غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
په پېښور کې مدني فعالانو د اګست پر ۳۱مه په غونډه کې غږ کړی چې د پاکستان پښتون ملتپاله ګوندونه دې یوه جرګه وکړي چې د سیمې د پښتنو مسلو د هوارولو لارې وموندل شي. غونډې ته پښتون ولسي تحریک مشر سید عالم مسود په وینا کې وویل، د پاکستان او افغانستان پښتانه بل جنګ نه غواړي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي، د سېپټمبر له دوهمې نېټې نه به په ازمېښتي ډول د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانېزي.
د خېبر پښتونخوا حکومت، د نشه يي توکیو د مخنیوي په خاطر یو نوی قانون جوړ کړی چې ترمخې یې یو چا ته د اعدام یا عمري بند سزا ورکول کېدای شي.
د خیبر پښتونخوا د خزانې وزير ویلي چې په صوبايي کابینه کې به له قبایلي ضلعو نويو منتخب شویو ځېنو استازيو ته برخه ورکوي
د هغوی د وکیلانو د ډلې یوه غړي طارق افغان د اګست پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، هیله من دی چې های کورټ به د مقدمې اورېدنه ژر وکړي.
د سیمې د پولیسو مشر میا نصیب جان د اګست ۱۸مې پر ماښام مشال راډیو ته وویل، پېښه مازیګر مهال د شیرینګل په حیاګي کې شوې چې پکې د یوه ځايي
د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون په پېښور کې هم مخالف ګوندونو د تېر کال د جولای ۲۵مې ټاکنو کې د شوي درغلۍ او د تحریک انصاف د حکومت پرضد د لاریون لپاره هلې ځلې پیل کړی دی. په پېښور پرېس کلب کې د خبری کانفرنس وروسته د عوامي نېشنل ګوند سردار حسېن بابک، د قومي وطن ګوند طارق خان او د جمعیت علمای
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې سوداګرو، دوکاندارانو او کارخانه دارو د تحریک انصاف په مشرۍ د حکومت پرضد احتجاجونه کوي او د نویو ټېکسونو ختمولو غوښتنه کوي
د عوامي نیشنل ګوند سلګونه پلویانو، غړو او یو شمېر مشرانو د جون ۲۹مې پر ماخوستن په پېښور کې د ګوند ضلعي مشر سرتاج خان جنازه وکړه.
د پېښور تاجرانو او دوکاندارانو د جون پر۲۷مه د پېښور په چوک یادګار کې د صوبايي او وفاقي حکومت د نوو ټېکسونو او نوو پالیسیوو پر ضد احتجاجي لاریون وکړ. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پېښور په حیات اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاجي پرلت لا هم دوام لري. دوی د مې پر ۲۶مه د شمالي وزیرستان په خړ کمر سیمه کې د امنیتي ځواکونو
د قومي وطن ګوند مشر او د خيبر پښتونخوا پخوانی وزیراعلا افتاب احمد خان شېرپاو وايي ، د پاکستان د احتساب قومي اداره یوازې د اپوزېشن مشران په نښه کوي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر وايي، د معترضو ډاکټرانو ټولې جایزې غوښتنې به منل کېږي. شوکت یوسفزي د مې پر ۱۹ مشال راډیو ته وویل چې حکومت په دې لړ کې هر ډول مرستو او له ډاکټرانو سره مذاکراتو ته تیار دی.
د دیر کوهستان د سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړی ملک بادشاه صالح ویلي دي چې د دوی د سیمې ولسونه د دیر د سېلانۍ سیمې کمراټ د نېشنل پارک ګرځولو پرېکړه نه مني.
د اپرېل پر ۲۵مه د پېښور خبریالانو په مرکز کې غونډې ته په وینا کې جلیل اپریدي وویل: "ټول زما رښته دار ول او امجد اپریدی زما د تره زوی وو
د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر ډاکټر هشام انعام الله وايي ، د پېښور په ماشوخېلو کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکو پرضد بې بنیاده افواه خپرې شوې ده.
د بن یاسر کوهستاني په مشرۍ ځینو مدني فعالانو، د اپریل پر درېیمه په پېښور پریس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال، له حکومته غوښتنه وکړه چې د افضل کوهستاني د وژنې د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي.
په پېښور کې د موسیقۍ ازادۍ ورځې په مناسبت یوه غونډه شوې. دا غونډه د مارچ پر درېیمه د خبریالانو په مرکز کې د کلتوري چارو خبریالانو جوړه کړې وه چې پکې یو شمېر سندرغاړو، شاعرانو او موسیقارانو ګډون وکړ او د موسیقۍ پر ارزښت یې خبرې وکړې. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
دوي غوښتنه کوي چې د جمرود پېښه کې ککړ د خاصه دار ځواکونو کسانو ته دی سزا ورکړل شي او حکومت دی له اغېزمنو کورنیو سره مالي مرسته وکړي.
د چینايي سېلانیانو یوې ۱۵ کسیزه ډلې د پېښور د موزیم دوره کړې ده. په دغه موزیم کې د بدهايي زمان لرغوني اثار پراته دې او چې کله هم د بهر ملکونو سېلګري پېښور ته ورځي نو د موزیم ننداره یې هم کوي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
نور وښیئ