فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د جمرود په باب خیبر کې د تیراه کوکيخېلو کډوالو احتجاجي پرلت نن [د اګست پر ۲۶مه] په ۵۷ مه ورځ هم دوام لري. دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې یې ژر تر ژره خپلو کلیو او کورونو ته ستانه کړي.
منظور پښتین وویل چې دا مهال د اپرېدو او وزیرو قامونو په ګډون د چمن ولسونه په احتجاج مجبوره شوي او په باجوړ، کورمه او مومندو کې هدفي وژنې رواني دي خو د ده په وينا حکومت ورته غوږ نږدي.
د خیبر سوداګر وايي، حکومت دې پر تورخم دروازه عمله زیاته کړي او سهولتونه دې ورکړي، د ټرانزیټ لاره دې نه بدلوي.
شاوخوا اته کاله مخکې په راجګل دره، مهربان کلي او دوه تویې څخه هغه مهال کډو کولو ته اړ شول چې په سیمه کې یې وسله والو ډلو فعالیتونه پیل کړل او ناامني خپره شوه.
په دې غونډه کې په چیک پوسټونو په غیر قانوي توګه د پېسو اخیستو، غیر قانوني ټرمینلو ختمولو او په تورخم کې د پاکستان او افغانستان
ټرانسپورټران او ډریوران وايي، د غیر منظم ټرافیکي نظام له وجې دوی په وخت افغانستان ته نه شي اوړېدای او له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.
سوداګر او ټرانسپورټران وایي، په تورخم کې لګول شویو یوشمېر بندیزونو له وجې د خلکو په کاروبار او ورځيني ژوند ډېر اثر پرېوتي.
د خيبر په باړه کې د ځايي تن عرفان الله د وژنې پر ضد د پرلت مشران وايي چې له حکومت سره يې خبرې اترې بريالۍ شوي او نن به احتجاج پای ته رسوي.
د پاکستان آیین آرټیکل ۹، آرټیکل ۱۰،آرټیکل ۱۰ اې،آرټیکل ۱۱ او آرټیکل ۲۵د انسان د ځان، عزت، احترام، د بشري حقونو خبره کوي، دا د روڼې عدالتي کارروايي خبره کوي
په باړه بازار کې د وژل شوی دیرش کلن عرفان الله د پیښې پرضد سیاسي ګوندونو مشرانو او فعالانو احتجاجي پرلت لګولی، دوی وايي، د دغې پیښې عدالتي پلټنې دې وشي. د وژل شوی عرفان الله اپرېدي کورنۍ دعوا کوي چې نوموړی د پولیسو په حراست کې وژل شوی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي راپور وګورئ.
د عرفان الله اپرېدي کورنۍ وايي دی د مې میاشتې په وروستیو ورځو کې هغه مهال لا درکه شو چې په جمرود کې د تعلیم دفتره ته د خپلې نوکرۍ ارډر اخېستلو لپاره تللی وو.
پاکي، د اوبو بندوبست، بازار پاکول، د سبزو او مېوو منډیو منظمول، دټرانسپورټ اډې یوځای ته راغونډول، خلکو ته اسانتیاوې برابرول یې د ښاروالۍ ادارې په کارونو کې راځي.
د خیبر قبایلي ضلعې یو شمېر اوسېدونکو او فعالانو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان حکومت دې د دوي د سیمې هغه خلک ملک ته ستانه کړي چې په نورو ملکونو کې مېشت دي.
سیف الله د خیبر د جمرود اوسېدونکی او د پېښور پوهنتون زده کوونکی دی. د کورونا وایرس وبا له وجې د پاکستان تعلیمي ادارې د مارچ له نیمايي راهیسې تړلې دي
چارواکي وايي د قبايلي ضلعو سرکاري سکولونو رغولو لپاره یې د ۳ اربه روپيوو لګولو مقصد دغه ښوونځي بيا د زده کړو لپاره برابرول دي. د دوی په وېنا له دغو پېسو څخه یې دیرش کروړه روپۍ خېبر ضلعې ته ورکړې دي.
د خیبر اوسېدونکي وایي د دوی اکثره سرکاري محکمې او دفترونه له ډېر پخوا راهیسې په پېښور ښار کې موجود دي او دوی ورته په اسانه تګ راتګ نه شي کولای.
اصفز اپرېدی وايي: ''نه سل اربه روپۍ راغلې، نه سکولونه جوړ شول، نه نور څه پرمختیایی کارونه وشول، حکومت یوازې هغه ادارې راغځوي چې ټیسکونه پرې راجمع کړي.''
نور وښیئ