غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان د سوداګرۍ او صنعتي خونو او ټولنو مشرانو له حکومته د مالي مرستو غوښتنه کړې. دوی د اپرېل پر نهمه د پېښور د خبریالانو په مرکز کې د غونډې پر مهال له حکومته ۱۴ غوښتنې وکړې.
د شخصي سکولونو اتحادیې د اپرېل پر شپږمه په پېښور کې له حکومته د مالیاتي پېکېج مطالبه کړې ده. دوی وايي، د کورونا وایرس د وبا له کبله په ټول هېواد کې له یو لک زیات شخضي سکولونه متاثره شوي دي او په شخصي سکولونو کې کار کوونکي د ۲۰ لکو زیات استادان له مالي ستونزو سره مخ دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په راتلونکې کې د اوړو کمي پوره کولو په موخه له پنجابه د غنمو اخیستو منظوري ورکړې ده.
د کورونا وايرس خورېدو مخنيوي لپاره حکومت د پېښور بازارونه بند کړي دي. دلته ډېر خلک نه ښکاري خو کوم چې راوتلي وو هغوی مشال راډيو سره خبرې کړې دي او له کورونا وايرس د ځان ژغورنې لپاره یې له خلکو څخه په فاصلې ساتلو ټينګار کړی دی. غلام غوث یې حال درته لري.
په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو ډېر مریضان په سيند صوبه کې دي. خو دې وايرس د نورو صوبو په پرتله تر ټول ډېر خلک په خېبر پښتونخوا کې وژلي دي.
د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار، اجمل وزیر وويل چې په خېبر پښتونخوا کې د کورونا وايرس ځپلو کې يوه مېرمن هم شامله ده. بلخوا د خېبر پښتونخوا د صحت سیکريټري وايي چې په پېښور، مردان او بونير کې يې څو کلي قرنطین کړي دي او په هر چا کې چې د کورونا نښې څرګندې شي، هغه به له نورو بېلوي.
د خېبر پښونخوا وزیر اعلی محمود خان نن (د مارچ اتلسمه) اعلان وکړ چې په پېښور سيکريټريټ کې د روغتيا او اطلاعاتو له محکمو علاوه به نورې ټولې ادارې تړلې وي. نوموړي د ودونو تالارونو تړلو اعلان وکړ او له خلکو یې وغوښتل چې په کور کې هم واده ته ډېر خلک نه وربولي.
د پاکستان د وزيراعظم دفتر د مارچ پر ۱۲مه ناوخته ويلي و چې په دې هېواد کې په ۲۰ کسانو کي کورونا وایرس موندل شوی خو د سيند صوبايي جکومت نن ( د مارچ پر ۱۳مه) اعلان وکړ چې يو بل کس هم له وايرسه اغېزمن شوی دی.
په پېښور کې د پښتنو قامي جرګې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې د حساب کتاب کولو لپاره دې د حقیقت موندنې يو کمېشن جوړ شي. دوی په يوه اعلاميه کې ۲۱ غوښتنې کړې دي. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي راپور وګورئ.
عوامي نیشنل ګوند د مارچ پر ۱۰مه په پېښور کې د پاکستان د پښتنو ستونزو په اړه "قامي جرګه" جوړوي چې ورته یې د ټول هېواد پښتانه سیاستوالان وربللي.
په پېښور کې د ښځو امن کانفرانس کې ګډونوالو ښځو ته د ورپېښو ستونزو یادونه وکړه. ګډونوالو وویل، ښځې ژوند او کار غواړي. بل پلو، په پېښور پریس کلب کې، جمیعت علمای اسلام ګوند د ښځو د حقونو په اړه مظاهره وکړه. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو کې له تېرو درو ورځو راهسې شویو بارانونو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او ۲۲ یې نور ټپي کړي دي.
د جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، د قبايلي ضلعو د جلا صوبې جوړولو په اړه به تحريک چلوي. نوموړې دا خبره د مارچ پر دويمه نېټه په پېښوز پریس کلب کې د خپل ګوند له خوا د قبايلي حقونو پر نوم راغوښتل شوي کانفرنس ته وکړه. په دې اړه د غلام غوث ويډيويي رپورټ وګورئ
د ډاکټر شکیل اپریدي وکیل وايي، ډاکټر شکیل اپریدي په زندان کې د لوږې يا بهوک هړتال پیل کړی دی. قمر نويد مشال راډیو ته وويل، هغه دا اقدام په مقدمه کې د ځنډ پر ضد کړی دی. په پاکستان کې د القاعده مشر اسامه بن لادن په امريکايي عملياتو کې تر وژل کېدو وروسته د ډاکټر شکيل اپريدي نوم مخې ته راغلی وو او دا وي
پښتانه سیاستوال په قطر کي د امریکا او طالبانو ترمېنځ د سولې تړون په افغانستان کې د تل پاتي سولې او ثبات لپاره یو ښه ګام ګڼي.
نوي کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په هوبې ولایت کې ګڼ کسان ناروغه کړل. له هغه وخت راهیسې دا وایرس د افغانستان او ایران په ګډون یو شمېر هېوادونو ته خپور شوی.
دا مهال په نړۍ کې یواځې په پاکستان او افغانستان کې دا ناروغي نه ده ختمه شوې او د نړۍ نور ټول هېوادونه ترې پاک ګرځول ګرځول شوي دي.
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي ، دوي هڅه کوي چې د پښتنو د یو شمېر مسلو د هوارولو لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو او غورځنګونو په سلا یو شریکه تګلاره جوړه کړي او یو تحریک وچلوي.
د پېښور سیکان او هندوان وايي که یې د خپلو تړلیو عبادتخانو ستونزه ژر تر ژره هواره نه شوه نو خپل احتجاجونه به لا پسې وغځوي.
د قبايلي ضلعو د ولس ستونزو په اړه په باچاخان مرکز پېښور کې یوه غونډه شوه چې پکې د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو استازو، مدني فعالانو، قبايلي مشرانو په شمول د پښتون ژغورنې غورځنګ استازو هم ګډون کړی وو. په دې اړه د غلام غوث دا ویډیويي راپور کې وګورئ.
نور وښیئ