ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي.
د خېبر پښتونخوا ګورنر شا فرمان وايي د ترهګرۍ پېښو کې د نښه شویو کسانو له کورنیو سره به لازمې مرستې کوي. بل خوا د قامي اسمبلۍ غړی جواد حسين وايي، د اوکزو پېښه کې د وژلو شویو کسانو کورنیو ته به لس لس لکه او د سختو ژوبلو شویو کسانو کورنیو ته به پنځه پنځه لکه معاوضه ورکول کېږي.
د کواټ په خټک کالونۍ کې شاوخوا ۳۰۰ زده کوونکي په یوه خالي پلاټ کې زده کړې کوي چې پکې یوازې دوه کوټې دي. زده کوونکي او استادان وايي، د دې له کبله یې زده کړې اغېزمنې شوې دي. د استادانو په خبره، اوسنۍ وداني یې هم په کرایه اخیستې. دوی له چارواکو غوښتنه کوي چې دې مسلې ته پام وکړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.