نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د مې پر ۱۶مه مازدیګر نېږدې پېنځه بجې د خوست ښار اداري کمپلیکس په سیمه کې جمهوریت دروازې سره نېږدې دوې چاودنې وشوې، چې د خوست د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ګډون ۵ کسان په کې ټپیان شوي دي.
د خوست چارواکي وايي، د ملي امنیت ځواکونو لخوا په دې وروستیو کې ۲۰ کسان د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي، چې ډېر ژر به عدلي او قضايي ادارو ته وروپېژندل شي.
د مې پر ۱۲مه له مازدیګر وروسته د خوست لسګونو اوسېدونکو او ځوانانو په دې ورځ په کابل او ننګرهار کې په ولسي وګړو بریدونه وغندل.
غني د سې شنبې پر ورځ ولس ته په وینا کې طالبان او اسلامي دولت ډله د کابل او ننګرهار په بریدونو تورن کړل او ویې ویل چې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته
د مې پر اتمه د خوست امنیه قوماندان جنرال سید احمد بابازي جنازه چې د جمعې په شپه د یاد ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند د خواجه رحیم په سیمه کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو،
د مې پر پنځمه مازدیګر د خوست په ګلان کېمپ کې مېشتو سلګونه وزیرستانیو او ځايي خلکو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ سردار عارف وزیر د وژنې خلاف لاریون وکړ.
د مې پر پنځمه مازدیګر د خوست په ګلان کېمپ کې مېشتو سلګونه وزیرستانیو او ځايي خلکو او د خیبر پښتونخوا په سوات کې سیاسي فعالانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ سردار عارف وزیر د وژنې خلاف لاریون وکړ.
د خوست مدني فعالان او د رسنیو استازي غوښتنه کوي، چې پدې ولایت کې د کورونا وایرس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجه باید د اړتیا پر اساس په شفاف ډول ولګول شي.
د افغانستان په پکتیا کې د افغان ځواکونو چارواکي وایي، تېره شپه ناوخته د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپي شوي دي.
په خوست کې د کورونا وایرس د شپږ مثبتو پېښو تر ثبت وروسته له دریو ورځو راهیسې خوست ښار قرنطین شوی او نن د اپریل پر ۲۹مه هم ښار تړلی دی. بل لوري ته یو شمېر کسان چې له دې ښاره د لاس مزدوري کوي وايي، حکومت دې یا ښار پرانیزي او یا دې له دوی سره مرستې وکړي.
د خوست ښاریان وايي، چې د روژې میاشتې په رارسیدو د خوراکي توکو او ترکاریو بیې تر دې لوړې شوي، چې ډېر خلک يې د پېریدلو توان نه لري.
د اپرېل پر ۲۲مه، په خوست کې یوې نوې خیریه ټولنې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره له ټولبنده اغېزمنو شویو خلکو ته خوراکي مرستې ورکړې دي. د روانو حالاتو له وجې په خوست کې یو شمېر نورې نوې خیریه ټولنې هم جوړې شوې دي چې له خلکو سره د مرستو هڅې کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د اپرېل پر ۲۱مه په خوست کې د والي پر کاروان بمي برید وشو چې محمد حلیم فدايي ورڅخه روغ ووت خو پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان ژوبل شول.
د اپرېل په ۲۱مه د خوست ولايت والي حليم فدايي پر موټرو بريد وشو. هغه په دې حمله کې بچ دی خو لس ملګي وګړي او دوه سرتيري پکې زخميان شوي دي. په دې اړه د نجیب الله الوخېل راپور وګورئ.
نن[د اپرېل پر ۲۱مه ] د سهار ۱۰بجې د خوست والي پر موټر کاروان په موټر بم برید کې دوه پوځیان او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل او لمن ولسوالیو کې میشت وزیرستاني کډوال وايي، د ښارونو د قرنطین کیدو په شپو ورځو کې يې ستونزې ډېرې شوې دي.
د پکتیکا د مرکز ښرنې په عمومي چوک کې د امنیتي پيښو د ډېریدو په خلاف ولسي لاریون نن دوهمې ورځې ته وغځید.
د اپرېل پر ۱۶مه د خوست یو شمېر ځوانو رضاء کارو د دې ولایت په اسماعیل خېلو مندوزیو، ګربزو او موساخېلو ولسوالیو کې د کورونا وایرس په اړه د عامه پوهاوي لس ورځنۍ پروګرام پیل کړ.
د خوست چارواکو د اپرېل پر ۱۴مه په ښار کې د جراثیمو (مېکروب) وژلو دوا پاشلې چې موخه یې د کورونا وایرس خپرېدو مخه نیول دي. په عین وخت کې، پر دې سربېره چې حکومت خلکو ته په کور کې د پاتې کېدو ویلي، په خوست ښار کې ګڼه ګوڼه وي. تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.
په خوست کې فعالانو له هغو بېوزله کسانو سره د مرستو لپاره کیمپېن پیل کړی چې د کورونا وایرس د مخنیوي په موخه له ټولبنده اغېزمن شوي او بې کاره شوي دي.
نور وښیئ