عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
اعلامیه وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي)، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې (یونېسېف) او د ملګرو ملتونو د نفوس یا ابادۍ چارو ادارې کنټینرونه به په پړاوونو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.
د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د احتجاج کوونکو کډوالو له مشرانو سره یې څو ځله خبرې وشوې او بلاخره متفق شوي دي.
پوليسو او ځايي وګړو مشال راډيو ته ويلي چې د نومبر پر ۱۴مه ناوخته وسلوالو پر نوموړي د هغه د کور په درشل ډزې وکړې او هغه په موقع ساه ورکړه او بریدګر له صحنې وتښتېدل.
د احتجاج یو ګډونوال ملک نثار خان مشال راډیو ته وویل چې د انتظامیې او پوځ له ځايي مشرتابه سره یې خبرې کړې دي خو مطمین نه دي.
ځايي کسانو مشال راډيو ته وويل چې بريد د جانيخېلو (ځونيخېلو) تاڼې په حدودو کې، په سردي خېلو منډۍ کې وشو، چې يو ماشوم هم پکې وژل شوی دی.
دې کډوالو د اکتوبر پر ۳۰مه د بکاخېلو کيمپ مخې ته احتجاج پیل کړی وو او وايي چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې هغوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.
د شمالي وزیرستان بې کوره شویو کډوالو د نغدي مرستو د بحالۍ د خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره د بنو په بکاخېلو کې احتجاج ته دوام ورکړی دی.
پوليسو او ځايي وګړو مشال راډيو ته ويلي چې نن سهار (د نومبر پر څلورمه) د ميرلي په موسکي بازار کې پټمخو وسلوالو د حيدرخېلو يو کس، چې د سرحدي ځواک (اېف سي) غړی وو، په ډزو وواژه او وروسته وتښتېدل.
دغه کډوالو د اکتوبر پر ۳۰مه د بکاخېلو کيمپ مخې ته احتجاج پیل کړی او وايي چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې هغوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.
د میرامشا پوليسو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي دي چې وسلوالو د اکتوبر پر ۳۱مه د دته خېلو په ممي راغه منظرخېلو کې ځايي استوګن ايوب نواز او د هغه دوه زامن سخي زمان او ولي الرحمان په ډزو وويشتل او وروسته وتښتېدل.
احتجاج کوونکو د اکتوبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وويل چې له تېرو ۱۰ میاشتو راهیسې مرستې ورباندې بندې شوې دي چې له امله یې دوی له سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.
د خيبر پښتونخوا پوليس چارواکي وایي چې په بنو او شمالي وزیرستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې وسلوالو یو پوليس او يو عام وګړی وژلي دي.
چارواکو زياته کړې چې د اکتوبر پر ۲۲مه د ميرلي په ايپي سيمه کې ناپېژندليو وسلوالو په يوه ګاډي کې پر روانو شپږو کسانو لومړی ډزې وکړې او هغوی يې ووژل، او وروسته يې ګاډي ته اور ورته کړ او ټول يې پکې وسوځول.
پوليس، انتظامي چارواکو او ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې وسلوالو نن (د اکتوبر پر ۱۷مه) سهار شاوخوا نهه بجې پر پوځي کيمپ بريد وکړ چې په وينا يې جګړه لا هم روانه او د چاودنو غږونه اورېدل کېږي.
د جانيخېلو يوه اوسېدونکي حنیف الله د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل چې د هغې سيمې په نصري خیل کلي کې د یو دوکان (پلورنځي) مخې ته خلک ناست ول، چې ډرون بريد ورباندې وشو او په نتيجه کې يې دوه عام کسان ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.
نور وښیئ