نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست ولایت یو شمیر قومي مشران او د مدني ټولنې غړي، د افغانستان له راتلونکي ولسمشره غواړي، چې د دې ولایت علمي، مسلکي او اکاډمیک شخصیتونه حکومت ته جذب کړي او هغوی ته په خپلو مسلکي رشتو کې د خدمت کولو زمینې برابرې کړي.
"په افغانستان کې باید سیاسي ډلې د پخوا په شان د جګړو لاره ونه نیسي، بلکې ټولې ډلې په یوه ملي حکومت کې راټولې شي"
نن ماسپښین نږدې دوه بجې یو ځانمرګی بریدګر چې د خوست د والي د دفتر ودانۍ ته ننوتی وو، مخکې له دې چې په ځان پورې تړلې چاوديدونکي مواد وچوي، د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو.
په خوست کې د کوچیانو یو شمېر ځوانان او تنکي زلمیان وايي، چې په وروستیو کلونو کې د حکومت د لوري د کوچیو ځوانانو او ماشومانو زده کړو او روزنې ته پاملرنه ډېره شوې، چې له کبله يې د دوی د ښې راتلونکې امیدوارۍ ډېرې شوي دي.
مقاله لیکنه، رسامي، ذهني مسابقې او نور علمي او ښوونیز پروګرامونه ځوان نسل په ځانګړي ډول نجونو زده کوونکو ته د دې زمینه برابروي، چې خپل استعدادونه و ازمايي، همدارنګه دا ډول برنامې زده کړو ته د نورو نجونو او هلکانو د هڅونې لامل ګرځي.
د پکتیکا په ولایت کې یو شمېر میشت وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي، چې سر له اوسه دې د راتلونکې ژمي په اړه د کډوالو ستونزو او اړتیاوو ته توجه وشي، دوی وايي پکتیکا سوړ ژمی لري او دوی د پوښاک او سرپناه له پاره پوره امکانات نه لري
د فراغت په مراسمو کې پولیسانو ته د خوست امنیه قوماندان وویل، چې د خلکو د هوساینې او سوکالۍ لپاره دې په ټول قوت کوښښ وکړي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د زراعت مسلکي لیسې ته دوه پوړیزه وداني د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیايي بودجې څخه جوړیږي.
د خوست یو شمېر اوسیدونکي د ولسمشر حامد کرزي د حکومت دیارلس کلنه دوره د افغانستان د خلکو او د دې هېواد د راتلونکې له پاره د لاسته راوړنو او بریاوو ډکه بولي، خو تر څنګ په ځینو برخو کې د ده ستونزې او نیمګړتیاوې هم یادوي.
د خوست شیخ زاید پوهنتون مرستیال اسد تڼي وویل، چې د افغانستان خلک د رای شمېرنې له اوسني حالته او جنجالونو ستړي شوي دي
د پنجشنبې پر ورځ د نوې کرښې په نوم یو مدني بنسټ ((د خدای په امان ولسمشره)) تر سرلیک لاندې د ولسمشر حامد کرزي د دیارلس کلنو کړنو د څیړنې لپاره ناسته وکړه.
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ مشران او اوسیدونکي د روغتیا، پوهنې او بیا رغونې په برخو کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
په خوست ولایت کې یو شمېر زده کوونکو او ښوونکو په یوه غونډه کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۹۵ یمه کالیزه و نمانځله.
غرغښت لیسې ته اوسمهال لمریزه برښنا، مجهز لابراتوار، شنې ساحې، د لوبو میدانونه، مجهز کتابتون او نور امکانات د اکويپ د ادارې له خوا برابر شوي دي، جالبه دا چې د بیدیا او داخل ټول دیوالونه يې د درس د مرتبطو مسائیلو همدارنګه
د خوست ولایت چارواکي په روان کال کې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نویو پرمختيايي پروژو د منظورۍ خبره کوي او وايي، چې په دې پیسو به په لومړي قدم کې په هغه څلورو ولسوالیو کې د خلکو په خوښه پروژې پیل او پلي شي، چې د سولې د ولسوالیو په نوم نومول شوي دي.
افغان چارواکي وايي، چې په تېرو څلریشتو ساعتونو کې د غزني ولایت په اندړو او د میدان وردګو د سیداباد او نرخ ولسوالیو په مربوطاتو کې د ملي اردو د پوځيانو له خوا د بدر په نوم د روانو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ وسلوال وژل شوي دي، چې د لسو وژل شویو وسلوالو جسدونه د ملي اردو سرتیرو لاسته لویدلي دي.
د خوست د نوي هوايي ډګر د ملي پروژې لومړنۍ چارې، چې لس میاشتۍ وړاندې د ۱۵ نیم میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوي، اوس يې یوځل بیا د بیلابیلو لاملونو له کبله په کارونو کې ځنډ او ستونزې پیدا شوي دي.
وزیرستاني اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه (د سې شنبې یا نهې په شپه) د پاکستان د پوځ جیټ الوتکو د وزیرستان اړوند د مزدکو په سیمه کې پر ملکي وګړو بمباري کړې، چې په کې ۱۲ تنه وژل شوي، چې اووه تنه يې ښځې دي.
د خوست شېخ زاید پوهنتون چارواکي وايي، دا چې هر کال د دوی د محصلانو شمېر ډېرېږي، نو که د دې پوهنتون یو شمېر مهمې تدریسي او تخنیکي ستونزې هوارې نه شي، په یاد پوهنتون کې د زده کړو او تحصیل اغېزمنتوب ته به کلک زیان ورسي.
د پکیتکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی دیني عالم مولوي عبدالرحمان نومیده، چې د ملااصغر په کلي کې يې امامت کاوه او د جمعې جومات خطیب هم وو.
نور وښیئ