عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د سېپټېمبر پر ۱۳مه د ځونیخېلو په اډه کې د جرګې ګډونوالو وویل چې په سیمه کې یې ناامني زیاته شوې ده او دعوه یې وکړه چې امنیتي ځواکونه اکثر وخت د تګ راتګ لارې تړي.
د نورک مشرانو او دیني عالمانو د ميرامشا د خبریالانو په مرکز کې وويل چې په ۲۰۱۴ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پر ضد د ضرب عضب په نوم تر پوځي عملياتو وروسته امنیتي سرتېري د هغې سیمې په درو مدرسو کې پراته دي.
د شوال او دته خېلو کډوالو تر دې وړاندې هم د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتي چې خپلو کلیو او کورونو ته دې یې د ستنولو انتظام وکړي او تر هغې پورې دې یې مرستې نه بندوي. د دته خېلو او شوال تحصیلونو اوسېدونکي له څه باندې نهو کلونو راهیسې کډوال دي.
د میرلي د پولیسو د تاڼې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته ویلي چې ملک داود د میرلي په یو شخصي شفاخانه کې ناست وو چې مخ پټو وسلوالو پرې ډزې وکړې.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اکتوبر پر ۱۹مه، په بیان کې ویلي دي چې دواړه نښتې د اکتوبر ۱۸مې او ۱۹مې ترمینځ شپې مهال شوې دي. پوځ وايي، د شمالي وزیرستان په ګړیوم کې په نښته کې د یو مهم قومندان حضرت عثمان چې د خاورې ملا په نوم پېژندل کېده، په ګډون شپږ مشکوک وسلوال او درې سرتېري ووژل شول.
د شمالي وزیرستان د دته خېلو او شوال لسګونه بې کوره شوي وګړي له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې په احتجاج دي او د بنو په بکاخېلو کې یې پرلت وهلی دی. دوی وايي چې حکومت دې یې خپلو کلیو ته د ستنېدو نېټه اعلان کړي او تر هغې پورې دې ورباندې میاشتنۍ مرستې نه بندوي. ویډیويي رپورټ.
د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ګوند کونسلرانو عادل داوړ او حمزه داوړ د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل چې جرګې پرېکړه کړې چې که په دوو ورځو کې جرمانه ور نه کړي نو کورونه به یې ړنګ کړي.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي چې د اکتوبر پر ۱۴مه د میرلي په حیدرخېلو کې د عملیاتو پر مهال نښته وشوه چې پکې اته مشکوک وسلوال ژوبل شول او څلور نور یې ونیول. تحریک طالبان پاکستان رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې ده چې په نښته کې یې ۱۵ امنیتي سرتېري وژلی دي.
د غورځنګ یو بل فعال حیات وزیر مشال راډیو ته وویل، د تېر پرلت په مشروط ډول له ختمولو وروسته دوی تمه لرله چې حکومت به خپله وعده پوره کړي خو داسې ونه شول.
دا کډوال د شمالي وزیرستان دته خېلو او شوال تحصیلونو سره تعلق لري او د هغوی په وینا له نهو زیات کلونه یې په کډوالۍ کې تېر کړې دي. دا خلک وايي، د ضرب عضب د عملیاتو پر مهال د شمالي وزیرستان له نورو سیمو هم وزیرستانیان کډه شوي ول خو حکومت هغوی واپس کړل، یوازې د شوال او دته خېلو خلک لا هم پاتې دي.
د بنو پولیسو په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د اکتوبر پر اتمه په بکاخېلو کې اووه کلن ماشوم د کرکټ د بال په شکل کې بم موندلې وو او هغه یې کور ته وړی وو چې هلته پرې چاودېدلې دی. په چاودنه کې د ماشوم مور او د تره زوی ژوبل شوي دي.
د غورځنګ مخکښ حنيف پشتين د اکتوبر په شپږمه د شمالي وزيرستان په میرامشاه کې خبري غونډې ته د وينا پر مهال له پوځ غوښتي چې د غورځنګ نیول شوي غړي زرترزره خوشې کړي.
پر ټولنيزو رسنيوو خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د اکتوبر پر دويمه شوي دې احتجاج کې نارينه، ښځې او ماشومان د پوځي چاوڼۍ مرکزي دروازې مخې ته ولاړ دي
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۸ز کال کې د پنځو اربو روپو په لګښت د یاد ډېم د پراخوالې پروژه پیل کړې وه چې په روان ۲۰۲۳ز کال کې پای ته ورسېده. د باران اوبو بند د بنو او لکي مروت سیمو ۱۷۰،۰۰۰ اېکړه ځمکه اوبه کوي او یو مېګاواټ برېښنا تولیدوي.
په همدې حال کې په شمالي وزیرستان کې پولیسو ویلي دي چې وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۷مه په میرلي کې یو ځايي اوسېدونکی صدیق الله وژلی دی. پولیس وايي، وسلوالو د سېپټېمبر پر ۲۸مه د میرامشا پر بویه پاس سړک په برید کې دوه تنه ژوبل کړل.
د ميرامشا ړنګ شوي بازار دوکاندارانو د سېپټېمبر پر ۲۵مه، په میرامشاه پریس کلب کې یوې خبري غونډې ته وويل چې په ۲۰۱۴ز کال کې د ضرب عضب عملیاتو پرمهال میرامشاه بازار په بشپړه توګه ړنګ شوی وو او حکومت ورسره تاوانونه منلي او لیکلي ول، خو د هغوی په وينا تر اوسه ټولو دوکاندارانو ته معاوضې نه دي ورکړل شوي.
نور وښیئ