دې نیول شویو کې ۱۲۰۰ تر اوسه بیرته افغانستان ته لېږل شوي او پاتې نور لا هم د سیند په بېلا بېلو زندانونو کې بند دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ او څو سفارتونو هم پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې بندي افغان کډوال خوشې کړي.
د عوامي نېشنل ګوند د سیند صوبايي مشر د خبري غونډې پر مهال دا غوښتنه هم کړې چې د سيند په کچي نومې سیمه کې دې عمليات وکړي او غلو تښتولي پښتانه دې راخوشي کړي.
دا له هغه وروسته ده چې په سيند کې د ټرانسپورټرانو او کاروبار کوونکو په وينا په تېر يو کال کې د سيند په بېلا بيلو برخو کې ۴۸ پښتانه تښتول شوي چې بيا ځینې پوليسو په عملياتو کې راخلاص کړي او د ځنيو کسانو کورينو د هغوي خوشيکولو لپاره غلو ته په کروړونو روپۍ قلنګ ورکړی دی.
په سيند کې دپښتنو د تښتولو پرضد څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې بيلا بيلو کاروباري اتحاديو په ګډه احتجاج هم کړی وو او له حکومته یې غوښتنه کړې وه چې د غلو پرضد عمليات وکړي او تښتول شوي پښتانه خوشي کړي.
د تښتول شویو کسانو د خلاصون لپاره مبارزه کوونکي شاه ولي خان د فبرورۍ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د فبرورۍ پر دویمه په کچي سیمه کې د غلو پرضد عملیات کړي وو.
د ده په وینا، پولیسو درې تښتول شوي کسان راخوشي کړي خو د سوات د مدېن احسان الله او د باجوړ ذاکر الله لا تر وسه د غلو په قبضه کې دي.
بلخوا د سيند حکومت وايي چې په کچه سېمه کې د غلو پرضد عمليات روان دي او دوی هڅه کوي چې ټول تښتول شوي کسان راخلاص کړي.
په سيند کې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د پښتون ميشتو سېمو خلکو د تښتولو پيښي وخت په وخت رامنځ ته کېږي چې پرضد یې په وار وار احتجاجونه هم شوي دي.