فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د خیبر ایجنسۍ د جمرود پریس کلب غړي وایي چې د شنبې په سهار وختي امنیتي ځواکونو او خاصه دارو جمرود پریس کلب ته تاله ولګوله او بند یې کړ چې له کبله یې خبریالان پریس کلب ته نه شو ننوتلای.
د خېبر ایجنسۍ د تیرا میدان اوسیدونکي وایي چې هلته د ګورنر ماډل سکول منصوبه د پرمختیایي کارونو د فهرست نه ختمه کړل شوې ده.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې د خالي پر ورځ په خپلې خبرپاڼې کې لیکلي چې د خېبر څلورم عملياتو پرمهال د پاکستان او افغانستان په پوله وسله والو سره نښتو کې یې ېو شمير وسله وال وژلي او له هغوی څخه يې په لویه پیمانه وسله، چاودېدونکي مواد او ماينونه هم په خپله ولقه کې اخستې دي.
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د خيبر ایجنسۍ په راجګل سيمه کې يې د روانو ردالفساد عملياتو لاندې د خېبر۴ په نوم عمليات پيل کړې دي. د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې (آیي، ایس، پي، آر) مشر ويلي چې په راجګل کې ځينې سيمې داسې دي چې په تېرو پوځي عملياتو کې له وسله والو نه وې پاکې شوې.
د یکشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ په جمرود کې د ټولو قبایلي او نیمه قبایلي سیمو قومي مشرانو د يوې جرګې په ترڅ کې د پاکستان او افغانستان پر چارواکو د خپلو اړيکو ښه کولو لپاره غږ وکړ.څو ورځې مخکې د کرښې دواړه خواو قومي مشرانو ورته يوه جرګه په کابل کې هم شوې وه.د یکشنبې د ورځې جرګې مشرانو وويل، د کابل جرګې
د دوشنبې له سهاره په خیبر، جنوبي وزیرستان او د ډېره اسماعیل خان او لکي مروت په نیمه قبایلي سیمو کې د پولیو ناروغۍ واکسیني کیمپېن پیل شو. د ګوزڼ مخنیوي دا کیمپېن به تر درو ورځو روان وي چې پکې تر پینځو کلونو پورې ټول ماشومان واکسینېږي. په خیبر کې د کیمپېن د لومړۍ ورځې ویډیو وګورئ.
د خیبر ایجنسۍ د پولیټکل انتظامې چارواکو ویلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو پر تورخم دروازه د افغان زده کونکو او کسټم کلیرنګ ایجنټانو لپاره د نرمۍ پرېکړه کړې ده.
په پېښور کې خلکو د اختر پر دویمه ورځ باغونو او پارکونو ته مخه کړې ده. په دوی کې د ځوانانو تر څنګ ماشومان هم دي چې ورته د تفرېح بندوبستونه شوي دي. د فرهاد شینواري ویډیو وګورئ.
د پښتونخوا او قبایلو د نورو سیمو په څېر په خیبر کې هم خلکو اختر لمانځلی دی. دوی په هجرو کې له یو بل سره د اختر مبارکۍ وکړې. ویډیو وګورئ.
د خېبر ايجنسۍ پولټيکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې دروازه يې د امنيتي اندېښنو له کبله د لنډې مودې لپاره تړلې وه.
د خیبر په جمرود کې پولېټيکل انتظامیې د بیو یا نرخونو د کنټرول په موخه یوه کمېټي جوړه کړې چې غړي یې په دوکانونو ګرځي او په روژه کې دوکانداران د شیانو ګران خرڅلاو ته نه پرېږدي. د کمېټۍ غړي وايي، ولس دې ورسره مرسته وکړي او ورته دې ګرانفروشان په ګوته کړي. ویډیو وګورئ.
چارواکي وايي، دوه ورځې مخکې هم د ډېورنډ کرښې له هغې خو یو توغندی ویشتل شوی وو چې پکې یوه ښځه وژل شوې او یو ماشوم ژوبل شوی وو. افغان چارواکو او وسله والو لا پر دې موضوع څه نه دي ویلي.
په تورخم کې سختو شرطونو پاکستاني ډریوران اندېښمن کړي او وایي له دوی سره دې نرمي وکړل شي.
د خیبر ایجنسۍ په جمرود ښار باجوړ او د پېښور په پندو لوبغالیو کې د فاټا سوپر لیګ شل اوریزه کرکټ سیالیو لومړۍ مرحله دوام لري. په دې سیالیو کې د قبایلي سیمو ۲۴ ټیمونه برخه اخلي چې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي دي. هر ټیم به پینځه میچونه تر سره کوي. پایلوبه به یې د اپرېل په ۱۳مه نېټه وي. نور حال د
د دوشنبې پر ورځ د قبایلي سیمو سوپرلیګ په نوم د کرکټ سیالۍ پیل شوې چې پکې د ټولو سیمو کرکټ لوبډلې برخه اخلي. په دې سیالیو کې ۲۴ لوبډلې برخه اخلي. د لوبو د پیل غونډه په جمرود کې وشوه چې ورته ګڼ خلک ورغلي ول. ویډیو وګورئ.
د فاټا سوپر لیګ پرانستنې لپاره ګڼ قبایلي ځوانان، مشران او قبایلي پارلېماني استازي ورغلي دي،
د خیبر پولیټیکل اېجنټ د ((پېښور زلمي)) لوبډلې په ویاړ یوه غونډه کړې. دې لوبډلې په وروستیو کې د پاکستان سوپر لیګ د کرکټ اتلولي ګټلې وه. د لوبډلې منتظم او مشر جاوېد اپریدي په خپلو خبرو کې وویل، د ده موخه د ټولو پښتنو یو ځای کول او د ټولو اختلافاتو ختمول دي. تفصیل په ویډیو کې.
د تورخم لارې تړلو له کبله، ګڼ مال وړونکي ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي، نه نورې پیسې لري، نه د اوسېدو ځای. دوی وايي، له ۲۵ ورځو پراته دي، جامې هم په ځان کې مینځي او مالونه یې ټول خراب شوي دي. افغان ډرېوران وايي، د دوی ګاډي دې تش کړل شي او دوی ته دې افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړل شي. ویډیو وګورئ.
په چمن کې د سوداګرانو ټولنې مشر انجینیېر دارو خان وايي، چې اوس هم په چمن او سپین بولدک کې د پولې دواړو غاړو ته په سلګونه موټران او کنټېنران ولاړ دي.
نور وښیئ