منور شاه له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.
د عراق د کورواکه کردستان سیمې شېلان کمال وايي ښځو ته په کار دي چې د سینګار تر څنګ د خپل وجود د قوي ساتلو لپاره هم ورزش وکړي. نوموړې وايي، د بدني روزنې ورزش ورته د ځواکمنتیا احساس ورکوي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د افغانستان د غزني ولایت کروندګر او باغوانان وايي د تیرو کلونو پرتله یې سږکال حاصلات ډېر خو ګټه يې کمه ده ځکه چې د تازه مېوو لپاره یې نېږدې او لوی بازار پاکستان دی او د دغه هېواد د ک
د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو په مرکزونو کې لسګونه ایرانیانو د مهسا امیني د لومړي تلین په مناسبت مظاهرې کړې دي او په ایران کې یې د ښځو د حقونو غوښتنه کړې ده. ۲۲ کلنه مهسا امیني د ګشت ارشاد په نوم پولیسو د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه چې د هغوی په حراست کې بېهوښه شوې وه.
په يورپ کې د لټانو مقابله
د لیبیا یو اوسېدونکی د خپلې خوښې لوبډلې د هڅونې او ډاډګېرنې لپاره خپل ساتلي ماران د لوبې میدان ته وړي. صالحین بومختاده وايي د لوبو میدان ته یوازې هغه ماران وړي چې غاښونه یې ترې ویستلي وي. نوموړی زیاتوي چې د مارانو ساتنې دې شوق یو وار تر مرګه هم رسولی وو. دا راز د ځنا
د بوسنیا په موستار ښار کې له یوه پخواني پله څخه د ټوپ وهلو نړیوالې سیالۍ شوې دي چې پکې ۱۲ ښځو او ۱۲ سړیو برخه اخیستې ده. د ښځو سیالي کاناډایۍ او د سړیو هغه هسپانیوي لوبغاړي ګټلې ده. د سیالیو برخوالو ویلي دي چې د موستار له پله څخه د ټوپوهنې احساس جلا دی. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.
جینیفر بیلاک په نامه دا مېرمن وايي په دې طریقه د نصیب معلومولو طریقه له پېړیو راهیسې روانه ده او دې هم په څو کلونو کې زده کړې ده. نوموړې زیاتوي چې ځینې وخت د هغې وړاندوینې سمې هم خېژي. په دې هکله نور تفصیل د رویټرز اژانس په دې ویډيويي راپور کې
د اګست په ۱۲مه د فرانسې او برتانیا ترمنځ په سمندر کې د غیر قانوني کډوالو کشتۍ ډوبه شوې وه چې پکې شپږ کسان مړه شوي وو. خو په دغه کشتۍ سپاره زیاتره کډوال برتانوي او فرانسوي ساحلي ځواکونو ژغورلي دي. ۲۲ کلن افغان ادریس خان هم په ژغورل شویو کډوالو کې شامل دی. هغه وايي د کشتۍ
د کرغېزستان په سېلانۍ سیمه چنکورچک کې هر کال د اګست په میاشت کې د کومیس ځانګړې مېله کېږي. کرغېزیان کومیس د اسپو شومبلو ته وايي او دا خپل ملي څښاک یا مشروب بولي. دوی ادعا کوي چې کومیس د صحت لپاره ډیر ګټور دی خو په دې اړه کوم ساینسي ثبوت
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار پر محدودیتونو سربېره په شمال ختیز بدخشان ولایت کې یوشمېر نجونو او ښځو د بې کاره کښېناستو پر ځای د هنرونو، مسلکونو یا حرفو زده کړو او د وړو کاروبارونو پیلولو ته مخه کړې ده. ویډیويي رپورټ.
په عراق کې د ښځو د خپلواکۍ او ځواکمنتیا لپاره کارکوونکی ناحکومتي سازمان وايي، د اکثرو عربي هېوادونو په څېر په عراق کې هم خلک محافظه کاره دي چې له کبله یې ځینې مسلکونه د سړیو لپاره ځانګړي بلل کېږي. خو پر دې سربېره په بغداد کې یوه ښځه د ترکاڼۍ یا نجارۍ کار کوي.
د لبنان په بقاع دره کې د ګلابونو پراخ باغونه دي چې مالکان یې له ګلونو عرق جوړوي. هغوی وايي په سیمه کې يې دا کرونده له پېړیو راهیسې کېږي. د هغوی په وینا د دې سیمې د ګلابو عرق په ټولې عربۍ نړۍ کې مشهور دی چې په داروګانو، خوړو او سینګار توکو کې کارول کېږي.
که څه هم د ازبکستان په فرغانه دره کې د تنورو جوړولو کسب د سړیو کار ګڼل کېږي خو ۵۹ کلنه اولماخان بیا په دې کسب کې ځان له سړیو شاته نه بولي. نوموړې وايي دا کسب یې له خپل سخر په داسې حال کې زده کړی چې هغه خپلو لوڼو او نږېندو ته د دې کار کولو اجازه نه ورکوله. اولما خان بې وزلو ته وړیا تنورونه هم جوړوي..
د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو شاوخوا دوه ميليونه مسلمانانو د حج مراسم ترسره کړل چې د پاکستان حکومت په وينا، پکې ۱۷۹ زره پاکستانيان هم دي.
ممتاز زهره بلوڅ د جون پر ۲۲مه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال وويل چې په دې لړ کې د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري لا د وړاندې دریځ څرګند کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير او د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وایي له بهرنۍ تګلارې سره سم یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرې پیل کړې دي.
په ۲۰۱۴ز کال کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د عراق د کردستان په سنجار سیمه کې پر یزیدیانو برید وکړ چې پکې سلګونه تنه ووژل شول او تر ۶،۰۰۰ زیات یې له ځان سره یوړل. روانه میاشت د شپږو یزیدیو نجونو خپلو کورونو ته د ستنېدو په اړه د اسوشيېټېډ پرېس او رویټرز اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
یوشمېر شنوکي او د چارو پوهان په دفاعي بودیجه کې د اضافې پر وړاندې نیوکې کوي او وايي، حکومت ته په کار ول چې تعلیمي بودیجه یې زیاته کړې وای. خو ځینې نور بیا وايي چې په دفاعي بودیجه کې اضافه د پاکستان مجبوري ده.
د هند په حیدراباد ښار کې هر کال د "مچلي پرسادم" په نوم یوه مېله کېږي چې پکې په تنفسي ناروغیو اخته کسانو ته واړه ژوندي ماهیان (کبان) ورکول کېږي. دا دودیز علاج د باتیني نومې کورنۍ خلک له تېرو ۱۷۷ کلونو راهیسې په وړیا توګه کوي.
د کاناډا د برېټېش کولمبیا ایالت په کاسلو سیمه کې هر کال یوه مېله کېږي چې پکې د ځنګلونو ونو وهونکو او د لرګیو کاروباریانو ترمینځ بېلابېلې سیالۍ کېږي. سږ کال هغه مېله د مې پر ۲۱مه شوې چې په اړه یې تفصیل د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې وړاندې کوو.
نور وښیئ