فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
د تحریک انصاف مشران بیا وایي حکومت یي په لاره کې خڼدان جوړوي خو دوی به خپل احتجاج پر مخ بوخي. خو ګڼ سیاسي ګوندونه بیا وایي د داسې احتجاجونو سره د ولس بنیادی مسلې له پامه غورځول کیږي.
که وکیل مري پښتون، که د سکول ماشوم مري پښتون، که ډاکټر مري پښتون او حتا که پوځي مري نو هغه هم د مومندو.
د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي د امریکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو ویلي دي چې دوی د شام په رقعه ښار کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې خلاف عملیات پیلوي.
دا پوښتنه تر هغه وروسته له اتلس کلن ارشد خانه بیا بیا وشوه، کله چې یې چای پخولو یو عکس په ټولنیزه رسنیو کې مشهور شو.
د سارک غونډه د سږ کال په نومبر کې د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې کېدونکې وه خو د هند، افغانستان،بوټان او بنګله دیش د نه ګډون له کبله تر ناڅرګندې نېټې وځنډول شوه.
وزیراعظم چونکې اوس وطن ته ستون شوی نو اصلاحاتي کمېټي به لومړی وزیراعظم ته [معلومات] ورکوي، بیا به د فاټا د پارلېمان له ټولو غړو سره تفصیل شریکوي او بیا به د [قبایلو] ټولو سیاسي مشرانو ته د [شوي پرمختګ] تفصیل وړاندې کوي.
عبدالستار ایدهي چې د خیر ښېګړې او د بې وزلو خلکو د مرستو لپاره یې خپل ژوند وقف کړی وو، نه یوازې یې په پاکستان بلکې په نوره نړۍ کې هم ډېر مینه وال لرل، هغه یو غیر سیاسي کس وو، او تل به یي وییل چې د انسانانو خدمت یو غوره عبادت ګڼي.
په ما دې وکو په تا وشه ــ په کور دې راشه بې بارانه سېلاوونه
د تاریخي اثارو کارپوهان وایي د سوات په بریکوټ سیمه کې تازه اثار ښیي چې دغلته څه نا څه دوه زره کاله زوړ د سکندر اعظم د وخت یو یوناني ښار وو،چې هغه پکې د څه وخت لپاره ژوند کړی وو.
یو وخت داسې وو، چې په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې به ښځو په پټو کې کار کاو، اوس هم په ډېرو ځانونو کې شته خو هغسې نه.
په یوه سیمه کې یو قام څه نا څه پنځه زره کاله زوړ تاریخ لري، دود دستور، حجره جمات لري، خپل ساده ژوند د خپل پټي له جوارو او سابو سره تېروي، خو بیا یې هم په ارامه نه پرېږدي.
وار اینډ پیس څیړنیزه اداره په خپل یو رپوټ کې لیکي د افغانستان په ځینو ولایتونو لکه ننګرهار کې د ښځو اوستادانو او جینکو زدهکونکو شمېره د پخوا په مقابل کې زیاته شوې ده.
تعلیمي کارپوهان وایي د خیبر پښتونخوا په زرګونو سکولونو کې بنیادي سهولتونه نشته، چې د دغې له وجې په ډېرو سیمو کې ماشومان سکولونو ته تګ پرېږدي،بخوا صوبایي حکومت دعوا کوي په لومړي ځل یي په بجټ کې دومره زیاته برخه تعلیمي پرمختګ ته مختص کړې ده.
د پاکستان د برېښنایي رسنیو د نظم ادارې پېمره په هنر مند او د ټو لنیزو رسنیو پر فعال حمزه علي عباسي له هغې وروستو بندیز لګولی کله چې هغه په یو شخصي ټیلې وېژن د احمدیانو او د دوی د وژنې په اړه پوښتنه وکړه. له دغې وروستو په ټولنیزه میډیا که یو خوا د هغه د دغه خبرو ستاینه وشوه، نو بلخوا هغه ته د مرګ دړکې
د دواړو خواو کاروباریان او سوداګران دا هم وایي له روانو حالاتو سره د دواړو خواوو مزدورکاروژوند هم سخت متاثره کیږي.
د خیبر پښتونخوا د نهم جماعت د انګریزۍ په نوي کتاب کې د پښتنو اتل ملک کالو خان د یو غل او ډاکو په ښودلو سره په مردان او د صوبې په نورو برخو کې مظاهرې شوې او په ټولنیزو رسنیو هم په دغه ګام سختې نیوکې شوې دي
د شمالي وزیرستان د قامي اسمبلۍ غړی ملک محمد نظیر وایي دوی د حکومت، پوځ او پولیټیکل انتظاميي سره په رابطه کې دي او غواړي چې په سیمه کې د بیا ودانۍ کار زر پېل شي، او د عام ولس کورونو ته نور څه زیان ونه رسیږي
د ماشومانو لپاره کارکونکې نړیوالې ادارې سیو دې چلډرن د یوې سروې ترمخه پاکستان په نړۍ کې هغه هیواد دی چېرته چې د ماشوم په پیدا کیدو کې ډېرۍ میندې مړې کیږي ، او په دغه هیواد کې د پنځو کالو نه کم د ماشومانو د مړینې شرح هم زیاته ده.
مهرین وایي د فاټا اصلاحاتو او په اېف سي ار کې د بدلون په عمل او خبرو کې د ښځو مسلې له پامه غورځول شوې دي
ډیجیټل میډیا چې پکې انټرنیټ،موبایل ټیلي فون،برېښنایي یا الیکټرانک کتابونه، یو ټیوب، سکایپ ، فیس بک، ټویټر، انسټاګرام او ځینې نور د مالوماتو او پیغامونو خورولو وسیلې راځي، په افغانستان او پاکستان کې د مالوماتو خورولو او په ټولنه کې د امن او سولې لپاره مهم ګڼل کیږي
نور وښیئ