نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
دوی وايي، حکومت دې، د ټیکاو او سرتاسري سولې لپاره د نورو لارو چارو پر ځای د قومونو پر یووالي کار وکړي او هغوی دې په اعتماد کې واخلي.
خوستي ماشومان خپلو هیلو او امیدونو ته د رسیدو لپاره د جګړې د بندیدو د او سولې د ټېنګښت غوښتنه کوي. دوی وايي، غواړي په راتلونکې کې ډاکټران، انجینران، ښوونکي او د ټولنې مخکښان شي، تر څو لدې لارې افغانستان اباد او خپل خلک د نورو هېوادونو له احتیاجیو خلاص کړي.
دوی وايي، غواړي په راتلونکې کې ډاکټران، انجینران، ښوونکي او د ټولنې مخکښان شي، تر څو لدې لارې افغانستان اباد او خپل خلک د نورو هېوادونو له احتیاجیو خلاص کړي.
د نومبر پر ۲۵مه د خوست امنیه قوماندان پاسوال داود امین مشال راډیو ته وویل، په اوس وخت کې خوست ښار ته نږدې ټول داخلیدونکي خلک د پولیسو لخوا کنټرول او تلاشي کیږي.
خوستۍ مدني فعالانې او د ولایتي شورا غړې وايي، د ښځو وهل ټکول، دوی ته د زده کړو او کارکولو په برخو کې کلتوري محدودیتونه، په کورنیو کې د جینۍ او هلک تر منځ توپیري چلند او د پلار په میراث کې ښځو ته حق نه ورکول پدې ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له بیلګو څخه دي.
د افغانستان په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو د دته خېل قبیلې مشران او ځوانان د پاکستان له حکومته غواړي چې د دوی په نشتون کې دې د پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې دته خېلو بازار ته د رسیدلو زیانونو سروې نه کیږي.
افغانان له جګړو ستړي دي او سوله غواړي، که د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د سولې همیشنیو ژمنو ته صادق وي، خپله رښتینولي دې په عمل کې ثابته کړي. عبدالجبار
د لوګر اوسیدونکي وايي، له دې مخکې د کلیوالي لارو د خرابوالي او د کرنې لپاره د اساسي اوبو د نشتون له کبله ګڼو مشکلو سره مخامخ ول، چې اوس یادې ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي.
په پکتیا ولایت کې د ګردېز بالاحصار ودانۍ په اړه ویل کېږي چې له میلاده ۳۲۸ کاله مخکې سکندر مقدوني پر اسیايي هېوادونو د حملو پر مهال د خپلو لښکرو ساتنې لپاره جوړه کړې وه.
په خوست کې د شمالي وزیرستان کډوال وايي، د مرستو د کمېدو له وجه یې ژوند تر بل هر وخت زیات ګران شوی دی. دوی وايي، دا یې په ګلان کیمپ کې اووم ژمی دی او ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتېږي. چارواکي وايي، له نړیوالو ادارو څخه د وزیرستانیو کډوالو لپاره د مرستو اخیستو هڅې کوي. ویډیويي رپورټ.
مهمند کټوازی چې د تورن جنرالی پوځي رتبه لري، په تېرو نږدې پنځو لسیزو کې يې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د قول اردو د قوماندانۍ تر کچې مهمې پوځي دندې ترسره کړي دي.
د پکتیا پوهنتون نجونو او ځوانانو لاسونو کې په نیول شویو شعارونو لیکل شوي ول، موږ مه وژنئ، افغان وژنه نوره بس کړئ، زموږ د ټولو غوښتنه سوله ده
د خوست سوداګر وايي، د هوايي پروازونو کمښت له وجې نورو هېوادونو ته د زڼغوځیو په لېږد کې له ستونزو سره مخامخ دي. دوی اندېښنه ښيي چې که پر وخت برامد ونشي نو د زڼغوځیو کیفیت کمېږي او مالي زیان به وویني. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۲مو صنفونو څخه فارغو شویو زده کوونکیو له حکومته غوښتنه وکړه چې د کانکور د ازموینو لپاره دې ورته د ځانګړو کورسونو زمینه برابره کړي. د هغوی وینا وه چې د کانکور ازموینې کال په کال سختېږي او زده کوونکي اړ دي چې ښوونیز پروګرامونه وڅاري او ځانونه امتحان ته اماده کړي.
د خوست یوې امنیتي سرچینې چې نه يې غوښتل، نوم يې خپور شي مشال راډیو ته وویل، چې پېښه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د خوست-ګردیز په عمومي سړک شوې ده.
دوی وویل، نوموړي د خپلې واکمنۍ په اولو وختونو کې یو شمېر هغه مهم ګوندي کسان له ندو ګوښه کړل، چې سخت دریځه وو، خپل مخالف لوري سره يې سوله نه منله او یوازې د حاکم ګوند د واکمنۍ پر دوام يې ټېنګار لاره.
د خوست په ګلان کېمپ کې مېشت وزیرستاني کډوال وايي، له دوی سره د مرستو کمښت یې ستونزې ډېرې کړې دي. هغوی غوښتنه کوي چې د راتلونکي ژمي لپاره دې ورسره د خوارک، پوښاک او سونګ توکو د مرستو تابيا وشي.
د ښځو چارو رئیسه شافعه نورزۍ وايي، دوی داسې سوله غواړي چې په هغه کې د ټولو افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقوق خوندي وي.
نور وښیئ