نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست ولایت چارواکيو د کوچني اختر په ورځ مشال راډیو ته وویل، چې د کمکي اختر په مراسمو کې د خلکو پراخه ګډون او په یاد ولایت کې شته ډاډمن امنیت دا په ډاګه کړه، چې خوستوال د بل هر وخت په پرتله د دې هېواد ښه او سوله ییز راتلونکې ته هیله من دي.
د پښتو ژبې تکړه او وتلی ملي او ولسي سندرغاړی خیرمحمد خندان د ورپيښې ناورغۍ له کبله تېره شپه د ۶۷ کالونو په عمر د پيښور په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
د خوست ښار منځنۍ کوڅې، سړکونه او جادې د نورو کلونو په شان د ګاډو، موټر سایکلونو او نورو وسایطو پر مخ تړل شوي دي، په دې کوڅو او جادو کې د خوراک، پوښاک او د ماشومانو د لوبو د وسایلو د خرڅانه له پاره ګرځنده ټپرۍ جوړې شوي
د پنجشنبې په ورځ یو شمېر خوستوالو او وزیرستانیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یوه ګډه ناسته کې تیارۍ څرګند کړ، چې د پولي په دواړه غاړو کې پراته قومونه او ولسونه به د سولې او امن په ټینګښت کې د یو بل سره همکاري او ګډې هلې ځلې کوي.
د مشرانو جرګې هغه تحقیقاتي پلاوی، چې په ترکیب کې يې نهه تنه سناتوران شامل ول او خوست ته د کډوالو سره د وسلو د شتون او نه شتون په اړه د تحقیق له پاره تللي ول، د تیرې یکشنبې په ورځ د یادې شورا عمومي مجلس ته په خپل
په خوست کې وزیرستاني او خوستیو قومي مشرانو او دیني عالمانو په یاده سیمه کې د شته ستونزو او مشکلاتو د حل له پاره یوه ګډه جرګګۍ جوړه کړه.
په خوست کې لا هم خلک د بشري حقونو په مسایلو سم نه پوهیږي او فکر کوي د د بشري حقونو د بحث څخه موخه یوازې د ښځو د حقونو تامین او د ښځو له پاره د کار او زده کړو د ښو شرایطو برابرول دي او نارینه د بشري حقونو د مسلې سره کوم تړاو
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې نن د جمعې به ورځ سهار وختي د موسی خېلو د سور کلي په سیمه کې د ملي اردو پر یوه امنیتي پوسته برید شوی، چې په کې ۱۴ وسلوال وژل شوي دي.
د پنجشنبې په ورځ د خوست ولایت قومي مشرانو، د يني عالمانو او خلکو د یوې ناستې د لارې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د سه شنبې ورځې پيښه په سختو ټکو کې وغندله او دا ډول عملونه يې د ټولو منلو ديني او فرهنګي ارزښتونو پر ضد عمل وباله.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو وروسته، چې یاد ولایت ته د وزیرستاني کډوالو راتګ او راکډه کېدل پیل شوي، د کډوالو شمېر نږدې یو نیم لکو ته نږدې شوی دی.
د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې بېګا شپه د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د ډم منګل په سیمه کې د افغان او ایساف ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۷ وسلوال وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی دی.
د دوشنبې او سې شنبې تر منځ د شپې تر پېشلمي (پیشمني) وروسته، ګڼو وسله والو د ځاځي میدان ولسوالۍ د سرحدي پولیسو پر پوسته برید وکړ.
د افغانستان د ملي پوځ ویاند جنرال محمد ظاهر عظیمي تر دې مخکې مشال راډیو ته ویلي ول چې په برید کې ۸۹ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۴۲ کسان ژوبل شوي دي. خو د پکتیکا والي محب الله صمیم مشال راډیو ته وویل، دوی د وژل شویو شمېر مالوم کړی دی او کره شمېر یې ۴۱ دی.
په خوست کې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې(UNHCR) او نړیوال خوراکي پروګرام(WFP) له خوا د وزیرستاني کډوالو سره د مرستو منظم بهیر پیل شو.
وزیرستاني کډوالو کورنیو سره د افغان حکومت د بیلابیلو ادارو له خوا خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوست یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او د رسنیو استازیو د یوې خبري ناستې پر مهال د ولسمشری د دواړو نوماندانو د انتخاباتي ډلو او په ټوله کې پر افغانانو غږ وکړ، چې د ټاکنو د پایلو د اعلان په بهیر کې دې د زغم او حوصلې څخه کار واخلي.
د نادرشاه کوټ ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکي په خپله سیمه کې د ځنو اساسي ستونزو د یادونې تر څنګ وايي، چې تر ټولو ډېر د استنادي دیوالونو، ویالو، کاریزونو او د سربندونو جوړولو ته اړتیا لري.
خوست سوداګر او مدني فعالان له راتلونکې افغان حکومته غواړي، چې د غلام خان بندر ترانزیټ کېدل په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ونیسي.
د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې تېره شپه ناوخته د وسلوالو یوې لس کسیزې ډلې، چې غوښتل يې د یاد ولایت د شکین په سرحدي ولسوالۍ بریدونه وکړي، د ملي امنیت د ادارې د خاصې قطعې د کمین په ترڅ کې يې مخه ونیول شوه.
په یو ولایت او یو ښار کې د پراخو ګمرکي تاسیساتو او تجهیزاتو شتون له یوې خوا د سوداګرۍ د پراختیا له پاره اسانتیاده، بل لوري ته دا د تجارتي ښار په مانا هم دی.
نور وښیئ