عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د غورځنګ مخکښه غړو پر اېکس په جلا، جلا بیانونو کې د داوړ انځورونه خپاره کړي دي او ویلي یې دي چې ډاکترانو د هغه جراحي کړې ده او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.
د ملي جمهوري غورځنګ د شمالي وزيرستان مشر اسد داوړ وايي چې هغوی د ولس د رايو د حق غوښتنې لپاره احتجاج کاوه چې مخامخ ډزې ورباندې وشوې. نوموړي مشال راډيو ته وويل چې د فبرورۍ پر ۱۰مه په ميرامشا کې د پوځي چاوڼۍ مخې ته د ډزو په نتيجه کې د هغوی د ګوند د مشر محسن داوړ په ګډون اووه تنه ژوبل شو
د رحيم داوړ په وينا، وروسته هغوی د ريټرنينګ افسر د دفتر مخې ته، چې په پوځي چاوڼۍ کې دننه دی، احتجاجي غونډه پيل کړه او چې کله محسن داوړ وينا پيل کړه نو "ناتاره ډزې" ورباندې وشوې.
د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ د فبرورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، حکومت ۳۵ کروړه روپۍ جاري کړي چې دا به د میاشتنۍ مرستې په توګه د شمالي وزیرستان بې کوره شویو خلکو ته ورکول کېږي.
د فررورۍ پر څلورمه دې غونډه کې د ملي جمهوري غورځنګ غړو، د سیمې مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د سيمې پوليسو ویاند عبدالروف مشال رېډيو ته وويل چې د فېبرورۍ په دوېیمه وسلوالو د ميرامشا په انغري کلي کې صمدخان نومې يو ځوان په ډزو وژلی دی.
په ځونیخېلو کې د پي ټي اېم رابطه کار ګران وزیر مشال راډیو ته وویل چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې خلک به یوه اوونۍ وروسته د امنیت غوښتنې لپاره مظاهره کوي.
د پېښور پولیسو مشال راډيو ته په لېږدولو معلوماتو کې ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر ۲۵مه د ګل بېلې په کوچیانو کلي کې پر پولیس سرتېري کامران تاج ډزې وکړې او هغه یې وواژه.
دا له هغه وروسته ده چې پاکستان د جنورۍ پر ۱۳مه د تورخم پر دروازه او همدا رنګه افغانستان ته په نورو ټرانزییټي لارو د اوښتو لپاره افغان ډرایورانو ته د پاسپورټ او ویزې درلودل لازمي کړل.
هغه وویل داسې مالومیږي چې په نښه شوي کسان ډرایوران ول چې پکې یو تن د کرک دی او د پاتې څلورو پیژندګلوي لا نه ده شوې خو ټول کسان د نورو سیمو دي.
د ميرلي تاڼې پوليسو او د ضلعي انتظاميې دوه جلا جلا چارواکو، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال راډيو ته وويل چې وسلوالو رايس خان سهار وختي د ميرلي په خيسور سيمه کې په خپل کور کې دننه وژلی او بيا تښتېدلي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښه مشرانو، فعالانو او پلویانو د جنورۍ پر ۱۴مه د خیبر پښتونخوا په بنو کې احتجاجي لاریون او جلسه وکړه او پر حکومت یې د خپل مشر منظور پشتین د خوشې کولو او په صوبه کې د امنیت ټینګښت غوښتنې وکړې. ویډیويي رپورټ.
د غورځنګ یو مخکښ مشر حنیف پشتین مشال راډیو ته وویل چې لومړی یې غوښتل چې په ملت پارک کې جلسه وکړي، خو پولیسو ورته اجازه ور نه کړه نو ځکه یې بیا د ډېګري ون کالج ودانۍ مخې ته د ورغونډېدو پرېکړه وکړه خو هلته یې هم پرې نه ښوول.
د یادې کمپنۍ چارواکو او د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر مشال راډیو ته ویلي چې په شوه سیمه کې په دوو نورو ځایونو کې ګېس موندل شوي او د ورځې د شپږو لکو مکعب فټ ګېسو د ویستلو ظرفیت لري.
د شمالي وزيرستان ضلعي پوليسو مشر روښانزېب د جنورۍ پر ۱۰مه شپې مهال مشال راډيو ته وويل چې ملک کليم الله د چارشنبې (شورو) پر ورځ د ميرامشا په تپي سيمه کې له دوو ملګرو سره يو ځای په خپل ګاډي کې کور ته روان وو چې وسلوالو ورباندې بريد وکړ.
د کواټ د پوليسو مشر فرحان احمد مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د جنورۍ پر ۱۰مه شپې دوه بجې له لاچۍ ټول پلازې سره نېږدې د پولیسو پر امنيتي پوسته ډزې او د لاسي بمونو بريد وکړ چې پکې يې درې سرتېري او يو ولسي وګړی ووژل شو.
دا په روان ( ۲۰۲۴) کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو درېیمه پېښه ده. تر دې مخکې هم دواړه ورته حملې په میرلي کې شوې وې.
محسن داوړ د جنورۍ پر دريېمه له مشال رېډيو سره په مرکه کې وويل چې ورباندې د شوي برید لامل دا دی چې نوموړی "په سيمه کې د مصنوعي جنګونو خلاف" دی. هغه وویل، له سیاسي او سوله ییزې لارې به د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد کار ته ادامه ورکوي.
د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ ویلي دي چې پخوا یې هم د وسلوالو فعالیتونو غندنه کړې او اوس یې هم کوي. نوموړي د جنورۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې د شمالي وزیرستان د امنیت چارې پولیسو ته وسپاري. له داوړ سره بشپړه مرکه وګورئ.
نور وښیئ