مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي. د مشال راډیو اېکس او فېسبوک پاڼې تعقیب کړئ او دلته یې په یوټیوب هم سبسکرایب کړئ.
د پوځ د عامه اړيکو څانګې (ای اېس پي ار) د اګست پر دوېمه نېټه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې د هغه هيلي کاپټر پاته شوني (ملبه) د بلوچستان د لسبیلې ضلعې په موسی ګټ سيمه کې موندل شوي
ایمن الظواهري په ۱۹۵۱ز کال د جون پر ۱۹مه د مصر په قاهره ښار کې زېږېدلی و.
دغه امریکایي چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط د الظواهري د وژل کېدو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي ویلي، الظواهري له څو میاشتو راهیسې د امریکا تر څار لاندې و او د هغه د وژلو عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په همغږۍ پلان شوي وو.
الظواهري د ۲۰۱۱ز کال له مې میاشتې را په دې خوا چې د القاعده شبکې بنسټ اېښودونکی اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د امريکايي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو، دغه شبکه رهبري کوله.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په شیرپور کې پر کور راکټ لګېدلی دی. بلخوا یوشمېر عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي د کابل ښار په بله سیمه دهمزنګ په څلورلاره کې هم د یوې چاودنې خبره کوي.
په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف غړي د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه د وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو یوه ورځ وروسته مستعفي شوي ول.
د جولای پر ۲۶مه د سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر امر لغوه کړ او د مسلم لیګ (ن) حمزه شهباز پر ځای یې د مسلم لیګ (ق) او پاکستان تحریک انصاف نوماند پروېز الهي د صوبې اعلا وزیر اعلان کړ.
په جرګه کې شاملو قبایلي او سیاسي مشرانو پرېکړه کړې وه چې احتجاج ته به دوام ورکوي، ټولې مرکزي لارې به تړي، سرکاري دفترونو ته به نه حاضرېږي، چې کومه قبیله په احتجاج کې برخه نه اخلي نو جرمانه به ورباندې لګوي او له حکومت سره به مذاکرات په سرکاري دفترونو کې نه بلکې د احتجاجي پرلت په ځاي کې کېږي.
انالینا بیربوک په دې مرکه کې وویل، جرمني په افغانستان کې د وضعیت تر ترینګلتیا وروسته د افغانانو په لاسنیوي کې مهم نقش لوبولی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون (د جولای پر ۲۵مه) خپور شو ویلي، امریکايي پلاوی په دې غونډه کې له دې هدف سره ګډون کوي چې د افغانستان له خلکو څخه د واشنګټن پر بې درېغه ملاتړ ټینګار وکړي
پاکستان تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د جرګګۍ د اوسني جوړښت ملاتړ کړی خو د پاکستان واکمنو اتحادي ګوندونو تیره شپه (جولای ۲۵مه) په اسلام اباد کې په یو ګډ خبري کنفرنس کې د پنجاب د اعله وزیر د انتخاب په اړه د سپریم کورټ د مقدمې نه بایکاټ اعلان کړ.
غونډه په داسې حال کې کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نېږدې یو کال پوره شوی خو تر اوسه یې حکومت هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د پېښور سيار خان له کلونو راهيسې په پاکستان کې پر ټرکونو رسمونه او انځورونه جوړوي، خو نوموړي اوس پر دېوالونو او نورو شيانو هم د انځورونو جوړولو ته مخه کړې ده. د مشال راډيو همکار وسيم سجاد د نوموړي د فن په اړه ويډيويي راپور جوړ کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پرون (د جولای پر ۲۲مه) په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره قوي اراده لري.
دا مراسم د پنجاب د والي په ماڼۍ ( ګورنر هاوس ) کې ترسره شول او نوموړي ته د جولای پر ۲۳مه، د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان سوګند ورکړ.
دا خبرې شان فرېزر تر هغې وروسته کړې دي چې پاکستان ته تللیو یوشمېر افغان خبریالانو د جولای پر ۱۷مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته مظاهره وکړه. دوی د احتجاج پر مهال په لاسونو کې بینرونه نیولي ول چې پکې یې د کاناډا له حکومته غوښتنه کوله چې تر ۳۵۰ زیات افغان خبریالان دې هغه هېواد ته وروغواړي.
نور وښیئ