د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم کې بې له سفري اسنادو پر تګ راتګ بندیز سوداګري اغېزمنه کړې ده


په تورخم کې افغانستان ته تلونکې یوشمېر لارۍ پر سړک ولاړې دي - پخوانی انځور.
په تورخم کې افغانستان ته تلونکې یوشمېر لارۍ پر سړک ولاړې دي - پخوانی انځور.

د پاکستانیو چارواکو له لوري د افغان ډرېورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې د لازمي کېدو له کبله د پاکستان او افغانستان ترمینځ سوداګري اغېزمنه شوې ده.

د تورخم انتظامیې د جنورۍ پر ۱۳مه د افغان ډرېورانو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړ چې له امله یې دواړو خواو ته ګڼ مال وړونکي ګاډي درېدلي دي.

په تورخم کې یوه انتظامي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۴مه یې پر دویمه ورځ هم هغو ډرېورانو ته پاکستان ته د ګاډو داخلولو اجازه ور نه کړه چې ویزې او پاسپورټونه یې نه لرل.

په همدې حال کې په تورخم کې پاکستاني مال وړونکي ګاډي هم ولاړ دي ځکه چې د طالبانو د حکومت چارواکو ورته هغې خوا ته د اوښتو اجازه نه ورکوي.

خو چارواکي وايي چې د جنورۍ پر ۱۴مه مساپرو پر تورخم تګ راتګ ته دوام ورکړی وو.

په تورخم کې د ګمرک (کسټم) یو چارواکي مشال راډیو ته ویلي چې د جنورۍ پر ۱۳مه د مال وړونکو ګاډو د ډرېورانو لپاره بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ مهلت پای ته ورسېد، نو ځکه یې د پاکستان پوځ د عملیاتي چارو ریاست (پاکستان مېلېټري اپرېشن ډایرېکټرېټ) په سپارښتنه بې له سفري اسنادو د ډرېورانو تګ راتګ ودراوه.

صدیق اکبر زیاتوي چې د پوځ هغه اداره په سرحدي سیمو کې دا ډول پرېکړې کوي.

په تورخم کې افغان او پاکستانیو سوداګرو مشال راډیو ته وویل چې له دې ډول اقداماتو سره دوه اړخیزه تجارت اغېزمنېږي.

تر اوسه پورې پر دې موضوع د خبرو لپاره د پاکستان او طالبانو د حکومتي چارواکو ترمینځ غونډه نه ده شوې.

خو اسلام اباد وايي چې له افغانستان سره د تګ راتګ پر ټولو لارو یو ډول تګلاره عملي کوي او بې له پاسپورټ او ویزې هېچا ته د سفر اجازه نه ورکوي. د پاکستان حکومت وايي چې دا کار د هېواد د ملي امنیت په ګټه دی.

همدا لامل دی چې د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر له ۲۱م راهیسې سوداګرو او مزدورانو پرلت ته دوام ورکړی دی او وايي چې حکومت باید ورته د پخوا په څېر د کندهار له سپین بولدک سره په شناختي کارډ، تذکرو یا بلې سفري اجازتنامې (پرمټ) د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه پر چمن د تګ راتګ لپاره د قانوني سفري اسنادو شرط عملي کړی دی او وايي چې دا کار د امنیت د ټینګښت او د قاچاق د مخنیوي لپاره اړین دی.

د جنورۍ پر ۱۰مه په کوټه کې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي يوې خبري غونډې ته وويل چې د چمن د پرلتوالو غوښتنې نه شي منل کېدای نو ځکه دې هغوی خپل احتجاج ختم کړي.

د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې پولو د انتظام (بارډرمېنېجمنټ) تګلاره عملي کړه او له هغه وخت راهیسې عامو وګړ ته پر تورخم بې له پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي خو له ټرانزېټ تجارت سره اړوند افغان او پاکستاني سوداګرو او ډرېورانو بې له ویزې د يو بل هېواد ته د تللو اجازه لرله او خپل شناختي کارډونه او تذکرې یې کارولې.

د تورخم انتظامي چارواکي وایي چې افغان ډرېورانو ته یې څو څو وارې ویلي دي چې د تګ راتګ لپاره خپل اسناد پوره کړي.

تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.

هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ او تر هغې مخکې هغه دروازه وخت پر وخت د مال وړونکو ګاډو او خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

تر دې وړاندې د تېر کال په ډېسمېبر کې پاکستانیو چارواکو په تورخم کې يوه لوحه (ساين بورډ) لګول غوښتل، چې افغان طالبانو يې پرضد د اقدام په توګه د تورخم دروازه وتړله.

دا راز د سېپټېمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه تر څه باندې یوه اوونۍ وروسته له هغې تړل شوې وه چې افغان طالبانو د پاکستان امنیتي ځواکونه هلته له یوې پوستې جوړولو څخه منع کړل. هغه مهال دواړو غاړو پر یو بل ډزې کړې وې چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان او د طالبانو حکومت پر یو بل د سېپټېمبر پر شپږمه د نښتې پیلولو تور پورې کړی وو.

XS
SM
MD
LG