فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خیبر انتظامي چارواکي وايي، د ګل یا دوشنبې پر ورځ هم د تورخم ور تړلی وو. د دوی په وینا، په لواړګي او شاوخوا سیمو کې له ۴۰۰ څخه زیات افغانان بند پاتې دي او غواړي چې خپل هېواد ته ستانه شي. د دوی لپاره هلته چنده هم غونډېږي او ورته د ډوډۍ بندوبست کېږي. تفصیل په ویډیو کې.
د تورخم، چمن او پر ډېورنډ کرښه د لارو تړلو ۱۱ ورځې پوره شوې. د دوشنبې یا ګل پر ورځ هم په لواړګي بازار او د تورخم پر لار ګڼ خلک ولاړ ول. امنیتي چارواکو له افغانانو غوښتنه کړې چې له پېښوره دې لواړګي یا تورخم لوري ته نه ورځي او کله چې لار پرانیستل شوه نو ورته به اطلاع ورکړي. ویډیو وګورئ.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ تورخم او چمن لارې په لسمه ورځ هم بندې دي. دواړو خواوو ته ګڼ کسان ناست دي. د فرهاد شينواري په دې ويډيو کې تورخم ته پر لاره، په لواړګي کې لارې پرانيستو ته منتظر افغانان وينئ.
نن د جمعې په اتمه ورځ هم د تورخم دروزازه بنده ده او اوس پرې هغه ګڼه ګڼه نه شته لکه پخوا چې لیدل کېدله.
په خیبر کې موجود یوه افغان وګړي رحیم ګل مشال ریډيو ته وویل پیښور ته یې خپل یو ماشوم چې د پښتورګیو/ګردو مریض دی روغتون ته وړی وو او څلورمه ورځ ده چې ایسار دی.
بیان وايي، پوځ به د هېواد ساتنه کوي او د وروستیو بریدونو ((ځواب به ورکوي.)) د پوځ په بیان کې د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه له خولې ویل شوي، ((د خلکو د توی کړل شوې وینې به سمدستي بدل اخلي.))
د جمرود کالج زده کوونکو د سکالرشېپ (وظیفي یا بورس) د پیسو بیا بحالولو لپاره احتجاجي مظاهره کړې ده. د ګل یا دوشنبې پر ورځ په دې مظاهره کې زده کوونکو وویل، انتظامیې له دوو کلونو راهیسې په دوی د سکالرشېپ پیسې بندې کړې دي. ویډیو وګورئ.
په قبایلي او نیمه قبایلي سیمو کې د ګوزڼ ناروغۍ واکسیني کیمپېن پیل شوی دی. چارواکي وايي، دا کیمپېن به د فبرورۍ تر ۱۵مې روان وي او دا چې ټول خلک دې خپلو تر پینځو کلونو پورې ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکړي. تفصیل په دې رپورټ کې.
د خیبر ایجنسې خلک وایي: ”په اجتماعي ذمه واریو کې څومره خلک نیول شوي دي هغه دې زر تر زره خوشي کړل شي، او د دوی له بې ځایه ځورولو دې ډډه وکړل شي.“
د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل انتظاميه وايي چې د ډيورنډ کرښې پر دواړو غاړو مېشتو شينوارو لپاره یې بې له وېزو د تګ راتګ انتظام کړی دی.
د خیبر ایجنسې خلک وایي چې په جمرود او خوا و شا سیمو کې دې د هر ډول نشي مرکزونو پرضد عملیات وکړل شي او چې کوم ځوانان پرې اخته شوي دي د هغوی د علاج لپاره دې یو ځانکړی مرکز جوړ کړل شي.
په خیبر کې تر ځنډ وروسته د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي واکسیني کیمپېن پیل شو. د ګل پر ورځ په جمرود کې روغتیايي کارکوونکو او چارواکو ماشومانو ته د پولیو مخنیوي څاڅکي ورکړل او بیا روغتیايي ډلې بېلا بېلو ځایونو ته ولاړې چې د امنیت لپاره یې اقدامات شوي ول. ویډیو وګورئ.
د پاکستان جمیعت علما اسلام ګوند د یکشنبې په ورځ د جمرود په ( باب خیبر ) کې د ایف سي ار قانون د ختمولو او د قبایلي سیمو په یوې ځانګړې صوبې د بدلولو غوښتنه وکړه. د نوموړي ګوند مشرانو په دې موقع وویل چې دوی نه غواړي قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي. نوموړی ګوند له ډېرې مودې راهیسې د
په جمرود کې د ګوزڼ ناروغۍ مخنیوي واکسین څانګې ډاکتر وايي، په ډېسېمبر کې چې په خیبر کې ځېنې ماشومان مړه شوي ول د هغې پېښې د پولیو له واکسینو سره هېڅ تړاو نه وو. د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې ډاکتر قیوم وايي، دوی د مړو او ناروغه شویو ماشومانو معاینې ولیدې او هغه د ګوزڼ څاڅکو له کبله ناروغه شوي نه ول.
شمس الاسلام وویل چې د تلونکو راتلونکو خلکو شمېر پر دې سربېره کم شوی دی چې دوی د ناروغانو لپاره ځانګړې لاره هم جوړه کړې ده.
پر تورخم دروازه د پاکستان کسټم چارواکي او کسټم کلیېرینګ ایجنسیو مالکان افغانستان ته مالونه وړونکو ګاډو په جزوي تلاشۍ باندې سره متفق شوي دي.
پاکستاني وګړي اوس په یوازې شناختي کارډ لرلو افغانستان ته تګ راتګ نه شي کولی بلکه دوی به ځان سره پاسپورټ هم ساتي،او چې کوم پاکستانی تن افغانستان ته لاړ شي نو واپسۍ کې به ترې په تورخم پوله پاسپورټ کتل کیږي.
د خیبر انتظامي چارواکي او په تورخم کې موجود ډرایوران وایي چې د افغان حکومت له خوا په مال وړونکو ګاډو باندې د لګېدلې مالیې له کبله یې هغوی پرضد په چارشنبه په دویمه ورځ هم د ډریورانو احتجاج دوام لري.
په قبایلي سیمه خیبر کې د نښې ویشتلو (سکيټ شوټنګ) سیالۍ پای ته رسېدلې دي. دا سیالۍ د خیبر انتظامي مشر په مرسته جوړې شوې وې چې پکې ۶۵ لوبغاړو برخه واخیسته. د لوبو یوه منتظم وویل، ځوانان دې وسله یا د هېواد ساتنې ته وکاروي او یا دې په لوبو کې کاروي. تفصیل په ویډیو کې.
له کراچۍ څخه د پخوانیو ګاډو کاروان د نومبر پر ۲۰مه پېښور ته ورسېد او تر هغې وروسته د نومبر پر ۲۱مه د خیبر مېچنۍ ته ورغی. د کاروان امنیت لپاره د سرتېرو ګاډي هم ورسره روان ول او په مېچنۍ کې د کاروان مساپرو ته د خیبر لار تاریخ په اړه معلومات ورکړل شول. ویډیو وګورئ.
نور وښیئ