نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.
د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې په مناسبت د سوات په یوه ښوونځي کې ماشومانو هغه دودیزې لوبې کړې دي چې اوس په ورکېدو دي. د فبرورۍ پر ۲۱مه په لوبو کې ګڼو ماشومانو برخه واخیسته او مشال راډیو ته یې وویل چې د دودیزو لوبو په اړه یې اورېدلي ول، خو لا یې کړې نه وې. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا په سوات کالام کې د واورې درې ورځنۍ مېله وشوه. دغې مېلې ته زرګونه سيلانيان ورغلي ول چې هلته يې له دوديزو لوبو، سټالونو او موسيقۍ نه خوندونه واخيستل. د کالام د واورې ميلې په اړه د مشال راډيو ويډيويي راپور وګورۍ.
د سوات په کالام کې د کبډۍ دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوي چي پکې د سيمې اتو لوبډلو برخه اخيستې وه. د لوبو تابياکوونکي وايي، د سیالیو موخه د ځايي خلکو د ساعت تېري ترڅنګ کالام ته د سیلانیانو وربلل دي. په واوره کې د کبډۍ د سیالیو په اړه ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا په سوات مينګوره کې د لادرکه کړل شويو کسانو خپلوانو د هغوی د موندلو او کورنيو ته يې د سپارولو لپاره مظاهره کړې. د فرورۍ پر اوومه شوې دغه مظاهره کې د لادرکه کړل شويو کسانو خپلوانو وينا وه چې د عدالتونو لخوا د خوشې کېدو پر امر سربېره پوځ دوی ته کسان په لاس نه ورکوي او په حراستي مرکزونو
د فبرورۍ پر اوومه، په اوډيګرام کې شوې دغې مظاهرې ته د ګډونوالو وينا وه، چي حکومت له چکدرې تر فتح پوره د۸۰ کلوميټره سړک زياتره برخه د هغوی د کر کروندې او د ابادۍ په ځمکه جوړوي چې دا کار هغوی ته د منلو وړ نه دی.
د خېبر پښتونخوا په سوات کې د واوري تر اورېدو وروسته له سېلانيانو سره ځايي خلک هم د واورې نندارې لپاره سيمې ته ورځي. په مينګوره کې د يوه ښوونځي استاد خپل شاګردان د ملم جبې سپيني اوبو سيمې ته بیولي او هغوی ته پر واورو او غرونو د تلو او ختو چل ښيي. نور حال په دې ویډیو راپور کې.
د يخنۍ زياتېدو سره سم د سوات ځايي وګړيو د کباړ بازار مخه کړې او کارول شوې تودې جامې په ارزانه بيه اخلي. پېرودونکي وايي چې په پاکستان کې ګراني ډېره زياته شوې چې له کبله يې له يخني څخه د ځان ساتلو لپاره د نوو جامو اخيستلو توان نه لري.
د ۲۰۲۲ز کال په راتګ د سوات په اوډیګرام کې د پوهنتون زده کوونکو او فعالانو د "کلتوري شپې" په نوم محفل جوړ کړی وو چې پکې د پښتو مشاعرې ترڅنګ د موسیقۍ بنډار هم وشو. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
څه موده وړاندې په سوات کې پخوانۍ ژبه توروالي د ورکېدو په حال کې وه، خو د یوې ځايي ټولنې د پام له وجې اوس دا ژبه د بحرین په څلورو سکولونو کې ښوول کېږي او په دې توګه یې د ورکېدو مخه نیول شوې. دا ژبه په بحرین او شاوخوا سیمو کې ویل کېږي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د خیبر پښتونخوا د سوات اخبار پلورونکي وايي، له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې د ټولنیزو رسنیو له کبله مقامي، صوبايي او قامي اخبارونو پلورل ۸۰ سلنه کم شوې چې ورسره په زرګونو اخبار پلورونکي متاثره شوي دي. دوی وايي، که چېرې هم دغه شان دا سلسله روانه وه، نو زیاتره اخبارونه به چاپ کېدل بند شي.
د سوات په جهانزيب کالج کې د پښتو ژبې څانګې یوه مشاعره جوړه کړ چې پکې د سيمې نامتو شاعرانو برخه اخیستې وه. خبريال نياز احمد خان ویډيو راپور
محمود خان دا اعلان د نومبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د سوات په سنګوټه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې کړی دی.
حکومتي چارواکي د روانې ګرانۍ او په خصوصي توګه د تېلو نرخونو په زياتوالي وايي چې په ټوله نړۍ کې یې بیې ختلې دي. په پاکستان کې بيا هم د ګاونډي هېوادنو په نسبت د تېلو نرخونه کم دي،
''وړاندې چې به د یوچا د کور ګوزاره د ورځې په درې سوه روپۍ کېده هغه اوس په ۱۵۰۰ روپۍ هم نه کېږي. نوموړي غوښتنه وکړه چې په بازار کې دې خوراکي توکي په سرکاري نرخنامه وپلورل شي.''
د سوات د مینګورې بڼ سیمه له شاوخوا ۱۰۰ کلونو راهیسې د موسیقارانو په نوم پېژندل کېږي. له هغه ځایه یوشمېر سندرغاړو او موسیقارانو زده کړې کړې دي او د پښتو هنر په میدان کې یې نوم ګټلی دی. ۱۶ کلنه حنا ګل هم په دې تکل بڼ ته ورغلې او سندرې زده کوي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
(يو اېس اې پي) په نوم د امن لپاره د امريکا يوې سراکري ادارې د سوات د تبسم عدنان د يو نړیوال ایوارډ لپاره نومولې ده. له ټولې نړې څخه نوماند دغه جايزې لپاره ۱۰کسان منتخب شوي دي.
په سوات کې د ښځو لپاره ځانګړې تاڼې کار پیل کړی چې پکې یوازې ښځې پولیسانې دي. چارواکي وايي، په تاڼه کې به د ښځو مسلې هواروي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د سوات په لیرې پرته سیمه کالام کې مشروم ډنډ ته یوازې په څو میاشتو کې تګ شونی وي او دا ځکه چې هغه ځای د کال شاوخوا اته میاشتې په واورو پوښلی وي. سیلانیان وايي، مشروم ډنډ ته تللې لار خامه (کچه) ده خو په ورتګ ارزي. ویډيويي رپورټ.
سوات چې سېلګرۍ یې د ګټې وټې لویه سرچینه ده، په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ او ورپسې سختو سېلاوونو زښته ډېر وځپلی.
نور وښیئ