فرخنده اسد د پاکستان او افغانستان په اړه د رپورټونو تر څنګ د ښځو د ژوند، ستونزو او حقونو په اړه ځانګړې اوونیزه خپرونه تاندې هیلې هم جوړوي.
په دوبۍ کې تر درو زرو پورې هغه لالټېنونه نندارې ته وړاندې کړل شول چې د لمر رڼا په استعمال سره برېښنا ورکوي. دا بلبونه د متحده عربي اماراتو په دوو سکولونو کې ماشومانو جوړ کړي دي او اوس به د فلپاین یو کلي ته چې برېښنا نه لري، وړیا ورکول کیږي. په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیویي راپور.
یوې فلسطینۍ زده کوونکې د خپل ژوند یادونه د البم په بڼه خوندي کړي دي. سلما شوراب چې دا مهال له خپلې کورنۍ سره په مصر کې ده، اوس نورو ښځو ته هم دا ښیي چې د جنګونو ترخه یادونه څنګه هېر کړي او خواږه یادونه څنګه محفوظ کړي. نوموړې وایي، دغه البم ذهني سکون ورکوي. په دې اړه فرخندې اسد د رویټرز اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی دی.
د هند په احمد اباد او ځینو نورو سیمو کې د ګرمۍ له راتګ سره په ژوبڼ کې د ژويو (ځناورو) له تودوخې خوندي ساتلو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړل شوي دي.
په امریکا کې د "بارک اېر" په نوم د سپيو لپاره خصوصي هوایي شرکت جوړ شوی چې سپي له خپلو مالکانو سره يو ځای د هغه شرکت په الکوتکو کې سفر کولای شي. د دغه هوایي شرکت جوړوونکي وایي چې زياتره خلک له خپلو سپيو سره سفر نه شي کولی نو ځکه یې د هغوی لپاره خصوصي پروازونه پیل کړي دي.
د امريکا په نیویارک ښار کې د رواني ناروغیو یو مرکز د ناروغانو په هنري ميوزيم بدل شوی دی. دا د هغه هېواد د ذهني یا رواني ناروغانو د هنر تر ټولو لوی مرکز دی. په هغه مرکز کې د هغوی لپاره د انځورونو جوړولو او بيا يې نندارې ته د اېښوولو ځايونه جوړ کړل شوي دي. په دې اړه د رویټرز اژانس ويډیويي راپور.
د نیویارک د کولمبیا پوهنتون انجینرانو یو داسې روباټ جوړ کړی دی چې د انسان د مخ تاثرات نقلولی شي. د ایمو په نوم د دغه روباټ مخې ته چې کله څوک وخاندي نو دی یې په ثانیو کې د خندا نقل کوي.
د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې یو ځوان سوداګر د کاشوغو (کاچوغو يا څمڅکيو) داسې کاروبار پیل کړی دی چې د غنمو له ډنډرو یې جوړوي او پکې د سبزیو او مېوو تخم هم ږدي. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
امریکايي رسنیو د حکومتي چارواکو له خولې ویلي دي چې اسراییلو د اپرېل پر ۱۹مه سهار وختي پر ایران بريد کړی دی. داسې ښکاري چې دا د هغه بې ساري هوايي برید ځواب دی چې تهران د اپرېل پر ۱۳مه شپې ناوخته پر اسراییلو کړی وو. د ایران دولتي رسنیو ویلي دي چې له مرکزي ښار اصفهان سره نېږدې چاودنې اورېدل شوې دي. خو د ایران يو چارواکي د امریکايي رسنیو راپورونه رد کړي او ويلي يې دي چې په اصفهان یا د هېواد په نورو برخو کې له پولو دباندې څخه هیڅ هوایی برید نه دی شوی. په دې اړه فرخندې اسد د رويټرز اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اپرېل پر ۱۸مه پر اېکس په بیان کې ویلي دي چې په بارانونو او سېلابونو کې د ۱۵ ماشومانو په ګډون ۳۳ تنه وژل شوي او ۴۶ ژوبل دي.
