نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
رانا ثناالله زیاته کړه"دا تاسو (تحریک انصاف) چې څه کړې دي، تر دې وروسته به دا ووايم چې د دې حل يوازې دا دی چې دغه ګوند نور کاالعدم اعلان کړل شي."
د سوات په کبل کې د یوشمېر ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه مشرانو او فعالانو د مې پر پنځمه، د ناامنۍ پر ضد د "ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي جلسه وکړه. د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور پښتین جلسې ته د وینا پر مهال وویل، په سوات کې شوې وروچاودنې او د بدامنۍ وروستۍ پېښې د ترهګرۍ او بدامنۍ د لړۍ نوې کړۍ ده.
ټاکل شوې چې په کانجو چوک کې نننۍ جلسه ماسپښین دوه بجې پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د سوات په ګډون د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو کې ناامني زیاته شوې ده.
د سوات په کبل تاڼه کې د اپرېل پر ۲۴مه تر چاودنو وروسته هلته مظاهرې پېل شوي دي. مظاهرین په سیمه کې د امن ټینګښت او د کبل د چاودنو رڼې پلټنې غواړي. حکومت دریځ لري چې د تاڼې په څنګ لوري کور کې د برېشنا د شارټ سرکټ له وجې په تاڼه کې بارود ډزېدلي وو. مظاهرې په مټه او منګلور کې شو
د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې خلکو د اپریل پر ۲۸مه هم د جمعې له لمانځه وروسته خپلو پراخو مظاهرو ته دوام ورکړ. دوی دا مظاهرې د سوات په کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په تاڼه کې د ترسره شویو غبرګو چاودنو نه وروسته شروع کړې دي.
د سوات قامي جرګې تر سیوري لاندې ځايي خلکو د مينګورې په نشاط چوک کې د اپريل پر ۲۵مه په مظاهره کې غوښتنه وکړه چې د پوليسو په مرکز کې دې د ښويو چاودنو رڼې پلټنې وشي. په دې احتجاج کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غړي شامل ول.
د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور د اپريل پر ۲۴مه د شپې ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د ابتدايي معلوماتو ترمخه، په چاودنه کې دا مرکز ويجاړ شوی دی. هغه زیاته کړه چې چاودنې د ترهګرۍ ضد مرکز په زړه ودانۍ کې د بارودي موادو په يو ډيپو کې شوې دي. په وژل شويو کې ۱۳ پوليس والا او ۳ ولسي وګړي دي.
د کوچني اختر د خوشاليو لا زیاتولو لپاره د پاکستان او خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو يو شمېر کسان سوات ته رسېدلي دي. دوی وايي چې د اختر رخصتیانې په سوات کې خوند کوي.
د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) او پولیسو په جلا، جلا بیانونو کې ویلي دي چې پېښه د اپرېل پر ۲۳مه ماسپښین مهال د سوات په فتح پوره کې شوې ده.
مظاهرچيانو د اپرېل پر ۱۹مه په مینګوره کې د شعارونو له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د بحرين او کالام ترمینځ شاوخوا ۴۰ کېلومیټره اوږد سړک دې ژرترژره خلاص کړي.
د اپرېل له ۱۷مې راهیسې په سیمه کې د روانو بارانونو له کبله سېلابونه راغلي دي چې له کبله یې له بحرینه تر کالام پورې ۲۴ کېلومیټره سړک ځای پر ځای پر ځای بند شوی دی او په شمال کې د ګلګت بلتستان او د پنجاب د راولپېنډۍ ترمینځ د قراقرم لویه لاره هم تړل شوې ده.
د بونير د زراعت محکمې مشر عدالت خان وايي چې دوی کروندګرو ته پر وخت مشورې ورکړې وې چې په غنمو د سرخي لګېدو مخنیوي لپاره دې دوایانې وکاروي.
د خيبر پښتونخوا د سوات په چارباغ کې يو کس هر کال د روژې په مياشت کې زرګونه خلکو ته پاخه شوي وړيا خواړه ورکوي. د دې کار انتظام کوونکی وايي چې دا کار د روژه دارو لپاره د ډالۍ په توګه کوي. بلخوا خواړه ترلاسه کوونکي کسان وايي چې په روانه ګراني کې وړيا خواړه لويه مالي ګټه ورته رسوي. .
د سوات احسان الله د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) اتم پړاو غوره لوبغاړي انعام ګټلی دی. ۲۰ کلن احسان الله وايي، پلار به یې د کرکټ ازموینو یا ټرایلونو ته بیوه خو ده پر ښه توپ اچونه یا بالېنګ سربېره په لوبډلو کې ځای نه مونده. له نوموړي سره بشپړه مرکه وګورئ.
په سوات کې د مشهورو شاعرانو په ګډون مشاعره شوې ده. لایق زاده لایق، ممتاز اورکزی، افسر افغان، بخت زاده دانش، ظفر علي ناز، منير بونیری او اباسین يوسفزی له هغو شاعرانو وو چې تر پينځوو ساعتونو لپاره شعرونه وويل.
د مارچ پر ۱۴مه د مظاهرې ګډونوالو وویل چې له چکدرې تر فتح پوره پورې تر جوړېدونکي سړک لاندې د خلکو په "زرګونو کناله" کرنیزه مځکه راځي چې ورسره "۳۰۰،۰۰۰" خلک متاثرېږي.
په سوات کې له اوږدې مودې راهیسې په لاسونو د لرګیو پر شیانو نقش او نګار کېږي، خو په وروستیو کې یې کاروبار خراب شوی دی ځکه چې حکومت د سیمې د ځنګلونو پر وهلو بندیز لګولی دی او له بهره درامدېدونکې (واردېدونکی) لرګی ګران وي. چارواکي وايي، دا اقدام یې د ځنګلونو د ژغورلو لپاره کړی. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