د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزير د قبايلي سيمو له ولس سره اوونیزې کتنې پیلوي


د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزير اعظم خان: انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزير اعظم خان: انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا نګران اعلا وزير د قبایلي اولس د ستونزو د اورېدو او د هوارۍ لپاره هره اوونۍ د هغوی له مشرانو سره د لیدو کتو هوډ ښکاره کړی.

پرون (د مې په ۱۹مه) له وزیر اعلا هاوس پېښور نه مشال ریډيو ته په رالیږل شوې یوه خبر پاڼه کې راغلي چې نګران اعلا وزير محمد اعظم خان به د هر زیارت یا پنجشنبې په ورځ له قبايلي ولس سره لیده کاته کوي.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، په دې غونډو کې به له نګران اعلا وزير سره د تعلیم، صحت، سړکونو او نورو يو شمېر څانګو چارواکي هم موجود وي او قبایلي ولس به ورته نېغ په نېغه خپلې ستونزې وړاندې کوي.

بلخوا د خیبر قبايلي سيمې یو مدني فعال داود اپریدي پرون مشال ريډيو ته وويل چې دوی مخکنيو حکومتونو او موجوده نګران حکومت ته خپلې ستونزې اېښودي دي خو تر دې دمه نه دي حل شوي. نوموړي وړاندې وویل:

" چې ستونزې مو هوارېږي نه نو د ستونزو اورېدل هېڅ فایده نه کوي. موږ وخت په وخت د تعلیم، صحت، سړکونو او نورو مسایلو په اړه خپلې ستونزې له چارواکو سره شریکې کړې دي خو هېچا پرې غوږ نه دی ګرولی."

نوموړی وايي، چارواکو ته د ولس ستونزې معلومې دي، هغه ستونزې دې هوارې کړي نو د ملاقاتونو به هډو ضرورت نه پېښېږي. هغه زیاته کړه چې فنډونه نشتنه، کارونه نشته نو بیا دا لیدنې کتنې څه مانا؟

قبايلي سيمې په ۲۰۱۸ کال په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې شوې خو قبايلي ولس وايي، تر دې دمه ورته د کال پر سر د پرمختيايي کارونو لپاره د څه باندې ۱۰۰ اربه روپو ورکولو حکومتي ژمنه نه ده پوره شوې.

د خیبر ضلعې یو قومي مشر ملک هاشم خان اپریدی وايي، هغوی د نګران وزیراعلا د دې اقدام هرکلی کوي خو پکار ده چې قامي مالیاتي کمېشن ( اېن اېف سي ایوارډ ) نه قبایلو ته د هغوی درې سلنه برخه ورکړل شي. هغه دا هم وايي چې قبایلو ته چې هرکال د ۱۰۰ اربه روپو د ورکولو کومه ژمنه شوې وه هغه دې هم پوره کړل شي.

نوموړی وړاندې وايي: "له دوی نه مننه خو زموږ کومې مسلې چې په مرکز یا پنجاب پورې تړلې دي، د هغو د هواري وس دوی نه لري. دلته چې مضبوط حکومت هم وي، اېن اېف سي ایوارډ نه شي غوښتی، دا خو بیا نګران حکومت دی."

خو د مې په ۱۹مه د وزیراعلا هاوس پېښور نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اېن اېف سي ایوارډ برخې ترلاسه کولو لپاره یې مرکز ته رسمي لیک استولی دی او قبایلي ولس سره به حکومت خپلې ژمنې پوره کوي.

په ۲۰۱۸ز کال کې چې فاټا په خیبر پښتونخوا صوبې ورګډه شوه نو ورسره سم هلته اېف سي ار قانون ختم شو او ضلعي نظام پکې لاګو شوی او همدا رنګه د عدالتونو او پولیسو اختیار هم هلته ورغځېدلی دی.

XS
SM
MD
LG