نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د شنبې په ورځ د خوست د ازادۍ مینې په ساحه کې هغه ۶۸۱ کورنیو ته د کورونو له پاره ځمکې وویشل شوې، چې دوی نهه کاله مخکې د یاد ولایت د ښاروالۍ ریاست څخه د نمرو اسناد ترلاسه کړي ول
د خوست د لکڼو په سیمه کې د زاکوخېلو پر خوړ اوږد پل چې ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري، د نړیوال بانک د یومیلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یوولسو میاشتو په موده کې جوړ او نن د جمعې په ورځ پرانیستل شو.
د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو، روڼ اندو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشری نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماندی نه ملاتړ اعلان کړ.
په خوست کې د پولیسو د اطفايې مرکز له پاره د تاسیساتو ودانیز کارونه، چې یو کال مخکې د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د انجینري ګروپ له خوا د ازادۍ مینې په سیمه کې پیل شوی وو، د نهه نوي نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ او د پنجشنبې ورځې ناوخته ګټه اخیستنې ته وسپارل شول.
که څه هم په وروستۍ یوه لسیزه کې د افغانستان د نورو سیمو په شان په خوست کې هم په ځانګړي ډول د پوهنې په ډګر کې پر مختیاوې رامنځته شوي او په لکونو هلکانو او نجونو ته د زده کړو زمینې برابرې شوي دي، خو بیا هم ډیری زده کوونکي د زده کړو په ډګر کې د کتابونو، د ښوونځیو لپاره د ودانیو او مسلکي ښوونکو د کمښت سره مخامخ دي.
په پکتیا کې د ملي اردو چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د عملیاتو په ترڅ کې پنځه وسلوال وژلي، چې په وژل شویو کې د جمعه ګل په نوم د وسلوالو یو تن قوماندان هم شامل دی.
که څه هم په خوست کې د څو کالونو راهیسې یو موزیم چې دا مهال په کې څلور سوه قلمه بیلابیل لرغوني اثار ساتل کیږي جوړ شوی او سیلانیان یې لیدلوته ورځي. خو بیا دا ځل د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې د لرغونو اثارو ساتنه او د موزیمونو جوړول او پرمختیا يې د کار یوه برخه ده.
د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د سیګۍ لوی پل چې خوست ښار د تڼیو ولسوالۍ سره نښلوي او ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ به ولري د نږدې ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت یې د جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به د یاد ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د ملي پيوستون د برنامې له لارې د څه دپاسه ۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت تر سلو زیاتې کلیوالي پروژې پلي شي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د پنجشنبې ورځې مازدیګر مهال د یاد ولایت د سروضې ولسوالۍ د موساخېلو او مارزکو په سیمو کې د نړیوال پوځي ځواکونو په هوايي برید کې پنځلس وسلوال وژل شوي.
د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په کچه يې د ټاکنو دویم پړاو ته کلک امنیتي تدابیر نیولي او د خوست په ښار او نورو لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې يې د یوې اونۍ راهیسې چاڼیز عملیات ترسره کړي.
د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په درېيو ولسواليو کې به په لومړي ځل ۱۵۰سيمه ييز ښوونځي جوړ شي.
د افغان ملي اردو چارواکي وايي، چې د افغانستان د سویل ختیز زون په پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، میدان ښار او لوګر ولایتونو کې د پیروز په نوم د پیل شویو جګړه ییزو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۱۸ وسلوال وژل شوي او ۲۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د خوست ولایت یو شمېر قومي مشران په ټولیز ډول د حمل د شپاړسمې یا د اپریل د پنځمې په ټاکنو کې د هغو ولایتونو د خلکو ونډه کافي نه بولي، چې د ډیورند کرښې په اوږدوکې پراته دي او د افغانستان د نفوسو دریمه برخه جوړه کړي.
په خوست کې یو شمېر دیني عالمانو او د مدني ټولنې غړو له ټولو افغانانو، اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ د پيښې له ناوري ځپلو کورنیو سره دې مرستې وکړي.
پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د ملي اردو سرتيرو تېره شپه درې بجې د يوې مخامخ نښتې پر مهال د یاد ولايت برمل سرحدي ولسوالۍ کې د دوو بهرنيانو په ګډون يوولسو وسلوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د خوست ولایت د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې دوی په پام کې لري تر څو د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې وهل شوي ځنګلونه بیرته ورغوي.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې د یاد ولایت د ملي امنیت منسوبینو د بیلابیلو عملیاتو په لړ کې څوارلس مشکوک وسلوال له ډېر شمېر وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولي دي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې ملي پولیسو د یوه کمین په ترڅ کې د وسلوالو د یو قوماندان نورمحمد نظام خیل په ګډون پنځه وسلوال وژلي دي.
د غازي امان الله خان خصوصي لیسې مدیر نور احمد وویل، چې نوی ولسمشر باید ملي وحدت تامین او د افغانستان پرمختګ ته پاملرنه ډېره کړي
نور وښیئ