په چین کې د سرو زرو کاروباریان وایي د نورو هېوادونو غوندې په چین کې هم سږ کال د سرو زرو بیې څو چنده لوړې شوې دي، چې له امله يې د خلکو کاروبار هم اغېزمن شوی دی. هلته سوداګر وایي د سرو زرو د ګاڼو د لوړو بیو له وجې د اخیستونکو شمېر هم کم شوی دی. په دې اړه فرخندې اسد د رويټرز اژانس له ويډيو راپور جوړ کړی دی.
په لندن کې د پسرلي له راتګ سره په ډېجیټل بڼه خلکو ته د هغه موسم رنګونه وښوول شول. د لندن په يوې نوموتې کوڅې کې د پسرلي ګلونه او د ګلونو غوړېدل ولس ته پر لویو سکرینونو ښکاره کړل شول. د هغې منظرې لیدو ته ګن خلک ورغلي ول او خوند یې ترې واخیست. د رويټرز اژانس له ويډيو جوړ رپورټ.
د خیبر پښتونخوا پولیسو پر اېکس لیکلي دي چې د اپرېل پینځمې په شپه ناوخته، وسلوالو د لکي مروتو منجیواله چوک سره نېږدې د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې
د روسیې د صحت ادارې چارواکو د مارچ پر ۲۳مه رسنیو ته ویلي چې د مارچ پر ۲۲مه مسکو ته نېږدې د کراسنوګورسک په کروکس سټي هال کې د کنسرټ پر مهال د وسلوالو په برید کې د وژل شویو شمېر لږترلږه ۱۳۳ ته رسېدلی دی.
د هند په جېپور ښار کې یوې مسلمانې کورنۍ په خپل کور کې د قران مجيد يوه تر ټولو لویه نسخه نندارې ته وړاندې کړې ده . دغه کورنۍ وایي د قران شریف دا نسخه ۱۰ فټه او پینځه انچه اوږده او اووه فټه او شپږ انچه پلنه ده او په دوو کلونو کې تیاره شوې ده
پاکستان دریز لري چې په هغه هېواد کې د ناامنۍ په وروستیو پېښو کې هغه وسلوالې ډلې لاس لري چې په افغانستان کې دا مهال موجودې دي خو بل خوا د طالبانو حکومت ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
د مصر په پلازمینه قاهره کې خلک وایي هلته د خورمې یا کجورو بیې خورا زیاتې شوې دي. مصریان وایي د روژې له راتګ سره سم د نورو خوراکي توکیو د بیو لوړېدو سره سره د خورمې بیې هم زیاتې شوې دي او د دوی د اخیستو توان ورته کم شوی دی. په دې اړه د رویټرز اژانس ویډیویي راپور.
په ازبکستان کې مېشت فارسي ژبې ويونکي (پارسیوانان) وایي چې هغوی خپل دودونه د خپل کلتور مطابق کوي. هغوی وایي زیاتره ځوانان یې روسیې ته د کار لپاره ځي او هلته چې پېسې وګټي نو د واده پر لګښتونو یې لګوي. هغوی زياتوي چې پر ودونو یې په زرګونه ډالره لګښت راځي. ویډیو رپورټ
د غزه په شمالي او جنوبي سیمو کې په زرګونه بې کوره شوي کډوال دا مهال په کېمپونو کې ژوند کوي. دغه بې کوره شوي فلسطینیان وایي د خوراک او د ژوند د بنیادي ضرورتونو له سخت کمي سره مخامخ دي. ځینې یې وایي څو څو ورځې په نهره تېروي. په دغه اړه د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپوټ.
په دوی کې د سیند صوبې پخوانی اعلا وزیر سید مراد علي شاه، فریال تالپور او پخواني صوبایي وزیر شرجیل مېمن په ګډون د پيپلز ګوند ۱۱۴ او د متحده قامي مومنټ (اېم کیو اېم) ۳۶ غړي ول.
نور وښیئ