نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوست په محبس کې تر دې وخته ۹۲ کسان په بند کې وو، چې د پلاوي د ارزونې وروسته يې نږدې نیمايي کسان خوشي شول.
په خوست کې د پوهنتونونو ښځینه زده کوونکي د لوړو زده کړو وزارت لخوا د حکومتي پوهنتونونو د بیا پیلېدو اعلان ته خوشحاله دي او وايي، نور باید د دوی د زده کړو وخت ضایع نه شي.
خبریالان وايي، رسنۍ په افغانستان کې د وروستیو ۲۰ کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه دي او که اقتصادي ستونزې يې حل نه شي، ښاييله فعاليته ولويږي.
د جنوري پر ۲۵مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو لويې کمیشنرۍ UNHCR په خوست کې پر نېږدې ۳۰۰ غریبو کورنیو د ژمنیو توکیو د رانیولو لپاره نغدې مرستې وېشلې دي. نور حال په دې ویډیو راپور کې.
د مسوولانو په وینا، یادې کورنۍ د سپيرې او تڼیو ولسوالیو همدارنګه د مرکز اړوند سیمو څخه انتخاب شوې او هرې کورنۍ ته (۲۶۵) امریکايي ډالر په نقدي ډول ورکول شول.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونيسېف په خوست کې پر لسګونو یتیمانو او بېوزله ماشومانو د ژمنیو توکو مرسته ووېشله. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په روان ژمي کې ۲۳ میلیونه افغانان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په دې اړه نجیب الله الوخیل ویډیويي راپور لري.
د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې یادې ولسوالۍ ته غځيدلی سړک چې خوست او پکتیکا ولایتونه هم سره نښلوي، په اساسي ډول ورغول شي.
په خوست کې د رسنیو استازي او خبریالان وايي، د رسنیو د مالي سرچینو کموالۍ، د رسنیو لپاره د واضحې خپرنیزې تګلارې نشتون او پر وخت مالوماتو ته، نه لاسرسۍ د دوی له ستونزو څخه دي. دوی زیاتوي، که مسوولې ملي او نړیوالې ادارې ورته پام ونه کړي، ممکن یو شمېر رسنۍ وتړل شي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د افغانستان په دې ولایت کې د یو شمېر ملي او نړیوالو رسنیو تر څنګ ۱۴ سیمه ییزې راډيوګانې ۴ تلویزیونونه او ۱۷ مهالنۍ چاپي رسنۍ په فعالیت بوختې دي. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د چاپي رسنیو د نویو ګڼو خپریدل نه دي ترسترګو شوي.
د خوست ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د بایو میټریک او پاسپورټ ورکولو بهیر دې ورته چټک کړل شي. په افغانستان کې تر هغه وروسته د خلکو لخوا د پاسپورټ اخېستلو بهیر ډېر شو، چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې طالبانو حکومت ونیو او ډېری خلک بې کاره شول. نور حال په دې ويډیويي راپور کې.
په خوست کې یو هنرمند په یوه کور کې د خپلو هنري اثارو کتنځی جوړ کړی او پکې یې لسګونه لرغوني توکي هم نندارې ته ایښي دي. د کتنځي مسوول اسماعیل ځدراڼ وايي، دا اثار یې په تېرو ۳۰ کلونو کې جوړ کړي دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست تر انتظام لاندې مشاعره جوړه شوې وه چې د فرهنګیانو او شاعرانو په ګډون ځينو طالب چارواکو هم برخه پکې اخيستې وه. په مشاعره کې طالب چارواکو له فرهنګیانو وغوښتل چې په خپلو شعرونو او لیکنو کې افغانانو ته د یووالي او ورورۍ پیغامونه ورکړي. نور حال د نجیب الله ا
د خوست اوسېدونکي وايي، په هغه ولایت کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ځانګړی روغتون اکسیجن او درمل نه لري. دوی له مشال راډیو سره په خبرو کې غوښتنه وکړه چې په ۲۰ بستریز روغتون کې دې نیمګړتیاوې پوره کړي ځکه چې په وروستیو کې په سیمه کې د کورونا وایرس پېښې زیاتې شوې دي. ویډیويي رپورټ.
د خوست روغتیايي مسوولین د مشکلاتو د هواري ډاډ ورکوي. د ولایتي او تخصصي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار وايي، کوشش کوي چې ژر ستونزې حل کړي.
د افغانستان په خوست کې د ترکیې هېواد د یو خیریه بنسټ لخوا د تېر نظام او د طالبانو په لیکو کې د وژل شویو کسانو یتیمانو ته نقدي او د ژمنیو توکو مرستې ورکړل شوې.
د خوست سوداګر غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت دې له هېواده د زڼغوځیو د برامد لارې چارې پیدا کړي. دوی وايي، که په وخت یې زڼغوځي چین، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادر نه کړل نو خرابېږي او په مېلیونونو افغانۍ زیان به ورورسېږي. د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د هغه هېواد نړیوال
په افغانستان کې له پخوا راهیسې په خصوصي او حکومتي سکټور کې د نوي ښوونیز کال د تیاري په خاطر ژمني کورسونه جوړېږي او نجونې او هلکان پکې زده کړې کوي.
په خوست کې د کډوالو چارو ادارې د سیمه ییز دفتر مشر محمداسحاق افغان مشال راډیو ته وویل، په دې ولایت کې د دوی او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو لخوا ۲ زره بې وزله کورنیو ته د نقدي مرستو د وېش پروګرام موجود دی.
نور وښیئ