نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر پر حالاتو رپورټونه جوړوي.
د خوستیو لادرکه شویو د کورنیو غړي وايي، له شاوخوا لسو ورځو راهیسې يې له خپلو مساپرو سره اړیکې پرې شوي او دا چې هغه سیمو کې سختې واورې او ساړه وي، د خپلو مساپرو د ژوند په اړه سخت انديښمن دي.
د افغانستان په خوست کې له يو شخصي ښوونځي فارغ شوي زده کوونکي وايي، ورته معلومه ده چې اوسمهال کاري موقعې کمې او ستونزې ډېرې دي خو د راتلونکې د روښانولو هيله لري. دوی وايي، ستونزې که هر څومره ډېرې وي، همت بايد و نه بایلي. ویډیويي رپورټ.
په خوست کې د لوړو او نیمه لوړو روغتیايي زده کړو د ادارو ښځینه او نارینه فارغان غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کار او زده کړو وړ شرایط برابر شي.ځايي چارواکي د فارغانو غوښتنې پر ځای بولي او وايي دوی به هڅه وکړي چې د طبي زده کړو فارغانو ته په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د کار کولو زمینې برابرې شي. .
په خوست کې دا مهال د حکومتي ښوونځیو سربېره ۱۲۹ شخصي ښوونځي هم فعالیت لري. په هغو ښوونځیو کې د ۱۵۳۰ نجونو په ګډون نږدې ۳۲۰۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
په خوست کې یو شمیر وزیرستیاني کډوال شکایت کوي چې د ژمنیو نقدي مرستو له فهرستونو څخه يې نومونه ایستل شوي دي. دوی مشال راډيو ته وویل که مرستې ورنکړل شي، نو په روان ژمي کې به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.
د افغانستان د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په دښته کې د یوشمېر دودیزو او پخوانیو لوبو مېله شوې ده. منتظمین وايي، د مېلې له لارې د پلرونو او نیکونو د وختونو پخوانۍ او سیمه ییزې لوبې بیا ژوندي کول غواړي. ویډیويي رپورټ.
په تڼیو کې د ډېسېمبر پر نهمه جوړه شوې دې ورزشي میله کې د ځوانانو لخوا د نیزه وهنې، خوسۍ، چارمغز ګټلو، تېږه اچونې، کبړي، موټرسایکل ځغلونې او د اوسني عصر یو شمېر رزمي لوبې ترسره شوې.
د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۲۲مه نېټه سختې زلزلې د خوست او پکتیکا یوشمېر سیمې لړزولې وې، چې پکې تر ټولو زیاته مرګژوبله او زیان د پکتیکا د ګیان او برمل اوسېدونکو ته اوښتی وو.
په خوست کې د طالبانو د حکومت چارواکو څو ورځې مخکې ویلي ول چې نویو فارغو شویو کسانو ته د کار موقعې پیدا کوي او د حکومتي ادارو پر تشو څوکیو به ورته په ګومارنو کې لومړیتوب ورکړي.
د خوست پوهنتون او په دې ولایت کې د لوړو زدکړو د نورو موسسو نوي فارغان غوښتنه کوي چې دوی ته دې له خپلو مسلکونو سره برابرې دندې ورکړل شي. دوی وايي، که چیرې د ځوانانو پر خپل راتلونکی باور پیدا شي او کاري فرصتونه ورته برابر شي، هغوی به په غیر قانوني او قاچاقي لارو نورو هیوادونو تګ ته زړه ښه نه کړي.
د پښتو ژبې نوموتي شاعر او لیکوال پیرمحمد کاروان وویل، په پښتو کې د ساینس او ټکنالوژۍ برخې ته ژباړې شوي، خو لا ډېر کار ته اړتیا ده، چې دا پرمختګونه زموږ د ژوند د غوړیدو لامل شي.
د سیمې اوسېدونکو دا څرګندونې د نومبر پر ۲۲مه تر هغې وروسته وکړې چې د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسلواله نښته وکړه چې پکې دواړو غاړو ته مرګژوبله واوښته.
په خوست د افغانستان د شپږو ولایتونو د لوبډلو ترمینځ د سانګې یا نېزې وهلو سیالۍ شوې دي. د نومبر ۱۷مې سیالۍ د وزلوبې ملي فېډرېشن په نوښت جوړې شوې وې چې موخه یې د نېزې وهنې لوبې ته وده ورکول دي. ویډیويي رپورټ.
اټکل شوی چې د دې پله پر جوړولو به ۲۷ نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د جوړولو چارې به یې په یوه کال کې سر ته ورسېږي.
د خوست په موساخېلو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په مینځګړتوب د دوو کورنیو ترمینځ د شپږو لسیزو دښمني په دوستۍ بدله شوې ده. قومي مشرانو مشال راډیو ته وویل، په دې لړ کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي. په وروستیو کې په خوست کې یوشمېر پخوانۍ دښمنۍ د ولسي مشرانو په مرسته پای ته رسېدلې دي. ویډیويي رپورټ.
د خوست ښار د شپږو ناحیو د کرېکټ لوبډلو تر منځ د ۱۰ اوریز جام سیالۍ چې یوه اونۍ يې دوام وکړ، پای ته ورسیدې. د خوست ښاروالۍ چارواکو وویل، دوی غواړي د دا ډول سرګرمیو له لارې خلک په دې پوه کړي چې ښار د ټولو ګډ کور دی، نو پاک ساتلو، رغولو او د تنظیم په برخو کې
ځايي خلک دې کار ته خوښ دي او غوښتنه کوي، چې د نجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره دې مسلکي ښځينه او نارینه ښوونکي هم په دندو وګمارل شي.
د والیبال د دې ټورنامینټ د لوبو د کتلو لپاره هره ورځ د خوست د لرې او نږدې سیمو سلګونه کسان ورتلل او تر ناوخته به د لوبو نندارې ته ناست ول.
نور وښیئ