فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
زري به له ګڼو خلکو سره مرکې کوي، او د ښځو پر روزګار،د هغوی پر بااختیاره کولو، د ماشومانو نجونو د تعلیم پر ارزښت، بدني روغتیا (جسماني صحت) او د لوبو پر اهمیت هم خبرې کوي.
په بلوچستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو خېر ښېګړې ادارې یونیسف د تعلیم څانګې مشره پلوشه وایي، په دغه صوبه کې د بې وزلۍ او کم تعلیم بجټ له وجې لا هم ډېر ماشومان سکولونو ته نه ځي
په پاکستان کې د ماحولیاتو ماهرین وايي، ماحولیاتي بدلون د دغه هیواد لپاره یوه لویه خطره لري، او بیا خیبر پښتونخوا او شمالي سیمې د سېلابونو له وجې تر ټولو زیات متاثره شوي دي. د بارانونو په وروستۍ لړۍ کې هم د قدرتې افتونو د نظم مرکزي اداره وایي تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په خیبر پښتونخوا کې مخې ته راغلي
افراسیاب خټک چې دغه کتاب یې لوستی دی، وایي غني خان د پښتنو ژوند، کلتور او د ټولنې ځینې نورې خبرې داسې بیان کړي دي لکه په انګریزۍ کې چې یې ټپه ویلې وي.
د خېبر پښتونخوا اوقبایلي سیمو یو شمېر ښځې په سیاست،تعلیم،صحت،لوبو او نورو شعبو کې کار کوي، په دغو کې ډیرې ښځې داسې دي چې د سختو روایاتو باوجود د ژوند په بېلا بېلو څانګو کې یې پرمختګ کړی،دوی له ډېرو ستونزو تېرې شوي دي، او په ټولنه کې یې د خپل حق لپاره غږ پورته کړی دی.
دوی له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، که څه هم پښتنې ښځې ګڼې مسلې لريخو د نورو پرمخ تللو هیوادونو د ولسونو غوندې پښتانه هم د خپلو ښځو قدر کوي او دوی ته درناوی لري.
د مارچ اتمې لمانځلو موخه په ټولنه کې د ښځو بنیادي انساني حقونه خوندي ساتل دي، او دوی ته د تعلیم او کار، روزګار لپاره یو شان مواقعې برابرول دي.
په پاکستان کې د تعلیمي پرمختګ لپاره کارکونکې د یوې غیر سرکاري ادارې ( الف اعلان ) په یو تازه رپوټ کې، په پاکستان کې د قامي او صوبایي اسملبیو د غړو د تعلیمي پرمختګ لپاره د هلو ځلوجاج اخیستل شوی دی.
په پاکستان کې د هندواو تر ټولو لویه مسله د دوی د جینکو په زوره د ودوولو او د مذهب بدلولو ده، چې له دغه قانون سره به یې مخنیوی وشي
په افغانستان کې د سولې لپاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر بیا پیل او څرنګوالي د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې دریمه غونډه هم وشوه.
که چېرې غواړئ نن سبا په ټوله نړۍ کې یو بې وسه قام ووینی او یا د یو قام بې وسي لیدل غواړی نو پښتونخوا ته ولاړ شئ. دا هغه پښتونخوا ده چې لرغونې اثار لري، د خوشال حان خټک او رحمان بابا غوندې خلک یې پیدا کړي دي، د غني خان غوندې فکر لرونکې یې نړۍ ته ښودلي دي.
د قبایلي سیمو جینکۍ لوبغاړې وایي په سکولونو او کالجونو کې د لوبو میدانونه نه لري. دوی دا هم وایي یو خو کورنۍ ورته د لوبو کولو اجازت نه ورکوي او بل په تعلیمي ادارو کې د لوبو سهولتونو هم نه لري.
په خېبر پښتونخوا کې د چاپخانو مالکان وايي، سږ کال یې د تېرو کلونو په پرتله د پښتو په سلګونه نوي کتابونه چاپ کړي. دوی وايي، ښايي د کتاب پېرېدونکیو (اخیستونکیو) شمېر لوړه شوي وي، ځکه خو یې د چاپولو شمېره هم جګه ختلې ده.
"د پښتنو ماشومانو د بې کورۍ شمېره ځکه لوړه ختلې چې، یو په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات وشول، بل د پښتنو سکولونو ته په کم شمېر کې ځي"
ثمر خان له خپلې ملګرې سره له اسلام اباده خنجراب درې ته په لسو ورځو کې ولاړه او بیرته راغله. هغه وایي که څه هم دغه سفر ګران وو، خو ډیر خوندور هم وو.
"زموږ په سکولونو کې د بدامنۍ له کبله د ماشومانو پر تعلیمي هلو ځلو څه اثر نه دی پرېوتې او نه هم خلکو تعلیم ته شا کړې. له جینکو سره میندې پلرونه هم راځي، او غواړي چې لوڼې یې تعلیم حاصل کړي."
په پاکستان کې د تعلیمي پرمختګ لپاره کارکونکې غیر سرکاري اداره الف اعلان وایي په خیبر پښتونخوا کې د جینکو ماشومانو داسې سکولونه شته چې یوه اوستاده لري، او یا پکې د اوستادانو شمیره د زده کونکیو په مقابل کې ډیره کمه وي، نو ځکه اکثره جینکۍ بیا سکول ته تګ پریږدي.
مهرین اپریدی د ځوان کول د پرمختګ، تعلیم او روزګار لپاره کار کوي ، او د دغې لپاره یي یوه اداره فاټا یوت فورم هم جوړه کړې ده. هغه د خیبر ایجنسۍ د ښایستې سیمې تیراه سره تعلق لري
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د غیر سرکاري ادارو غړو ، پر تعلیم او نصاب کارکونکو په یوه غونډه کې ویلي چې د پاکستان حکومت باید د دې هیواد په تعلیمی نصاب کې ضروري بدلونونه رامنځ ته کړي.
د پښتونخوا په ګڼو سیمو کې داسې سکولونه شته چې د تش په کاغذونو کې دي او ډېر نور یې بیا ویجاړ پراته دي.
نور وښیئ