غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
له تېرو درېو میاشتو راهیسې د خېبر پښتونخوا په ملاکنډ او هزاره ډویژن کې د سېل ځایونو د بندیز له کبله دغه صنعت ته د ۱۱ اربه روپو اقتصادي تاوان شوی دی.
په بهرنیو هېوادونو کي کارګران پاکستان ته په اربونو ډالره زرمبادله لېږي او اوس چې هغوی په ستونزو کې راګېر دي نو له خپله حکومته هم هېر دي
د خېبر سوداګرو اتحاديې ویلي دي چې دوی نور جزوي ټولبند نه شي زغملای او حکومت دې ژر تر زره په دې کې نرمي وکړي.
د پاکستان په شمول د نړۍ په یوشمېر برخو کې ټولبند په نرمېدو دی او حکومتونه یې هڅه کوي چې ورو ورو په پام سره ژوند عادي حالت ته واړوي.
د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د کورونا وایرس له وجې د بیمارو شویو کسانو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون جوړېږي.
دپاکستان د حکومتي شمېرو مطابق تر نن سهاره په هېواد کې د کورونا ناروغانو ټول شمېر(۲۰۱۸۶) ته رسېدلی، دا راز دې ناروغۍ ۴۶۲ کسان مړه کړي او ۵۵۹۰ ترې رغېدلي دي.
د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د اپرېل ۲۹مې تر سهاره په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ په نوم ناروغۍ ۳۲۷ کسان وژلي چې پکې تر ټولو زیات
دا پرېکړه صوبايي کابینې د اپرېل ۱۵مې پر ماښام تر هغې یوه ورځ وروسته وکړه چې د پاکستان وفاقي حکومت هم په هېواد کې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي
د پاکستان د سوداګرۍ او صنعتي خونو او ټولنو مشرانو له حکومته د مالي مرستو غوښتنه کړې. دوی د اپرېل پر نهمه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې د غونډې پر مهال له حکومته ۱۴ غوښتنې وکړې.
د شخصي سکولونو اتحادیې د اپرېل پر شپږمه په پېښور کې له حکومته د مالیاتي پېکېج مطالبه کړې ده. دوی وايي، د کورونا وایرس د وبا له کبله په ټول هېواد کې له یو لک زیات شخضي سکولونه متاثره شوي دي او په شخصي سکولونو کې کار کوونکي د ۲۰ لکو زیات استادان له مالي ستونزو سره مخ دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په راتلونکې کې د اوړو کمي پوره کولو په موخه له پنجابه د غنمو اخیستو منظوري ورکړې ده.
د کورونا وايرس خورېدو مخنيوي لپاره حکومت د پېښور بازارونه بند کړي دي. دلته ډېر خلک نه ښکاري خو کوم چې راوتلي وو هغوی مشال راډيو سره خبرې کړې دي او له کورونا وايرس د ځان ژغورنې لپاره یې له خلکو څخه په فاصلې ساتلو ټينګار کړی دی. غلام غوث یې حال درته لري.
په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو ډېر مریضان په سيند صوبه کې دي. خو دې وايرس د نورو صوبو په پرتله تر ټول ډېر خلک په خېبر پښتونخوا کې وژلي دي.
د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار، اجمل وزیر وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس ځپلو کې يوه مېرمن هم شامله ده. بلخوا د خېبر پښتونخوا د صحت سیکريټري وايي چې په پېښور، مردان او بونير کې يې څو کلي قرنطین کړي دي او په هر چا کې چې د کورونا نښې څرګندې شي، هغه به له نورو بېلوي.
د خېبر پښونخوا وزیر اعلی محمود خان نن (د مارچ اتلسمه) اعلان وکړ چې په پېښور سيکريټريټ کې د روغتيا او اطلاعاتو له محکمو علاوه به نورې ټولې ادارې تړلې وي. نوموړي د ودونو تالارونو تړلو اعلان وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په کور کې هم واده ته ډېر خلک نه وربولي.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر د مارچ پر ۱۲مه ناوخته ويلي و چې په دې هېواد کې په ۲۰ کسانو کي کورونا وایرس موندل شوی خو د سيند صوبايي جکومت نن ( د مارچ پر ۱۳مه) اعلان وکړ چې يو بل کس هم له وايرسه اغېزمن شوی دی.
په پېښور کې د پښتنو قامي جرګې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې د حساب کتاب کولو لپاره دې د حقیقت موندنې يو کمېشن جوړ شي. دوی په يوه اعلاميه کې ۲۱ غوښتنې کړې دي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
عوامي نیشنل ګوند د مارچ پر ۱۰مه په پېښور کې د پاکستان د پښتنو ستونزو په اړه "قامي جرګه" جوړوي چې ورته یې د ټول هېواد پښتانه سیاستوالان وربللي.
په پېښور کې د ښځو امن کانفرانس کې ګډونوالو ښځو ته د ورپېښو ستونزو یادونه وکړه. ګډونوالو وویل، ښځې ژوند او کار غواړي. بل پلو، په پېښور پریس کلب کې، جمیعت علمای اسلام ګوند د ښځو د حقونو په اړه مظاهره وکړه. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې له تېرو درو ورځو راهسې شویو بارانونو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۲۲ یې نور ټپي کړي دي.
نور وښیئ