فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د میډیا د خپلواکۍ لپاره کارکونکې نا حکومتي تنظیم فریډم نېټورک د تېرې اکتوبر میاشتې په خپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې د پاکستان ریاست د خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې راغلی.
د اکتوبر پر ۲۷ د پنجاب پوهنتون نه پولیسو او په ساده جامو کې ځینو کسانو یو بلوڅ زده کونکی فرید حسین بلوڅ نیولی. پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې یوه ویډیو کې ښودل کیږي چې فرید بلوڅ د پنجاب پوهنتون د څلورمې دروازې سره نږدې روان وو چې په سادخ جامو او پولیس یونیفارم کې يې ځینې کسان په زوره موټر ته خیژوي.
په اسټراليا کې یوې اوکراینۍ ښځې ته د پرمختللې ټېکنالوجۍ په مرسته داسې مصنوعي لاس لګول شوی چې هغه د خپل ورځني ژوند ۸۰ سلنه کارونه په اسانه ورباندې کولی شي. نوموړې وایي د دغه مصنوعي لاس په لګولو سره یې په ژوند کې یو لوی بدلون راغلی دی. د اسوشیېټېډ پرېس اژانس ویډیویي راپور.
په نیو یارک کې یوه نرښځۍ د ځمکلاندې اورګاډي په تمځایونو کې د سړي په غږ اعلانونه کوي. هغه داراز، ښځو ته د اواز ښه کولو روزنه هم ورکوي. هغه وايي، که څوک یو خوب ولري، باید یې پوره کړي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په تورخم کې د ګمرک ادارې یوه چارواکي حماد علي د جون پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، ټانکرونه دا مهال په تورخم کې ولاړ دي او د ګمرک چارو بشپړېدو ته انتظار باسي چې تر هغې وروسته به د پاکستانو نورو ښارونو ته ولېږدول شي.
د اسراییلو حکومت د اکتوبر پر ۱۳مه د غزې تړانګې په شمالي برخو کې تر يو ميليون زیاتو ولسي خلکو ته ویلي چې په راروانو ۲۴ ساعتونو کې دې له هغې سیمې ووځي. دا په داسې حال کې ده چې اسراییلي پوځيان په غزه کې د حماس ډلې د وسلوالو خلاف د ممکنه ځمکنیو عملیاتو لپاره تیاری نیسي.
د راپورونو له مخکې اسراییلو د اکتوبر پر ۱۲مه هم د غزې تړانګې پر یوشمېر برخو بمباري کړې ده. اسراییلو او حماس ډلې په بریدونو او نښتو کې یو بل ته مرګژوبلې اړولو دعوې کړې دي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د اسراییلو په سفر دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د اکتوبر میاشت په نړۍ کې د ښځو د سینې سرطان په اړه د پوهاوي خپرولو ته ځانګړې کېږي. په پاکستان کې هم ډاکتران په دې میاشت کې د پوهاوي غونډې کوي. د پېښور د رحمان میډیکل انسټیټیوټ له ارقامو سره سم، په پاکستان کې هر کال ۱۰۰،۰۰۰ ښځې د سینې سرطان ښکار کېږي.
د سېپټېمبر نهمه «تعلیم له وسلوال حملو څخه د خوندي ساتلو» د نړیواالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
د اګست ۳۰مه نېټه د جبري لادرکه کړل شویو کسانو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.
کرېملېن او د روسیې د دفاع وزارت لا په پېښه کې د پرېګوژېن مړینه نه ده تایید کړې خو پر ټېلېګرام له واګنر ملېشې سره تړلي یو چینل ویلي دي چې هغه وژل شوی دی.
ساینسپوهانو په لومړي ځل د نړۍ تر ټولو یخې سیمې انټارکټیکا کې هندواڼې کرلې دي. هغوی وايي، هیله مند دي چې هلته به د يوې مناسبې تودوخې په ساتلو سره نورې مېوې او سبزیانې هم وکرل شي. په دې اړه د رویټرز خبري اژانس ویډیویي راپور وګورئ.
ادارې د جولای پر ۲۶مه په یو رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې په جون او جولای میاشتو کې د خوراکي توکو، بجلۍ او ګیس نرخونه زیات شوي دي.
ادارې د جولای پر ۲۱مه په ټویټر په خپاره کړي بیان کې ویلي چې په شانګله، ایبټ اباد، مالاکنډ ډویژن، کورمه، خیبر، پېښور او ځینو نورو سیمو کې له نن (د جولای ۲۲مې) څخه د شړکنده بارانونو نوی لړۍ پیلیږي چې له امله یې سیلابونه راتللای شي.
د جولای پر ۱۴مه د پنجاب صوبې د داخله چارو وزارت په خپل یو راپور کې ویلي چې د روان کال په لومړیو نږدې شپږو میاشتو کې په هغه صوبه کې د ماشومانو سره د جنسي تیري او زور زیاتي ۱۳۹۰ پېښې رپوټ شوې دي چې پکې زیاتره د ماشومانو هلکانو سره شوې دي.
د پاکستان د قدرتي افتونو د نظم مرکزي ادارې (این ډي ایم اې) د جولایي پر اوومه پر ټویټر لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونوو په خیبر پښتونخوا کې اته او په پنجاب صوبه کې نهه کسان بارانونو وژلي او ۳۸ یې ژوبل کړي دي.
رانا ثنا الله قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د دغو کسانو د شناخت عمل د هېواد د قامي شناختي کارتونو د ادارې نادرا په مرسته ترسره کېږي او دا یې هم وویل چې ممکنه ده په دغه شمېره کې زیاتوالی راشي.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جون پر ۱۵مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي دي چې طوفان "په شدت پرمختګ" کوي او کب نیوونکي، کښتۍ چلوونکي او نور خلک دې له ساحله لیرې اوسي.
په جون مياشت کې له ټولې اروپا نه غبرګولي وروڼه او خویندې په اسټريا (اتريش) کې رایوځای شوي ول او درې ورځې یې له یو بل سره یو ځای تېرې کړې. دغو ټولو له یو بل سره خپلې کيسې شریکې کړې او وينا يې وه چې د غبرګوليو د ژوند ډېرې خبرې شریکې وي. په دغه اړه نور تفصیل د رویټرز اژانس په ویډیویي راپور کې.
نور وښیئ