مليحه اميرزاده د پاکستان، افغانستان او د سيمي په اړه راپورونه جوړوي. هغه د سروې په نوم د اوونیزې خپرونې کوربنه ده. په خپرونه کې له نجونو او ښځو سره د هغوی پر لاس ته راوړنو او بریاوو خبرې کېږي. سروې خپرونه پر فېسبوک او یوټیوب په ویډیويي بڼه ژوندۍ او په راډیو په ثبت شوې بڼه خپرېږي.
هر کال د اکتوبر پر ۱۵مه د دغه نړیوالې ورځې لمانځلو مقصد په زراعتو او د کلیوالو سیمو پرمختګ، د خوړو خوندیتوب ښه کولو او په کلیوالو سیمو کې غربت له منځه وړلو کې د ښځو رول او ونډې پېژندنه ده.
یونېسېف روان کال د "ماشومې نجونې د نړیوالې ورځې" په مناسبت د خپل کمپاین توجه هم دې ته ګرځولی ده چې په ډېجیټل دور کې نجونه انټرنېټ او ډېجیټل وسیلو ته لاسرسی ولري.
د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د واورې په زرګونو ګټان دي. خو د ماحولیاتي چارو پوهان وايي چې د اقلیم بدلون او ابادۍ سره هلته په تېزۍ سره ګلېشېرې په ویلې کېدو دي. د واورې دغه ګټان د ډېرو خلکو لپاره د اوبو لویه وسیله ده. د واورې ګټانو په ویلې کېدو سره د ځايي خلکو کرهنه او د اوبو رسد اغیزمن شوی دی. تفص
تر دې مخکې برتانیې سږکال په اپرېل میاشت کې له پاکستانه برتانیې ته د مساپرو په ورتګ بندیز لګولی و. هغه وخت د کورونا وایرس ډیلټا بڼه په تېزۍ سره په خپرېدو وه چې کېسونه یې لومړی ځل په هند کې مخې ته راغلي ول.
په داسې حال کې چې د پاکستان منصوبه بندۍ او د ترقۍ وفاقي وزیر اسد عمر ویلي په هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ خلاف واکسینو په مهم کې تر ۲۰ میلیون زیات کسان په مکمل ډول واکسین شوي دي او حکومت هدف لري چې د روان کال تر اخیره ۷۰ میلیون کسان په مکمل ډول واکسین شي.
په افغانستان کې زده کوونکي پوهنتونونو ته ستنېږي خو وايي چې پر هېواد د طالبانو تر کنټرول وروسته هلته په تعلیمي نظام کې بدلونونه شوي دي چې دوی ورباندې خوشاله نه دي. زده کوونکي وايي چې په ټولګیو کې پردې لګېدلې دي چې نجونه له هلکانو بېلې کړي.
په کرغیزستان کې د افغانستان د بزکشۍ په شان یوه روایتي لوبه ډېر شهرت لري. دغه لوبه هلته د (( کوک بورو )) په نوم پېژندل کېږي. د کرغیزستان په چولپان عطا سیمه کې یوه مېله شوې چې پکې د کوک بورو تر څنګ نورې روایتي لوبې شوي.
پر افغانستان د طالبانو له کنټرول وروسته له هغه هېواده په زرګونه افغان وګړي امریکا ته رسېدلي دي. دا هغه کسان دي چې هلته یې له امریکايي ځواکونو سره کار کاوه. په هغوی کې یو افغان وګړی عبدالامان صدیقي ټېکساس ايالت ته تللی دی.
روس وايي چې له ازبکستان او تاجکستان سره په ګډه د افغانستان له پولې سره نېږدې یې شپږ ورځني پوځي مشقونه پیل کړي دي.
په فایننشل ټایمز ورځپاڼه کې د اګست پر درېمه، ''د پاکستان امنیتي سلاکار شکایت کوي چې جو باېډن عمران خان ته ټيليفون نه دی کړی
په سپین بولدک کې د جګړې له وجې پاکستان څو وارې د دوستۍ دروازه تړلې او پرانېستې ده. د جولای د ۱۷مې له سهاره د تګ راتګ لپاره دا لاره پرانېستل شوې خو تجارت لپاره لا هم بنده ده. یو پاکستاني چارواکي مشتال ته وویل، هغوی څه نه شي ویلی چې د جولای پر۱۸مه به لاره پرانېستې وې کنه؟ د جولای پر ۱۷مه د لارې د پران
د پاکستان حکومت په ملتان کې د نرښځیانو لپاره یو ښوونځی پرانيستی دی. روانه اوونۍ د دغه ځانګړي سکول د خلاصولو د اعلان پر وخت د پنجاب د تعلیم وزیر مراد راس د ټولنې ټولو وګړو ته د یو شان تعلیم ورکولو ژمنتيا وښوده. د نرښځیانو ټولنې د دغه سکول پر خلاصېدو خوشحالي څرګنده کړې ده. اې اېف پي خبري اژانس په دې ا
په مصر کې واوره نه اوري نو ځکه خلک د مالګې پر ګټانو او کمرونو ښویېږي او تفرېح ته ورځي. د خلکو په وینا، مالګین کمرونه د واورې بدیل په توګه کاروي او له سیله یې خوند اخلي. د رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ.
نوموړي وايي، راته پته نه لږېدله او په ماین وروختلم. اوس راته دا تکلیف دی چې نه له کوره بهر وتلی شم او نه څه کولای شم. مور مې خیال ساتي خو چې مور مې مړه شي نو بیا به یې څوک کوي؟
د برتانیې یوه فیشن مجله ووګ د جولای د میاشتې لپاره په خپل لومړي مخ د سوات ملالې یوسفزي تصویر چاپوي. له ووګ سره د مرکې لپاره د ملالې مختلف تصویرونه اخېستل شوي. ملالې له ووګ سره د خپل راتلونکي، کورنۍ او سیاست باندې خبرې کړي دي.
فضل الرحمان د مې پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه د پاکستان پيپلز ګوند او عوامي نيشنل ګوند په پي ډي ايم کې د بیا شاملېدو خبرونه افواګانې (اوازې) وبللې
نور وښیئ