په افغانستان کې د ملي یووالي تامین او د ژبې، سمت او مذهب په نوم د توپیرونو له منځه وړل، د پوهنې او تخصصي زده کړو بهیر ته د پاملرنې ډېرول، د داخلي او بهرني فعال سیاست درلودل، د امنیت ټېنګښت، د اداري فساد مخنیوی او په حکومتي دستګاه کې د ځوانانو د ګمارنې غوښتنې او هیلې د خوست یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو په هغه مناظره کې په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې په ورځ د جګړې او سولې د راپور ورکولو انسټیټوټ له خوا د راتلونکي ولسمشر نه د ځوانانو غوښتنې تر سرلیک لاندې رابلل شوې وه.
یاده مناظره کې چې د خوست تر سلو تنو زیاتو ځوانانو برخه اخیستې وه، په کې په تېرو ټاکنو کې د ځوانانو د ونډې پر څرنګوالي، په نوي حکومت کې د ځوانانو د ونډې د ډېریدو، نوي ولسمشر څخه د ځوانانو د هیلو او غوښتنو، همدرانګه د امنیت د ټینګیدو پر لارو چارو بحثونه وشول.
د غازي امان الله خان خصوصي لیسې مدیر نور احمد وویل، چې نوی ولسمشر باید ملي وحدت تامین او د افغانستان پرمختګ ته پاملرنه ډېره کړي:
((هغه مشکلات چې په تیرو بې ثباتیو کې لکه سمتي، ژبني او نور توپیرونه چې پیدا شوي دي، باید نوی جمهور رئیس يې له منځه یوسي، دویم قدم کې باید ښوونې او روزنې ته ډېره توجه وشي، تر څو د خلکو نه هغه غلطې مفکورې چې د پردو له خوا ورکول کیږي، ترمیم شي او دوی په دې پوۍ شي، چې دا وطن د دوی دی او جوړول يې هم دوی پورې اړه لري.))
د پیرمحمد کاروان د ادبي ټولنې مشر او د نظر خاوند سیدالرحمن ایمان وايي، د نوي ولسمشر کاري ټیم باید ملي وي، ژمن وي او فعال کورنۍ او بهرنۍ سیاست ولري:
((زموږ نوی ولسمشر باید د یو ملي ټیم سره او یو داسې ټیم سره چې هغه په بشپړ ډول سره ملي ارزښتونو او ملي ګټو ته ژمن وي او هغه یو داسې ټیم وي، چې په بهرني سیاست کې او د هېواد په داخلي سیاست کې فعال رول ولري، دا ډول ولسمشر به وکولای شي، چې د هېواد روان بحران ته او زموږ شته مشکلاتو د پای ټکۍ کېږدي.))
د خوست یو تن ځوان د راتلونکي ولسمشر نه غواړي، چې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي او د نوي حکومت په چوکاټ کې ځوانانو ته په مدیریتي چارو کې ونډه ورکړي:
((نوم مې قدرت شاه دی او د دولسم ټولګي زده کوونکې یم، د راتلونکې ولسمشر څخه مو هیلې او غوښتنې زیاتې دي، هیله ده چې هغه به د افغانستان په پرمختګ کې ښه ونډه ترسره کړي، په لومړي قدم کې امنیتي ستونزې او په حکومتي دستګاه کې اداري فساد او تر هغې وروسته په دندو او وظایفو کې د ځوانانو ګمارلو ته توجه وکړي، ځکه ځوان ځوانه انرژي لري او کولای شي په ټولنه کې بدلون راولي.))
د ملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیر سپین روان نورزی وايي، راتلونکی ولسمشر باید په هېواد کې ټولو قومونو او خلکو ته په یو نظر وګوري، او په ځانګړي ډول تخصصي زده کړو ته زمینه برابره کړي، تر څو مو په راتلونکې کې د حکومت چارې د مسلکي او تخصصي ټیم له لوري پر مخ ولاړې شي:
((نوی ولسمشر دې ټول ولسونه که په هر قوم، هره ژبه او هر مذهب پورې اړه ولري، هغو ته په یوه سترګه وګوري، بل د ځوانانو له پاره کاري فرصتونه دي، دا هم د نوي ولسمشر له پاره یوه ننګونه ده، ځکه په دې دولت کې ښايي نوي پوره شوي، خو باید په نوي حکومت کې پوره شي، همدارنګه پوهنې او په ځانګړي ډول تخصصي زده کړو ته ځانګړي پاملرنه وکړي، تر څو موږ او تاسو په راتلونکې کې یوه تخصصي اداره ولرو.))
د یادونې وړ ده په خوست کې د جګړې او سولې د راپور ورکولو انستیټیوت له خوا د ځوانان او ټاکنې ترسرلیک لاندې د عامه پوهاوي یو شمېر برنامې ترسره کیږي، چې د ټاکنو د مرتبطو مسائیلو په تړاو په کې ځوانان په بیلابیلو مسائیلو بحثونه، مناظرې او خبرې اترې ترسره کوي.