فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
یو بل قومي مشر داود اپرېدی وایي: ''دا سرکاري ملکیت نه دی، دا غیر جمهوري قبضه شوې، موږ یې په جګړو اخته کړو او اوس مو غرونه قبضه کوي
د صحت نړیوالې اداره وایي په پاکستان او افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي لپاره د ورکول کېدونکو ویکسینو خلاف بې بنیاده پروپیګنډې له دې ناورغۍ څخه د ماشومانو د ژغولو پر هلو ځلو ډېر اغېز کړی دی.
د پخوانۍ فاټا خاصه دارو او لیویز ځواک کمیټۍ په غونډه کې فېصله شوې چې تر کومې د پولیس برابر حیثیت نه وي ورکړل شوی تر هغې به د پولیس ډیوټي نه کوي.
د خیبر سیاسي اتحاد د لواړګي د یوه ځوان وژنې او د یو شمېر کسانو ګرفتارۍ ضد احتجاجي پرلت د جنورۍ تر لومړۍ نېټې غځولی دی. د بېلا بېلو سیاسي ګوند
دې پرلت ته له شمالي وزیرستانه د صوبایی اسمبلۍ غړي میر کلام وزیر هم وینا وکړه او ویې ویل، هېڅوک حق نه لری چې دوی خیبر ته له ورتلو ودروي.
شاه حسېن شینواری وايي، امنیتي ځواکونه دې دا ومني چې لویه تېروتنه یې کړې ده، ټول نیولي کسان دې خوشي کړي، عدالت ته دې یې وړاندې کړي.
دغه لوبې چې د معذورانو د خېر ښیګړې ادارې فرینډر اف پیراپلیجیکس د سره صلیب نړیوالې ادارې په مرسته د پېښور په اسلامیه کالج کې جوړې کړي، پکې د ملک د بېلا بېلو سيمو شاوخوا ۵۰۰ لوبغاړي برخه اخلي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نیشنل بک فاونډیشن له خوا د خیبر قبایلي ضلعې په پوسټ ګریجویټ کالج کې په لومړي ځل د کتابونو داسې میله لګیدلې ده
د قبایل تحفظ موومنټ په نامه سازمان وايي، سپریم کورټ یې د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډېدو ضد درخواست د اورېدنې لپاره منلی دی.
د خيبر ضلع په روغتون کې د حادثو ښکار شويو کسانو د درملنې لپاره نوې څانګه پرانېستل شوې ده. د خيبرپښتونخوا د روغتيا وزير د نومبر پر ۱۰ مه نېټه ددې څانګې
ذاکر اپرېدی وایي، باید حکومت د نرښځیانو لپاره یو بل روزګار وګوري او له دې کاره (نڅا) یې ودروي.
د اکتوبر پر ۲۶مه په پېښور کې د راتلونکي حج د پالیسۍ جوړولو په موخه یوه مشورتي غونډه وشوه. د ګډونوال وايي، په غونډه کې د حاجیانو پر ستونزو هم بحث وشو. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې پر وخت د راتلونکي حج پالیسي اعلان کړي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا تر ګډېدو وروسته، پولیسو په لومړي ځل په خیبر ضلع کې د یوې وژنې پلټنې کړې دي. د اکتوبر پر ۱۳مه نېټه د جمرود په پرېس کلب کې د خیبر ضلعې
د خېبر صحت محکمې چارواکي وایي، په ضلعي روغتونونو کې په ډینګي ناورغۍ اخته نېږدې ۲۰۰ کسان رجسټرشوي او ګڼ یې بیا د پېښور په روغتونو کې هم داخل شوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پېښور په کارخانو مارکېټ کې د افغانستان شیریخ یا ایسکریم یو شمېر دوکانونه دي چې ګڼ خلک ورځي. دا شیریخ د پیتلو په یوه لوښي کې تیارېږي چې پکې چیني (بوره)، شیدې، شهد او وچې مېوې اچول کېږي. په اړه یې ویډیو وګورئ.
د خیبر پښتونخوا په صوبایي اسمبلۍ کې د ستمبر پر ۱۲ نیټه د خاصه دار فورس ایکټ ۲۰۱۹ او لیوز فورس ایکټ ۲۰۱۹ په نوم دوې قانوني مسودې منظورې کړل شوې چې پکې خاصه دارو او لیویز ته د باقاعده فورس درجه ورکړل شوه.
د خېبر لواړګي ۴۵ کلن وېلسن وزیر مسیح له قبایلي ضلعو د لږکیو پر څوکۍ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی. هغه وایي، د خپلې ټولنې د ستونزو د هوارۍ کوشش به کوي. په قبایلي ضلعو کې نزدې ۲۵ زره عیسایان،هندوان او سکان میشت دي. تفصیل د فرهاد شینواري په ویډیو کې.
پاکستاني چارواکو د سېپټمبر د دوهمې نېټې پر ماښام د تورخم دروازه د ۲۴ ساعته تګ راتګ او تجارت لپاره پرانېستله.
نښه ویشتنه یوه دوديزه لوبه ده چې لا هم د پښتنو په ځینې سيمو کې ژوندې ده. د خېبر په لواړګي کې د نښې ویشتو سیالۍ شوې دي. دا چې په دې لوبه کې څه ډول وسلې استعمالېږي؟ او د دغې لوبې د شوق په اړه ځايي خلک څه نظر لري؟
بلوچستان عوامي ګوند د خیبر د لواړګي ۳۰ کلنه بصیره شېنوارې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ښځو څوکۍ ته نومولې ده. د دې لامل دا دی چې د خیبر او مومندو درو نویو
نور وښیئ