فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د امریکا د فلورېډا ایالت یو تن ۱۰۰ ورځې په سمندر کې تېرې کړې. د فلورېډا د سمندري وسایلو د پرمختګ یوې ادارې ډاکټر جوزېف ډيټوري سمندري اوبو ته دننه لېږلی وو چې مقصد یې د سمندري ژویو او وسایلو په اړه معلومات راټولول دي.
د مصر یو خیاط یا درزي د جلبیه په نوم د سړیو دودیزې جامې ګنډي او وايي، د هغو کالیو دود په ختمېدو دی چې دی یې ژوندی ساتل غواړي. د درزي په خبره، د هغو جامو ګنډل هم یو هنر دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په غزې تړانګه کې کروندګر وايي، د اب و هوا بدلون او بې وخته بارانونو له کبله یې د غنمو فصل ته زیان رسېدلی دی. دوی وايي، باران د غنمو ولاړ فصل وهلی چې ورسره یې نه یوازې پیداوار کم شوی بلکې دانه یې هم خرابه شوې ده. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د سولې د مطالعاتو څېړنیز مرکز په خپل وروستي رپورټ کې دا هم ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ په پېښو کې ۹۲ سلنه او په بلوچستان ۸۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د تحریک انصاف یوشمېر سیاستوالان تر هغې وروسته له ګونده بېل شوي دي چې د مې پر نهمه د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د تحریک انصاف پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مظاهرې وکړې.
د فلسطين يوه ۹۷ کلنه مېرمن وايي چې ۷۵ کاله وړاندې يې د جګړې پر مهال کور ړنګ شوی وو، او اوس يې يو ځل بیا کور وران شوی دی. د انتصار موحانا په وينا ډېر وخت تېر شو، خو ستونزې يې هوارې نه شوې. په دې اړه له رویټرز اژانس ویډیو څخه فرخنده اسد راپور جوړ کړی دی.
د نایجیریا یوې ښځې ۱۰۰ ساعته پرلپسې پخلی وکړ او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ. په دې کار سره د هغې نوم د ریکارډونو په نړیوال کتاب کې درج شو. هيلدا باسي وايي غواړې چې افریقایي نجونې مخې ته راشي چې نړۍ یې وپېژني. په دې اړه له رویټرز اژانس ویډیو څخه فرخنده اسد راپور جوړ کړی دی.
په همدې حال کې د لاهور پولیسو د مې پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې په زمان پارک کې د عمران خان د کور د تالاشۍ امر یې ترلاسه کړی دی.
د امریکا په کیلېفورنیا ایالت کې د سپیو د ښایست یوه سیالي او مېله شوې. دا مېله هر کال هلته کېږي چې پکې مالکان سپیو ته ښایسته جامې وراغوندي او له غونډې ترلاسه شوې پیسې د کوڅه ډبو سپیو ساتنې یو مرکز ته ورکوي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د اسراییلو تر واک لاندې په غربي څنډه کې یو فلسطیني ۱۴۳ کاله پخوانی حمام د خلکو لپاره بیا پرانیستی دی. په الخلیل یا هېبرون ښار کې هغه حمام د یهودانو او مسلمانانو ترمینځ د تاوتریخوالي پر مهال یوشمېر ځلې وران شوی او تړل شوی دی. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.
د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال، قاضي محمد علي مظهر او قاضي اطهر من الله درې کسیزه جرګګۍ د مې پر ۱۱مه د پاکستان د احتساب د ملي ادارې (نیب) له لوري د خان ګرفتارۍ پرضد د تحریک انصاف د درخواست اورېدنه وکړه.
د اردن بتول الرشدان د سبزیو او مېوو له پوستکو فېشني شیان جوړوي او وروسته يې د انټرنېټ له لارې پلوري. نوموړې وایي د دغه کار مقصد يې د فېشن په صنعت کې د پلاسټک د استعمال راکمول او د چاپیریال خوندي ساتل دی. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
د شام ۱۱ کلن حسین بیسو په جرمني کې د شطرنج تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی چې په نړیوالو سیالیو کې به د هغه هېواد استازیتوب کوي. د حسین کورنۍ په ۲۰۱۶ز کال کې له شام (سوریې) څخه جرمني ته کډه شوې وه. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د کراچۍ په یو ژوبڼ کې د یوې هاتۍ (فیلې) علاج شوی دی. هغه هاتۍ نور جهان نومېږي او په وروستیو کې ډېره ناروغه شوې وه. ډاکتران هیله من دي چې فیله به ژر روغه شي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د فلسطین ۱۳ کلنه ياسمين صرامه د اسونو د ځغل لوبغاړې ده. هغه وایي له وړوکوالي یې دا شوق وو چې پر نړیوال کچ د اسونو د ځغل پیژندل شوې لړبغاړې جوړه شي او په نړیوالو سياليو کې برخه واخلي. په دې اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
د سپریم کورټ درې کسیزې جرګګۍ امر کړی دی چې د پنجاب اسمبلۍ لپاره دې د ۲۰۲۳م کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه انتخابات وشي.
په نړۍ کې هر کال د اپرېل پر څلورمه د ماینونو یا ځمکلاندې بمونو په اړه د پوهاوي زیاتولو او د ماینونو د پاکوالي ورځ لمانځل کېږي. د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو او په ځانګړې توګه په جنوبي وزیرستان کې وخت په وخت د ځمکلاندې بمونو د چاودنو پېښې رپورټ کېږي.
د هند د مدهيه پردېش په اندور ښار کې د یو مندر د کوهي د فرش نړېدو په پېښه کې ۳۵ کسان وژل شوي او ګڼ ژوبل شوي دي. دا پېښه د مارچ پر ۳۰مه هغه وخت وشوه چې کله دغه مندر ته خلک د یو مذهبي رسم لمانځلو لپاره ورغلي ول. په دغه اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه د بیلې شوې ډلې مرکزي مرستیال مشر رضا محمد رضا د مارچ په ۱۰مه مشال رېډیو ته وویل، دوی د ملګرو ملتونو د دغه ګام هرکلی کوي او غوښتنه یې ده چې باید د عثمان کاکړ د مرګ د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.
نور وښیئ