فرهاد شینواری په خیبر کې د مشال راډیو خبریال دی او د هم هغې سیمې پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو خبریالي کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې د مهاجرت او د افغان وګړیتوب یا شهریت کارډونه لري، په جبري ډول له هغه هېواده له ایستلو مستثنا دي.
چارواکي وايي، ځينې افغان کډوال د لواړګي (لنډي کوتل) لنډمهالي کیمپ ته لېږدول کېږي او ځینې یې بیا مستقیماً تورخم ته استول کېږي. اخوا په چمن کې چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې یې تر ۵۰،۰۰۰ پورې افغانان سپین بولدک ته لېږدولي دي.
په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یوه چارواکي ارشاد خان مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر دويمه پر هغه لاره ۱۹،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.
د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه یې په کوټه کې ۵۷۲ افغانان نیولي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي. په کېماړۍ کې د لنډمهالي کیمپ ویاند ظهور مري ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍیې شاوخوا ۴۰۰ تنه کیمپ ته لېږدولي چې پکې ۱۳۸ بې اسناده افغانان هم شامل ول.
د غیرقانوني کډوالو د نيولو دوام
چارواکي کیمپ ته وررسېدونکي ټول افغانان د وګړو د ثبتولو، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ګرځنده مرکزونو کې ثبتوي او د ګوتو نښې او انځورونه (بایومیټرک) یې اخلي، بیا یې د ګمرک دفتر ته استوي چې هلته یې د پاکستان د پلټنو وفاقي ادارې کارکوونکي تالاشي اخلي او بیا یې په حکومتي ګاډو کې سپروي.
تورخم کې افغان کډوال
په ورته وخت کې د پاکستان د شناختي کارتونو ادارې «نادرا» او همدا رنګه د پلټنو فیدرلي ادارې «اېف اې ای» هم ویلي چې په تورخم کې د کډوالو د ستنېدو لړۍ تېزه شوې او هلته لوی بیروبار جوړ دی
پولیسو د اکتوبر پر ۲۸مه د کراچۍ په بېلابېلو جوماتونو کې اعلانونه وکړل او و یې ویل چې د ټولو ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره اقدامات کوي. په کراچې کې مېشتو یوشمېر افغانانو وویل چې په خورا ارزانه بیه یې کاروبارونه خرڅ کړل او اوس ورته حکومت د نغدو پیسو د وړلو اجازه هم نه ورکوي.
هغه وویل "دا ګاډي د چمن څخه راځي او دلته یې خلک اخلي، دا درګۍ د پاټکه پورې اجازت لري، مخکې هم حکومتونو دا مسله راپورته کړې ده. په دې ګاډو دلته خلک خپلې مزدوریانې کوي، که دوی په دې ټیکسونه لګوي نو موږ ورته تیار نه یو."
په تورخم کې د ګمرک چارواکي وایي په تېره یوه اوونۍ کې د کډوالو تر ۴۰۰ زیاتې لارۍ افغانستان ته اوښتي دي چې په هر ګاډي کې څلور یا پینځه ګډې بار وي.
افغانستان اوښتو ته منتظرو ځینو کډوالو د اکتوبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وویل چې یو خو په لارو کې له سخت مشکل سره مخامخ ول او بيا وروسته په تورخم کې هم له کړاو سره مخامخ دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د اکتوبر پر پينځمه په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې له پاکستانه د افغانانو د ایستلو پرېکړه "غیر عادلانه" ده.
د سېپټېمبر پر ۲۲مه د باړې په شلوبر کې د بلدیاتي ادارې د کلیو شورا (وېلېج کونسل) د مشر (چېرمېن) عارف الله اپرېدي پر کور د لاسي بم برید شوی وو چې پکې دوه مشکوک بریدګر ژوبل شوي ول. هغه مهال د سیمې اوسېدونکو تور پورې کړی وو چې په برید کې پولیس ککړ ول.
د لنډي کوتل مرستیال کمشنر ارشاد مومند د سېپتېمبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د مځکو ریکارډ هم داسې جوړل په کار دی لکه د نورو بندوبستي سیمو هغه چې جوړ شوی دی.
ځایي خلک او د خیبر ضلعي پولیسو تصدیق کړې چې په ژوبلو کې یو حاضر سروس پولیسو سپاهي دی او یو ورسره عادي تن وو چې هغه برید یې پلان کړی وو.
د سېپټېمبر د ۱۶مې نېټې په سهار د تورخم دروازه د مساپرو او تجارانو پر مخ یو ځلې بیا پرانېستل شوه. دا لاره د سېپټېمبر په شپږمه په تورخم کې د طالب سرتېرو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو له تبادلې وروسته تړل شوې وه.
نور وښیئ