فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
حکومت دا اقدام تر هغې وروسته کړی چې د سیمې خلکو ویلي ول چې په مرستندویه مرکزونو کې د پردې انتظام نشته او پکې سړي کار کوي، نو ځکه ښځې نه وراستوي.
احسان داوړ د اپرېل پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل، اوس به صوبايي حکومت د کډوالو هرې کورنۍ ته هره میاشت ۸،۰۰۰ روپۍ ورکوي. د ده په خبره، صوبايي حکومت د نغدې مرستې منظوري ورکړې نو ژر به یې وېش پیل کړي.
د ځوان کوکيخېل اتحاد صدر اشفاق اپرېدی وايي، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې یې په مختلفو طریقو سره د کوکيخېل پر خاوره د امن خرابولو کوښښ روان دی.
د کورونا وایرس په اړه د پاکستان د صحت وزارت ځانکړې ویب پاڼې لیکلي دي چې په تېر یو شواروز کې ۵۰۵۰ نور کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
دوي وایي، د ځایي قبایلو په څیر د دوی کورونه هم ویجاړ شوي خو د ورانو شوو کورونو د بیا رغولو په سروې کې لا چا نه دي شامل کړل شوي.
په دې غونډه کې شریک فعال او کلینیکل سایکالوجسټ محمد شیراز مشال راډیو ته وویل:"د پاکستان د نورو سیمو په څیر په خیبر ضلع کې هم په ایس، چرس او هیرونو روږدو کسانو کې زیات شوي دي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو قومي مشرانو د د مارچ پر ۲۸مه د خیبر ضلعې له قومي مشرانو سره په لواړګې کې جرګه کړې ده. دوي وویل چې د ډیورنډ دواړو غاړو ته اباد پښتانه قبایل په تورخم کې د بندیزونو له امله له یو لړ مشکلاتو سره مخ دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د خیبر استازي شفیق شیر اپرېدي جرګې ته وویل چې افغان میرمنو ماشومانو او مریضانو ته په تورخم کې د سفر په وخت ډير مشکلات دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ هره ورځ په سلګونه ګاډي او په زرګونه مسافر نه یوازې ځي راځي بلکې پر پاسپورټونو د وتو او ننوتو ټاپو لګولو لپاره په قطارونو کې ولاړ وي.
په تورخم کې د ایف بي ار چارواکي وایي چې دوي د کسټم قوانینو مطابق ایکسپورټ او امپورټ کوي او چې کوم نوي قوانین ورته د مرکز نه راشي نو هغه عملي کوي.
دوی وايي چې کله هم خپلو جلسو او غونډو ته صوبایی یا مرکزي رهبران وربولي نو انتظامیه ورته مختلف جوازونه پیدا کړي او قبایلي ضلعو ته یی نه ورپریږدي.
مرزا محمد اپریدی د مارچ پر ۱۲مه په سېنېټ کې د انتخاباتو له لارې مرستیال چیرمین وټاکل شو. ۴۵ کلن مرزا د خیبر ضلعې د باړې سیمې اوسیدونکی او د سپاه قبیلې سره تړاو لري.
د مارچ پر لسمه نېټه د لنډي کوتل بازار په باچا خان چوک کې یوې احتجاجي جلسې ته د وینا پر وخت د عوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر ایمل ولي خان وویل، پر تورخم لار د سختیو او مختلفو بندیزونو له وجې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ته سخت تاوان وررسولی دی. نوموړي وویل چې له افغانستان سره ټولې سوداګزیزې لارې
د خیبر ضلعي انتظامیې عوامي نیشنل ګوند ته په تورخم کې د ولسي غونډې اجازه نه ده ورکړې خو اې اېن پي وايي، په هر حال کې به لاریون کوي
دا دواړه ناروغۍ د دوو مختلفو ماشو له چیچلو خپرېږي چې پکې یې ملاریا مرګونې ده خو په لیشمنایسېس یا لیشمېنیا کې پر وجود لوی دانې راخېژي.
د خیبر پولیس وایي، چې اوس فاټا په خیبر پښتونخوا کې ضم شوې ده پولیسو او اینټي نارکوټکس فورس محکمې ورغځېدلي او تر تیرا پورې حکومتي واکمني بحال ده او هېچا له به دا اجازه نه ورکوي چې قانون په خپلو لاسونو کې واخلي
د لوبغاړو د غوراوي لپاره د صوبې په ۳۵ ضلعو کې ازموینې روانې دي چې د مارچ تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام وکړي.
نور وښیئ