ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.
د کان کېندونکيو د اتحاديې مشر علي باش خان وايي چې څلور واړه کان کېندونکي د خیبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي دي.
د ځايي پوليسو په وينا، دوی ته خبر ورکړل شو چې د يو ځايي تن نادر خان د کور په يوه کوټه کې د ګېس جمع کېدو له کبله د هغه په ګډون د نوموړي مېرمن او څلور ماشومان مړه شوي دي.
یاده دې وي چې پوليسوال ساجد په ډل بهزادي سيمه کې د اتوار ورځې په سهار د ګوزڼ ډلې بدرګه کوله چې د ناڅرګندو وسله والو د برید ښکار شو.
د شانګلې سيمې زېد رحمان مشال راډيو ته وويل چې په يادو مړو کې پنځه د دوی د کورنۍ غړي دي.
د ماشومې پلار نويد اقبال ویلي لور يې يوه ورځ وړاندې ماځیګر له کوره بې درکه شوې وه چې وروسته يې په رياض شهيد تاڼه کې رپورټ هم درج کړل شو.
د خيبر پښتونخوا د ډېره اسماعيل خان سيند پر غاړه په يوه جونګړه کې اوسېدونکې اته کلنې نجمې به له خلکو خير غوښت، خو اوس د سوهېلي وزيرستان يو ځوان ورته ښوونځی پرانيستی چې د نجمې غوندې ۶۴ ماشومان درس پکې وايي. دغه ماشومان اوس په بازارونو کې د خير غوښتلو پر ځای په ښوونځي کې په درسونو بوخت دي.
په نيولیو کې د جميعت علمای اسلام يو سیاستوال او پخوانی ضلعې ناظم رحمت سلام خټک هم شامل دی.
د خېبر پښتونخوا په کرک ضلعه کې ځينو ښځو له دې امله احتجاج کړی چې په وينا یې د حکومت د احساس پروګرام لاندې ورته پېسې په وخت نه ورکول کېږي.
بلخوا جميعت علمااسلام ګوند د پېښې غندنه کړې او د سېپټېمبر پر ۱۹مه يې ټول ګونديز کانفرانس بللو اعلان کړی.
د پوهنتون يو زده کوونکی جمال اپرېدي مشال راډیو ته وويل چې دوی ته ويل شوي ول چې انلاين ازموينې لپاره تياري وکړي خو يوه اوونۍ وړاندې يې زده کوونکو ته د تحريري ازموينو خبر ورکړل شو کلاسونه انلاين شوي او اوس د پوهنتون انتظاميه فزيکل امتحان اخيستل غواړي.
د کوهاټ ډويژن جرګې له خوا اعلان شوي احتجاجي ناسته رنګين اباد چوک په مقام دوام لري.
د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې د وسله والو په بريد کې وژل شوی اېس ايچ او د مې پر۲۳مه خاورو ته وسپارل شو.
کوهاټ کې د سيول ډيفنس يا ملکي دفاع تنظيم کار دره ادم خېلو ته هم غځولې شوې ده او هلته له تنظيم سره ۱۰۰ زياتو رضاکارانو خپل نومونه ثبت کړي
د خېبر پښتونخوا د بابري کاټن ملز يا د پنبې کارخانې سلګونو مزدورانو د خپلو تنخاګانو لپاره د مې پر ۱۵مه احتجاج کړی او د کارخانې مخې ته یې سړک تړلی وو.
د کورونا وایرس له وجې د نورو ښارونو ترڅنګ په کواټ ښار کې هم افغان کډوال د ستونزو ښکار دي په دغه ښار کې د اپرېل پر لومړۍ یوه خیریه بنسټ پر افغان کډوالو خواړه ووېشل. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د روغتيا نړيوالې ادارې تر مخه دوه ماشومان د خيبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه او دوه په سيند صوبه کې ګوزڼ وهلي دي.
د چين په ووهان پوهنتون کې د نورو تر څنګ د خیبر پښتونخوا یو شمېر زده کوونکي هم بند پاتې دي.
نور وښیئ