نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست یو شمېر مدني فعالان او د بیلابیلو شوراګانو استازي وايي، چې افغان کلمه د افغانستان د خلکو هویت او پيژندنه ده او هېچا ته به د دې اجازه ورنکړي، چې د نویو پيژندپاڼو یا تذکرو څخه د افغان کلمه لیرې کړي.
په خوست کې د چرګانونو د فارمونو مالکان وايي، چې په یاد ولایت کې اړوندو حکومتي ادارو او نورو غیر دولتي موسسو د چرګانو تولید، روزنې او بازار موندنې ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.
د پکتیکا د ښاروالی چارواکي وايي، چې د ښار د پراخیتا او په یاد ولایت کې د سوداګریزې پرمختیا له پاره به په نږدې راتلونکې کې د ۶۴ سوداګریزو مارکیټونو له پاره ځمکې وویشي.
نن د چارشنبې پر ورځ ماسپښین درې نیمې بجې په خوست ښار کې د ملي اردو په رینجر ګاډي پسې د سړک د غاړې بمي چاودنه شوې، چې په کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او یو بل تن ټپي شوی دی.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې په خپل سل ورځني کاري پلان کې يې د یو شمېر اساسي پروژو ترسره کول په پام کې نیولي دي.
خوست امنیه قوماندان د یاد ولایت په ګربزو، متون او یو شمېر نورو سیمو په لارو او سړکونو کې د خواوشاه دېرش کړۍ لویو ماینونو د شنډولو او یوه اندازه نورو مهماتو د نیولو خبره هم وکړه
خوست کې شاعران او سندرغاړي يو ځای شوي وو. هم يې شعرونه وويل او هم يې سندرې. دوی وايي په روانو حالاتو کې د سعات تيرۍ پروګرامونه ډېر اهميت لري او بايد چې محلي موسيقي همداسې غږيدلې پاتې شي.
د خوست د بېلابېلو سازمانونو، بنسټونو او شوراګانو غړي همدارنګه ټولنیز شخصیتونه وايي، چې د سولې د بهیر په کامیابولو او د سولې د مفکورې په خورولو کې مدني ټولنې اغېزمنه ونډه اخیستلای شي.
د خوست یو شمېر دیني عالمان او قومي مشران وايي، چې د سولې له بهیر سره د وسلوالو د یو ځای کیدو په کړندود کې ستونزې د دې لامل شوي، چې په لویه کچه وسلوال له دې بهیر سره یو ځای کیدلو ته زړه ښه نه کړي.
د سېشنبې پر ورځ په خوست کې خواوشاه پنځه سوه قومي مشرانو او دیني عالمانو د یوې غونډې په ترڅ کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې له خبرو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
دولتي چارواکي وايي، درې واړه کسان بېګا شپه د ځانګړو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ملي امنیت د سرتیرو له خوا له برمته ګرو وژغورل شول.
د خوست د سولې شورا رئیس مولوي حنیف شاه حسیني وايي، چې په جګړو ستونزې نه حلیږي او نه کوم لوری له دې لارې د ځان له پاره ګټه رسولای شي.
خوست کې که له یوې خوا یو شمېر خلک د خپلو هغو دوستانو او عزیزانو په ویر ناست دي، چې د تېرې یکشنبې په ورځ په یوه خونړۍ پيښه کې مړه او ټپیان شول، بل لوري ته د اختر د لمانځنې له پاره هم په تیاریانو بوخت دي.
د پيښې ډیری قربانیان د خوست ولایتي روغتون ته او یو شمېر هم په خوست ښار کې خصوصي روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د خوست ګمرک مسوولین وايي، چې د غلام خان بندر له تړل کیدو وروسته د دې ولایت د ګمرکي عوایدو کچه ټیټه شوې او په فرعي لارو د مالونو د لیږد له کبله د عوایدو د یوې برخې فرار ته هم زمینه برابره شوې ده.
په خوست کې یو شمېر مدني فعالانو په نشو د روږدیدونکو کسانو د ډېریدو د مخنیوي له پاره د کلیو، حجرو، جمو او جوماتونو په کچه د عامه پوهاوي کمپاین پیل کړ.
د پکتیکا په مرکز او دریو ولسوالیو کې یوولسو هغه ښوونځيو ته چې ودانۍلري، خو راچاپیرې احاطې او دیوالونه نه لري، د نړیوال بانک د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت به د پنځو میاشتو په موده کې احاطې جوړې شي.
په هالنډ هېواد کې د ننګ په نوم د افغان محصلانو د یوې خیریه ټولنې غړو د روژې میاشتې په درناوي په خوست کې سلو بې وزلو او غریبو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د خوست ولایت چارواکي وايي، چې د ځوانانو له پاره د کاري فرصتونو نه شتون، نالوستوب، خپلو اولادونو ته د کورنیو نه پاملرنه، غریبي او نورې ټولنیزې ناخوالې د دې لامل شوي، چې د ځوانانو د پام وړ برخه نشو ته مخه کړي.
نن د شنبې پر ورځ په خوست کې د څړبني په نوم نوی پل چې د خوست ښار د ازادۍ مینې حلقوي سړک له اداري کمپلیکس، ولایتي روغتون او د کابل له عمومي سړک سره نښلوي، د نړیوال بانک د نږدې اولس میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نور وښیئ