عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د ډېره اسماعيل په درازنده کې خلک وايي د مارچ له اوومې نېټې راهيسې له دې وجې په احتجاج دي چې د هغوی له خوا نيول شوي مشکوک کسان پوليسو پرېښي دي.
په شمالي وزیرستان کې غلام خان بندر شاو خوا له تېرو څو اونیو راهیسې پاکستان سرکار بیا تړلی دی چې له کبله یې د دواړو خواو سوداګرو ته مالي زیان اوښتي دي. عمر وزیر پر غلام خان بندر له سوداګرو او چارواکو سره خبرې کړې دي.
د فبرورۍ پر ۲۱مه د مورنیو ژبو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې په مناسبت یې د پېښور او کوټې په ګډون په بنو کې هم لاریون وشو او غوښتنه یې کوله چې د پښتنو ماشومانو ته دې په پښتو ژبه تعلیم ورکړل شي. د عمر وزیر ویډیويي راپور وګورئ.
د یو مسید پرلت د خپلو ړنګو کورونو تاوان اټکلولو لپاره له نوې سره سروې غواړي او د میرامشا بازار پرلتوال بیا د خپلو ړنګو کورونو د تاوان پوره پوره معاوضه غواړي
په شمالي وزیرستان کې غلام خان بندر شاو خوا له تېرو دوو اونیو راهیسې پاکستان سرکار بیا تړلی دی چې له وجې یې د دواړو خواو سوداګرو ته مالي زیان اوښتي دي. عمر وزیر پر غلام خان بندر له سوداګرو او چارواکو سره خبرې کړې دي.
لاریونوالو شعارونه ورکول چې دوی خپلو ځوانانو ته تعلیم او رڼا غواړي او له پولیس ادارې یې غوښتنه ده چې د نشو خلاف کوټلي ګانونه واخلي.
د جنوبي وزيرستان مرستیال کمشنر حمید الله خټک وايي په ټانک کې یې د يو مسید په نامه د احتجاجي ناستې له مشرانو سره خبرې اترې کړې دي
د دې پرلتوالو يوه مشر عبدالواحد مسيد مشال راډيو ته وويل چې د دوی کورونه لس کاله مخکې په پاکستانیو پوځي عملياتو کې وران شوي ول خو تر دې دمه ورته حکومت معاوضه نه ده ورکړې.
د پرلت ګډونوال وايي،هلته د پوځي عملیاتو ۱۱ کاله وشول خو حکومت لا هم د زرګونو ړنګ کورونو تاوان نه دی ورکړی.
د فبرورۍ پر دویمه، په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او پلویانو د خپل یوه مخکښ مشر محمد ابراهیم ارمان لوڼي د وژنې لومړی تلین لمانځلی.
پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر ۱۲مه، د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې د منځني ختیځ د شخړې برخه دې نه جوړېږي. د غورځنګ مشرانو د بنو جلسې ته په وینا کې وویل، حکومت دې په هېواد کې دننه د خلکو بشري حقونه خوندي کړي او د ژوند اسانتیاوې دې ورکړي. جلسې ته د ورکو کسانو د کورنیو غړي هم ورغلي ول. د پاکستان حکومت و
جلسه د بنو په منډان پارک کې وشوه چې لږ تر لږه ۲۰ زرو کسانو پکې ګډون وکړ چې په منځ کې یې د هغو کورنیو غړي هم وو چې خپلوان یې ورک دي.
د ډېسېمبر پر ۲۵ مه په میرامشا کې د کریسمس لمانځلو غونډې ته په خپله وینا کې محسن داوړ وویل د عیسویانو لپاره د کلیسا جوړولو په لړ کې یې له واکمنانو سره خبرې کړي دي.
د میرامشا ړنګ بازار مالکان وايي حکومت ورسره د یوې مرلې پر سر ۴۵ لکه روپۍ ژمنه کړې وه خو اوس یواځې ۱۵ لکه روپۍ ورکوي چې هېڅکله به یې و نه مني.
د خيبر پښتونخوا د ټانک پولیس او امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ هلته د وسله والو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې دملیشه ځواک دوه سرتیري وژل شوي دي.
د بنو کالج پښتو څانګه کې د دسېمبر پر پنځمه یوه غونډه وشوه چې په کې چارواکو، خبریالانو، مدني فعالانو او زده کوونکیو د قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګېدو وروسته د ځوانانو پر ستوزه خبرې وکړې. په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیرستان د مرستیال کمېشنر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرلتوالو او انتظامي چارواکیو ترمنځ پر څلورو نکتو خبرې په کامیابۍ سره پای ته رسېدلي دي.
هغوی د نومبر پر ۳۰مه په میرلي بازار کې لاریون، احتجاج او جرګه وکړه او حکومت ته یې ۱۰ ورځې مهلت ورکړ چې د هغوی غوښتنې دې ومني کنه نو هغوی به پراخ احتجاجونه وکړي.
انتظامیه وايي، ممکنه جوړېدونکې لویه جرګه به په راروانو درو ورځو کې د حالاتو څارنه کوي، د همزوني قام اندېښنې به لرې کوي او د هغوی غوښتنې به پوره کېږي.
غازي سیال تر پنځلسو پورې کتابونه چاپ شوي دي او یوشمېر یې ناچاپه هم دي. په چاپ شویو کتابونو کښې یې د یاد وړ دا دي
نور وښیئ