غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د خيبر پښتونخوا مدني فعالانو له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې پر ماشومانو دې د جنسي تېري د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
په پخوانۍ فاټا کې مرمر، ګرینایټ، میس/کاپر، کرومایټ، سلپرټینو، زرغون ګارنیټ، سور ګارنیټ، هایډوکرېټ، کرسټل او نور معدنیات هم شتون لري.
د نومبر پر ۱۱مه د پېښور په قیوم لوبغالي کې د پاکستان ملي سیالیو د پرانیستو غونډه وشوه. دا د نهو کلونو په موده کې لومړی ځل دی چې په پېښور کې د هېواد د سپورټ تر ټولو لویې سیالۍ کېږي.
د خیبر پښتونخوا د صحت څانګې کارکوونکو خپل کاربندیز پای ته ورسولو او د نومبر له ۱۱مې نېټې نه یې یو وارې بیا خپل کار پیل کړ.
د جمیعت علمای اسلام (ف) مشران وايي، د پاکستان رسنیو یې په اسلام اباد کې د احتجاجي ناستې په اړه هغه ډول خبریالي نه کوله چې په کار وه.
د اکتوبر پر۲۹مه په پاکستان کې سوداګرو د دوو ورځو لپاره کاربندېز پېل کړی دی او د پېښور په چوک یادګار او قیصه خانۍ کې مهیم کاروباري مرکزونه او دوکانونه تړل شوي وي. دوی وايي، د ټېکس په نظام کې د اصلاحاتو او ټېکسونو ورکولو ته ژمن دی خو د ټېکسونو د راټولولو په نوي طریقه کار تحفظات لري.
د خیبر پښتونخوا په پېښور او نورو ضلعو کې هم د جمیعت علمای اسلام مشرانو او پلویانو د اکتوبر پر ۲۷مه د حکومت ضد او له کشمیریانو سره د یووالي په موخه لاریون وکړ.
د شمالي وزیرستان د درپه خېلو قامي مشرانو د پېښور پرېس کلب مخې ته په احتجاجي لاریون کې له حکومته د بوراخېل تبي وال قوم سره د هغوی د ځمکې لانجې د هواري غوښتنه کړې ده. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
په قیوم سټېډیم پېښور کې د پاکستان په قامي لوبو کې د ښځینه لوبغاړو د ګډون په اړه غونډه شوه چې په کې نجونو لوبغاړو د پاکستان قامي لوبو مشال هم وګرځوله. دا په داسې حال کې ده چې په پېښور کې د اکتوبر پر۲۶مه ملتوي شوي قامي لوبې به د نومبر پر۱۰ پیلېږي او ښځینه لوبغاړې به په ۲۷ اولمپیک لوبو کې برخه اخلي.
د اپوزېشن سياستوالو پر حکومت غږ کړی چې د جمعيت علمای اسلام (ف) د مشر، مولانا فضل الرحمن لخوا پلان شوي لاريون ته دې خنډونه نه جوړوي.
احسن اقبال زیاته کړه چې مسلم لیګ ن په دې خبره د مولانا فضل الرحمن تاید کوي چې دا حکومت د سبا پرځای نن ختمول، د پاکستان بقا، پرمختګ او خوشالۍ لپاره ضروري دی.
په پېښور کې افغان کونسل جنرل محمد هاشم نیازي د افغان مارکیټ د ملکیت لانجې او له دغه مارکیټ د افغانستان بیرغ لیرېکولو پر سر په پېښور کې افغانستان خپله کونسلګري وتړله. په پېښور کې له خبري کانفرنس وروسته د مشال راډیو خبریال غلام غوث له ښاغلي نیازي سره مرکه کړې ده.
د اکتوبر پر۱۰مه په پېښور کې ډاکټرانو او د روغتیا کار کوونکیو د صوبې د بېلا بېلو سیمو پر سړکونو راوتلي او په روغتونونو کې د صوبايي حکومت لخوا د نوي نظام پرضد احتجاجي مظاهره وکړه. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ وايي، پر ټولو ستونزو او کړاوونو سربېره، له خپلې بیانیې او مفکورې نه اوړي
د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور فعالان ډاکټر عبدالحۍ وزیر او اسماعیل مسود د اکتوبر پر پنځمه د پېښور له مرکزي زندانه
د جمعیت علما اسلام (ف) د خیبر پښتونخوا مخکښ مشر اکرم خان درانی وايي که صوبايي حکومت د دوی د پرامنه لاریون مخه ونيوله نو له سختو نتيجو سره به مخ شي. نوموړي دا څرګندونې د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی محمود خان تر هغه بیان وروسته کړې دي چې ګواکی د لاریون مخه به نیسي. ویډیو: غلام غوث
د خیبر پښتونخوا د غیر سرکاري سکولونو ټولنې د خپلو یو لړ غوښتنو د پوره کولو لپاره د درې ورځني احتجاج اعلان کړی دی.
د کوهستان په یوه ویډیو رسوايي کې د بشام ښار یوه عدالت د زیارت په ورځ درېوو کسانو ته د ټول عمري بند سزا اورولې ده او پنځه نور تورن کسان یې بري کړي دي.
د پښتونخوا ولسي تحریک مشر ډاکټر سید عالم مسود وايي، داسې ښکاري چې پارلمان او عدالتونه د پښتون ژغورنې غورځنګ په لړ کې د پاکستاني ایسټبلشمنټ تر فشار لاندې دي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د افغانستان د سولې بهیر په اړه اندېښنې ښودلې دي. نوموړي د سېپټېمبر پر لومړۍ په پېښور کې د ګوند
نور وښیئ